افغانستان

طالبان: ددوی په نامه ګواښ لیکونه جعل کاران جوړوي (اعلامیه بشپړ متن)

د یوه افغان کډوال څخه ترلاسه شوی ګواښ لیک
د یوه افغان کډوال څخه ترلاسه شوی جعلي ګواښ لیک

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لېندۍ ۲۹ مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه ټول تهدید لیکونه او ګواښونه جعلي بللي چې اروپا ته کډه شوي افغانان یې له ځانونو سره لیږدوي تر څو د پناه اخیستلو لپاره د وسیلې په توګه ترې کار واخلي.

طالبان وايي چې د دغو هیوادوالو د تېښتې اصلي لامل د «کابل فاسد رژیم» دی، چې په خبره یې، ټول هیواد او هیوادوال یې له بحران او تحمل ناپذیره ستونزو سره مخ کړي دي.

په دې اعلامیه کې چې نن ټکی اسیا ته یې هم یوه کاپي رارسیدلې، طالبانو د ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې او نورو نړیوالو ارګانونو باندې غږ کړی چې چې دغه تهدید لیکونه هیڅ حقیقت نه لري او د مافیايي کړیو له لوري د پيسو په بدل کې جوړ شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي:

«اسلامي امارت د دې خبرتیا په وسیله په بهرنۍ نړۍ کې د مهاجرت او کډوالۍ ټولو اړونده ارګانونوته خبر ورکوي چې د اسلامي امارت په نوم کوم جعلي تهدید لیکونه چې د دغو کډو والو لخوا هغوی ته وړاندې کیږي هغه هیڅ واقعیت نه لري او دا هرڅه ورته د مافیايي کړیو لخوا د پیسو په مقابل کې جوړشوي، اسلامي امارت کې د کابل ادارې په شان خود سري او ټوپکسالاري نه ده حاکمه، بلکي ټولي چاري د اسلامي شریعت، لوایحو او اصولو له مخي اجراء کيږي، په اسلامي امارت کې فیصلي دقانوني محاکمو له لاري کیږي تهدیدي لیکونه، نه دود دي او نه هم حقیقت لري».

څه موده مخکې اسوشیټډ پریس اژانس په یوه راپور کې د دغه ګواښ لیکونو په اړه څیړنه کړې وه او ویلي یې و چې دغسي یو ګواښ لیک په افغانستان کې قاچاقبران د شاوخوا اته سوه ډالرو په بدل کې جوړوي.

نوموړي اژانس ته په ایټالیا کې یوې کډه شوې افغانې میرمن ویلي و چې دوی د همداسي یوه جعلي ګواښ لیک په واسطه وتوانیدل چې د ځان او کورنۍ لپاره سیاسي پناه تر لاسه کړي، خو دغه لیکونو ته اوس پناه ورکونکي هیوادونه او د مهاجرینو ادارې متوجه شوي او د شک په سترګه ورته ګوري.

باید وویل شي په اروپا کې د پناه ورکولو لپاره اساسي شرط دا دی چې باید په خپل هیواد کې د پناه غوښتونکي شخصي ژوند ته خطر متوجه وي، چې د همدې لپاره افغان کډوال له ځانونو سره د طالبانو ګواښ لیکونه او نور جعلي شواهد د ثبوت لپاره لیږدوي، تر څو په مټ یې ځان او خپلي کورنۍ ته پناه واخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې هم اسوشیټید پریس ته ویلي و چې دوی کله هم چا ته تهدید لیکونه نه دي لیږلي.

همدا راز ډیری هغه افغانان چې انګلیسي ژبه یې زده وي، د پناه اخیستلو لپاره داسي جعلي بهانې جوړوي چې ګویا دوی له بهرنیو ځواکونو سره ترجماني کړې او اوس یې ژوند له ګواښ سره مخ دی، چې په همدې لړ کې اکثره له درواغو ډکي کیسې او افسانې جوړوي. دغه کډوال د امریکايي ځواکونو او جنرالانو سره خپل اخیستل شوي انځورونه پناه ورکونکو هیوادونو او میډیا ته ښيي، چې له کبله یې په لویدیځو رسنیو کې د افغانانو او په ځانګړي توګه د طالبانو پر ضد منفي تبلیغات کیږي.

خو طالبانو په خپلې وضاحتې خبرتیا کې ټینګار کړی چې دوی د هیواد او هیوادوالو د مرستې، سوکالۍ او امنیت لپاره مبارزه کوي او زیاتوي چې هیڅوک باید په هغو تهدید لیکونو باور ونه کړي چې د دوی له ادرسه خپریږي.

نن ټکی اسیا ته رارسېدلې د طالبانو اعلامیه په لاندې ډول ده:

له افغانستان څخه د تیښتې کونکو هیواد والو په اړه د اسلامي امارت خبرتیا

د وروستیو ورکړل شویو رپوټونو پر اساس له هیواد څخه د هرې ورځې په تیریدو سره په زرګونو کسان اروپا او د نړۍ نورو هیوادونو ته تښتي چې ډیری شمیر یې خپل هدف ته تر رسیدو وړاندې په سمندرونو کې غرقیږي او یا هم له نورو ډول ډول ستونزو سره مخ کیږي.

د دغو هیوادوالو د تېښتې اصلي لامل په هیواد کې موجوده نا امني ، بی روزګاري او د کابل د فاسد رژیم په دولتی سیستم کې موجود اداري فساد دی چې ټول هیواد او هیواد وال یې له بحران او تحمل نا پذیره ستونزو سره مخ کړي.

د کابل د فاسد رژیم له لاسه دغه مهاجرت ته اړیستل شوي هیوادوال په بهر کې ځانته د پاتې کیدلو او هلته د یوه آرام ژوند د پیدا کولو په غرض له هر ډول ناقانونه او نامشروعو لارو چارو څخه استفاده کوي.

د همدغو ناقانونه او نامشروعو لارو څخه یوه هم ځانته داسې جعلي تهديد لیکونه جوړول دي چې ګواکی دغو کډوالو ته په هیواد کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د مرګ اخطارونه ورکړل شوي چې له امله يي د دوئ ژوند له ګواښ سره مخ دی .

اسلامي امارت د دې خبرتیا په وسیله په بهرنۍ نړۍ کې د مهاجرت او کډوالۍ ټولو اړونده ارګانونو ته خبر ورکوي چې د اسلامي امارت په نوم کوم جعلي تهدید لیکونه چې د دغو کډو والو لخوا هغوی ته وړاندې کیږي هغه هیڅ واقعیت نه لري او دا هر څه ورته د مافیايي کړیو لخوا د پیسو په مقابل کې جوړشوي، اسلامي امارت کې د کابل ادارې په شان خود سري او ټوپکسالاري نه ده حاکمه، بلکي ټولي چاري د اسلامي شریعت، لوایحو او اصولو له مخي اجراء کيږي، په اسلامي امارت کې فیصلي دقانوني محاکمو له لاري کیږي تهدیدي لیکونه، نه دود دي او نه هم حقیقت لري.

اسلامي امارت په داسې حال کې چې له هیواد څخه د تیښته کوونکو هیواد والو د تیښتي اصلي لامل د کابل فاسد رژیم بولي ټولو هغو هیواد والو ته چې د وطن له غیږې څخه د تیښتې په خاطر په سمندر کې د غرقیدو ، په بهرکې د اسارت او وژل کیدو له ټولو احتمالاتو سره مخ دي خبر ورکوي چې په خپل هیواد کې د معمولي ستونزو په زغملو سره د صبر او استقامت لاره غوره کړي او له ناقانونه مهاجرت او د اسلامي امارت د بد نامولو په خاطر هلته د جعلي تهدید لیکونو له وړاندې کولو څخه ډ ډه وکړي. اسلامي امارت د دې لپاره جهادي مبارزه کوي چي هیواد یې اباد او هیواد وال یې سوکاله، بسیا او د اسلامي نظام تر چتر لاندي پر امنه ژوند ولري، نو بناء هیڅوک باید د طالبانو او مجاهدینو خلاف په تبلیغاتو خطاء نشي، اسلامي امارت د خپلو هیوادوالو دمرستي او هوساینې لپاره خپل ټول کوښښ کړی اوکوي یې . والسلام

دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۷/۳/۹هـ ق
۱۳۹۴/۹/۲۹هـ ش 2015/12/20م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x