ټولنیزه برخه

د غزې مظلومیت زموږ دیوې ټولنیزې ګناه پایله ده

د غزې وروستی جنګ

د  ۲۰۱۲ کال دنومبر میاشتې په ۱۲ اسرائیلو په غزه برید وکړ چې د نومبر  تر شلمې یې اته ورځې دوام وکړ ، په دې جګړه کې چې اسرائیلو له  مختلفو جنګي الوتکو څخه په کې استفاده وکړه ، ۱۶۲  فلسطینیان په کې شهیدان او نږدې ۱۱۰۰ تنه ټپیان شول ، په فلسطیني شهیدانو کې دحماس دنظامي بخش ( کتائب عزالدین القسام ) مشر أحمد الجعبري هم وو ، په دې جګړه کې  دغزې واکمن فلسطیني ګروپ حماس په اسرائیلي ښارو تر ۲۰۰۰ډیر توغندي وتوغول ، چې د رسنیزو راپورونه له  مخې په کې ۵ تنه اسرائیل ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول .

 

داسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ دغه جنګ د نومبر په ۲۱ مه له هغه وروسته ظاهرا پای ته ورسېد ، چې کله دمصر په منځګړیتوب دواړو خواوو داوربند طرحه ومنله ، د نومبر په ۲۱ مه داوربند له نافذیدو وروسته  که له یوې خوا داسرائیلو دفاع وزیر ایهودبارک وویل چې جګړه یې ګټلې او خپل اهداف یې ترلاسه کړې له بلې خوا په غزه کې هم ګڼ فلسطینیان په جشن کوڅو ته راووتل او دفتحې مېله یې ولمانځله  .

دا چې دا جګړه چا وګټله ؟ هغه پوښتنه ده چې ښایي ځواب ورته ویل اسان نه وي ، دجګړې ګټل او بایلل له نظامي ، عقیدوي ، اخلاقي او رواني لیدلوریو مختلف مفاهیم لري ، خو که له نظامي اړخه وګورو چې په جګړه کې مهم  فکتور بلل کیږي ، نو دغزې اوسنی جګړه داسرائیلو په ګټه پای ته رسیدلې ده .

دتلفاتو له اړخه  دفلسطینیانو تلفات  داسرائیلو په نسبت تر  پنځلس چنده هم زیات دي ، په دې سربیره فلسطینیانوته  تر اټکل لوړ مالي زیانونه رسیدلي دي ، چې داسرائیلو په خوا کې له مالي زیانونه سره په هیڅ ډول دپرتلې وړ نه دي  ، اسرائیلو ته رسیدلی مالي زیان دفلسطینیانو د بریدونو له امله نه دی ، بلکې  دهغو مصارفو له امله دی چې دخپلو جنګي امکاناتو  دکارولو په وخت یې خرچ کړي دي ، په دې برخه کې داسرائیلو دنوي دفاعي سیستم ( اوسپنیز ګنبد ) دفعالیت مصارف دیادولو وړ دي ، چې هر دفاعي توغندی یې ۶۰  زره ډالره قیمت لري ، او په دې څو ورځنۍ جګړه کې یې باید دفلسطینیانو دهر راکټ  د دفاع لپاره دوه توغندي خوشي کړي وي .

دکتونکو په باور  دغزې له اته ورځني جنګ څخه دحماس زورآزمویل ، چې ویل کیږي په دې وروستیوکې یې نوي توغندي ترلاسه کړي دي ، دفلسطیني مبارزینو پوځي او اطلاعاتي امکانات تخریبول ، دکمپ دیويد ، سینا دښتې او رفح بندر دقراردادونو په اړه دمصر دنویو واکمنو دریځ امتحانول او په ټوله کې دفلسطین دقضیې په اړه دمصري اخوانیانو جاج اخیستل ، دغه راز دنوي توغندي ضد اسرائیلي دفاعي جال  عملي ازموینه داسرائیلو ستر اهداف وو ، فلسطیني مجاهدینو غوښتل له جنګي شرایطو په استفاده په اسرائیلو توغندویي ګوزارونه وکړي نوځکه یې دخپلو توغندوي بریدونو نوی  ریکارډ جوړ کړ او په یوه اونۍ کې په اسراېیل تر دوه زره فیره ډير میزایل وویشتل  ، د جګړ ې له پای ته رسیدو وروسته داسې ښکاري چې اسرائیلو  د محصورو فلسطینیانو په نسبت خپل اهداف په ښه ډول ترلاسه کړي دي  ، ښکاره ده چې دفلسطینیانو  مظلومیت او محکومیت   په درسته نړۍ کې دمسلمانانو دضعیف حال غوندې تاریخي عوامل لري ، او دهغه حدیث شریف  مصداق یې  بللی شو ( چې په اخره زمانه کې به کفار په مسلمانانو دبرید لپاره داسې راټولیږي لکه  له یوې کاسې دډوډۍ خوړلو ته چې راجمع کیږي ) خو که دظاهري اسبابو په تناظر کې ورته ګورو دفلسطینانو کمزوری جنګي دریځ  داسرائیلو په نسبت دهغه نامتوازن پوځي ځواک له امله دی چې په هیڅ ډول دپرتلې وړ نه دی ، او دپوځي توانمندي له اړخه  داسرائیلو همدا (برلاس ) دی چې نه یوازې یې فلسطین ترخې پایلې ګالي بلکې ټولې عربي او اسلامي نړۍ ته دخطرزنګ غوندې شرنګیږي .

دفلسطین او اسرائیلو دځواک موازنه

دفلسطینیانو په لاس کې هغه وسله چې اسرائیل پرې تهدیدولی شي یوازې هغه  خپله جوړ کړي توغندي دي ، چې په بازار کې له اخیستو پایپونو یې جوړوي ، منځ یې دحق سوق لپاره له پوټاشیم او امونیم نایټریټ څخه ډکوي ، او په سرکه یې دانفجار لپاره څه ټي این ټي باورد ورږدي چې دانداخت اعظمي حد یې تر  ۲۵کیلومتره پورې اټکل کیدای شي .

 

  • قسام  راکټ

 

قسام  هغه میزایل دي چې دحماس دپوځي څانګې ( کتائب القسام ) تخنیکي پوهان یې خپله جوړوي ، دا میزایل چې دقسام ۱   ، قسام ۲ او قسام ۳ په نامه بیلابیل ډولونه لري په پيل کې دفلسطیني پوهانو ( نضال فتحي اوشهید عدنان الغول ) لخوا طراحي او جوړ شول ، چې لومړی ځل د ۲۰۰۱ کال په پای کې له غزې په اسرائیلو وتوغول شول ، قسام توغندي  چې له ازاد بازاره له اخیستل شویو اشیاوو څخه جوړیږي ، ترټولو قوي راکټ یې قسام ۳ دی  چې ۱۰ کیلومتره لرې هدف ویشتلی شي .

 

  • القدس راکټ

 

القدس راکټ چې دفلسطین اسلامي جهاد ډله یې په واک کې لري او کله ناکله یې په اسرائیلو فیر کوي ، په اصل کې دروسي ګراډ توغندي کاپي ده ، چې فلسطینیان یې خپله جوړوي ، دا توغندی  چې ۶۶ کیلوګرامه وزن لري  په ۱۸ کیلومترې کې هدف ویشتلی شي .

 

  • د الفتح ګوند راکټونه

 

الفتح ګوند چې د اردن سیند په لویدیځه غاړه واک لري ، هم یو شمیر راکټونه په واک کې لري چې له دې جملې  دیاسر عرفات نامه ته منسوب  میزایل دیادولو وړ دي ، چې دفلسطینیانو په لاس کې ترټولو قوي راکټونه بلل کیږي  ، خو دالفتح ګوند تراوسه دا وسله په اسرائیلو نه ده کارولې نو ځکه دمؤثریت په اړه هم ډیر څه نه شي ویل کیدای ، په دې سربیره الفتح  د کفاح ، الاقصی ، ناصر او په نورو نومونو هم  یو شمیر راکټونه په واک کې لري دغه راز  دالبناء په نوم  دټانګ ضد توغندي هم دفلسطینیانو یوه مهمه وسله بلل کیږي چې  داسرائیلو دزمیني تعرض په مهال ترې استفاده کوي .

دفلسطینیانو په لاس کې موجوده لویه وسله  تقریبا په همدې کې خلاصه کیږي ، له دې پرته دفلسطینیانو وسله او نظامي توانمندي  له توکل محض ، سپکې وسلې ، لاسي لیندو او ډبرو څخه عبارت دی چې  د اسرائیلي  هوایي ، سمندري  او زغروال ځمکني ځواک مقابله ورباندې کوي  .

داسرائیلو او امریکا فشار ددې باعث شوی چې د منځني ختیځ له هیوادونو څخه هیڅ هیواد هم دې ته اماده نه دی چې په فلسطینیانو وسله وپلوري  ، همدا لامل دی چې له نیمې پیړۍ راهیسې فلسطیني مبارزین داسرائیلو زور او جبر ته په تش لاس ولاړ دي ، او په درنو قربانیو یې مقابله کوي  .

بالمقابل  اسرائیل په نړیواله سطحه  دنظامي ځواک او قوت له اړخه   یوولسم ځای لري چې دا دټولو عربي هیوادونو  په پرتله بي ساری ځواک دی ، په منځني ختیځ کې تراسرائیلو وروسته قوي هیواد مصر دی چې  په نړیواله کچه   اوولسم ځواکمن هیواد  بلل کیږي  .

داسرائیلو پوځي ځواک له فلسطینیانو سره هیڅ دموازنې وړ نه دی ، خو که دعربي نړۍ دترټولود ځواکمن هیواد( مصر )  په نسبت یې واخلو بیا هم اسرائیل په ځواکمن حالات کې قرار لري  دبیلګې په توګه دمصر او اسرائیلو د پوځي ځواک دموازنې شرحه په لاندې ډول ده .

دفاعي  بودیجه  :

مصر  :   ۲ اعشاریه  ۵  بلیون ډالره  

اسرائیل : ۱۸  اعشاریه ۷ بلیون ډالره

برحاله پوځ

مصر :        ۴۵۰۰۰۰   تنه

اسرائیل :   ۱۸۹۰۰۰  تنه

احتیاطي ځواک

مصر :  ۲۵۴۰۰۰

اسرائیل :  ۴۰۸۰۰۰

جنګي او استطلاعي الوتکې

مصر  :  ۱۲۳۰

اسرائیل   ۱۲۳۰

جنګي او نورې چورلکې

مصر :  ۲۴۳

اسرائیل  :  ۳۸۶

ثابت توغندي ویشتونکي او دهوایي دفاع تاسیسات

مصر :  ۹۳۵۷

اسرائیل  :  ۱۴۲۰۰

په دې سربیره هغه څه چې په منځني ختیځ کې یې د ځواک معادله ګډوډه کړې ده ، او اسرائیلو ته یې  دمنځني ختیځ په عربي هیوادونو پوځي برلاسي ورکړې ده ، داسرائیلو سره موجود  قاره پیما توغندي او مرموز اسرائیلي اټومي پروګرام دی ، داسرائیلو د ترټولو اوږد واټنی توغندی  ( جریکو ۳ ) یادیږي چې په اټومي انرژۍ الوزي او تر ۵ زره کیلومتره پورې مزل کولای شي ، داسرائیلو دپوځي برترۍ بل فکتور ددې هیواد دفاعي سیستم دی ، داوسپنیز ګنبد په نامه درادار او هوایي دفاع هغه سیستم چې له څوکلونو ورباندې اسرائیلو کار کاوو ، څو پایي تیر کال دغزې سره په حدودو کې نصب شویدي .

دا بحث مې ولې راپيل کړ

داسرائیلو او فلسطینیانو د وروستۍ جګړې په مهال  مې څو ورځې دجګړې حالات تعقیبول ، دغه راز ددواړو خواوو سیاسي او پوځي دریځونه  او مطبوعاتي  اطلاعات مې  هم  تریوه حده کتل ، د جګړې په ترڅ کې راته څرګنده شوه ، چې له دې سره چې فلسطینیان دایمان په وسله سمبال ، فداکاران  او دسیمې او نړۍ په کچه له ډیرې خواخوږۍ او ملاتړ څخه برخمن دي ، مګر بیا هم داسرائیلو بی ساری  تخنیکي او پوځي تفوق ددې لامل شوی دی ، چې جګړه داسرائیلو په ګټه او دفلسطینیانو په زیان پای ته ورسیږي  .

 موږ په دې ایمان لرو چې په جهاد کې دبریالیتوب لپاره اساسي شرط داللهي نصرت ملتیا ده ، خو ظاهري اسباب  ، وسله او جهادي وسائل تیارول او درلودل هم  دالهي ارشاداتو او نبوي احادیثو له  مخې  دجګړې دګټلو لپاره لازمي شرائط دي .

لکه څنګه چې وایي ( الدنیا بالوسائل لا بالفضائل ) که موږ دجهاد په اړه الهي فرامین او نبوي ارشادات سم مطالعه کړو ، نو لکه څومره چې په جهاد کې په توکل ، قوي ایمان درلودلو او کلک عزم ساتلو باندې تاکید شوی همدومره دجهادي اعداد او ظاهري اسبابو تیارول هم د اسلامي مجاهدینو لپاره ضرور بلل شوي دي .

الله تعالی د سورة الانفال په  ۶۰ آیت کې فرمایي   ( واعدو لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخیل ترهبون به عدو الله وعدوکم ( الایة )  تاسو چې څومره طاقت لرئ  قوت او آسونه  دکفارو دمقابلې لپاره تیار کړئ ، ترڅو دالله تعالی او خپل دښمنان ورباندې وویروئ  .

آسونه  خو دصدر اسلام دمهال جنګي وسیله وه چې اوس یې ځای ټانګ ، پوځي موټر ،الوتکې ، چورلکې ، بحري بیړۍ یا  اوبتل نیولی دی ، مګر دقوت په باره کې مفسرین وایي چې مراد ترینه  جنګي تدریب او د غشو ویشتلو تمرین دی ، چې اوس یې دکلاشینکوف ، توغندي ، یا بلې جنګي وسلې زده کړه بللی شو .

عن عقبة بن عامر يقول : سمعت رسول الله – صلى الله عليه وسلم – يقول وهو على المنبر : ( وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة) ألا إن القوة الرمي ، ألا إن القوة الرمي ).

دغشو ویشتلو دفضیلت په باره کې نورهم  خورا ډیر احادیث راغلي دي ، دغه راز دنبي کریم صلی الله علیه وسلم جهادي ژوند او دجهادي اسبابو جوړولو او تیارولو ته یې اعتناء دا په اثبات رسوي ، چې جنګي اسباب او وسلې جوړول او میندل له سترو دیني او جهادي فرائضو څخه دی  .

جهادي اسباب او وسائل خو هغه څه دي ، چې دامت دبقاء او عزت مسئله ورسره تړلې ده ، په عادي شیانو کې فقهاء فرمایي چې که دمسلمانانو دګنډلو یوې ستنې ته ضرورت وي ، نو دستنې جوړولو صنعت زده کول په ټولو مسلمانانو باندې فرض کفایي  لازم دي او که چیرې دمسلمانانو له منځه یې هیڅوک هم زده نه کړي ، نو دفرض کفایي دترک له وجې ټول ګنهګار بلل کیږي .

د غزې په جنګ کې دناکامۍ او په فلسطین او درسته اسلامي نړۍ کې دمسلمانانو دمظلومیت او محکومیت لپاره به شاید هرڅوک خپل خپل دلائل تراشي ، خو زما په باور ددې معاصر عامه محکومیت یوازیني علت زموږ ( مسلمانانو ) هغه ټولنیزه ګناه  ( دجهادي ټکنالوجۍ زده کړې ته نه اعتناء ) ده چې ټول په کې ککړ یو ، او له امله یې الله تعالی داسې ذلت راباندې مسلط کړی چې  ۷  میلیونه  یهود مو  دیونیم ملیاردي  اسلامي ملت په اوږو راسپاره دي ، خو داسې نر نشته چې چپ ورته وګوري .

آیا دامت په منځ کې دایمان والا نشته ، ایا دامت میندې  د غیرتمنو زامنو له زیږولو شنډې شوي دي ، آیا دعربي ځوانانو په رګو کې دخالد بن ولید ،محمد بن قاسم ، موسی بن نصیر او عزالدین قسام  وینې نه بهیږي چې داسې بده ورځ ده  ؟؟ نه امت هماغه امت دی ، خو. . .  خو تشه لاسه ته مې دښمن یې ..

موږ  الحمدلله  مسلمانان یو ، موږ غیرت لرو ،  موږ دایثار جذبه لرو ، خو موږ په ټولنیز شکل له ډیرې مودې  یوې ګناه ته ملاتړلې ، هغه داچې موږ له خپل دښمن سره موازي  د نوي ساینس او جنګي ټیکنالوجۍ دزده کړې او خپلولو ضرورت نه دی پيژندلی ، موږ  د ( اعدوا لهم ماستطعتم من قوة ) الهي امر ته لبیک نه دي ویلي ، نوځکه  مظلوم او محکوم پاته یو .

اسرائیل دجرمني اشپیګل مجلې په استناد په لسګونو اټومي بمونه او  توغندي لري ،اسرائیلو داسلامي نړۍ دهر پایتخت  په هدف  یو یو اټومي میزایل تیار توغولو ته اماده کړی دی ، چې یوازې دیوې ماشې راکاږلو ته اړتیا لري ،  هغه توغندي چې پنځه زره کیلومتره مزل کوي او تقریبا داسلامي امت ټول مهم ښارونه هدف ګرځولی شي ، دغه راز یې خپلې دفاع ته هم ډیره توجه کړې ، دا اوسنی دفاعي سیستم چې دغزې جنګ یې دهغه دازمویلو لپاره پیل کړی وو ، په ټوله دنیا کې منفرداو پرمختللی دفاعي سیستم دی  چې طراحي یې داسرائیلوپه نوم ثبت شوي او اوس یې  دهند ، سنګاپور او جنوبي کوریا هیوادونو هم ترې اخلي ، دې سیستم وکړای شول چې له غزې څخه توغیدونکي دفلسطینیانو  په سلو کې اتیا توغندي په هوا کې له منځه یوسي ، دا سیستم چې نه یوازې لنډ واټني توغندي دفع کولای شي ، بلکې دپیټریاټ سیستم د درلودو له امله  دمنځني واټن ، اوږده واټن میزایل ، بالستیکي توغندي او پردۍ الوتکې هم هدف ګرځولی شي ، اسرائیلو خپله  د ورځې ډوډۍ نیمه کړې او دملیاردونو ډالرو په خرچ سره یې  دادفاعي سیستم ترلاسه  کړی دی .

مګر موږ ( مسلمانان ) په داسې حال کې چې له هرې خوا راباندې را رغښتې ، او دتاریخ په ترټولو بد پړاو کې سلګۍ وهو ، لا هم  دخپلې دفاع او ځواک موندلو ضرورت ته متوجه نه یو ، موږ لا هم په دې اړه یوې کره پریکړې ته نه یو رسیدلي ، چې آیا نوی ساینس  او ټیکنالوجي  یو ضروري او مهتم بالشان علم دی او که نه دی ، موږ ته  دماقبل المیلاد یونانی منطق او هیئت علم ښکاري ، خو نوی جهادي ټیکنالوجي او ساینس چې موږ یې د نه درلودلو له امله  دهر ګبر او ترسا  بمبار او ظلم ته  تړلي یو ، لایې هم موږ دزده کړې ضرورت نه دی حس کړی .

په دې مابین کې حالات دې ته رسیدلي چې موږ ته دلمانځه مصلی  هم جاپان جوړوي ، اود ذکر تسپې هم راته هغه دهري چینایان جوړوي چې په الله تعالی هیڅ باور نلري .

په نړیواله کچه دښمنان لګیا دي په نویو موندنو سره  خپل پوځي امکانات قوي کوي ، دوی غواړي راتلونکي جنګونه کمپیوټري کړی لکه اوس چې کمپیوټري شوي دي ، همدا اوس هغه بې پیلوټه طیاره چې په هلمند او کونړ  کې  زموږ په مجاهدینو بمبار کوي ، کنټرولوونکی یې زرګونه کیلومتره لرې دامریکا په فلوريډا کې ناست دی ، که موږ همداسې بې تفاوته  پاته شو ، او له نويو ساینسي پرمختګونوسره ځان اشنا نه کړو ، نو راتلونکې جګړې مو سر له اوسه  بایللي دي ، که موږ بیدار نه شو په راتلونکې که به زموږ کیسه هم دفلسطینیانو غوندې وي ، زموږ مصنوعي میزایل به دامریکایي دفاعي سیستم لخوا په هوا کې خنثی کیږي ، موږ به په خپل کور او کلي کې دامریکایي بې پیلوټه الوتکې ښکار یو ، چې بیا به دجنګ  ، سولې او هرې معاملې پریکړه ددښمن په خوښه ټاکل کیږي ځکه چې ابتکار به ددښمن په لاس کې وي او موږ به لکه لاس تړلي اسیران خپل برخلیک دخپل بې رحمه دښمن په تندي کې لټوو .

دتجربوي علومو فرضیت او زموږ دنده

شهید مولوي نصرالله منصور به شاید ټول پیژنئ ، دتیر روس ضد جهاد په مهال دحرکت انقلاب اسلامي تنظیم دیوه  بخش مشر وو ، نوموړی متبحر عالم ، مدرس ، حافظ الحدیث  او ستر مفتي او ددیني علومو متخصص وو ، نوموړي  دعلومو ددیني حیثیت په اړه یوه کوچنی کتاب لیکلی چې نوم یې دی ( ښوونه او روزنه داسلام په رڼا کې ) داکتاب مې همدا اوس مخې ته پروت دی ، دکتاب په اتلسمه صفحه کې هغه علوم بیان شوي چې زده کړه یې په ټولو مسلمانانو فرض کفایي ده ، یعني دمسلمانانو له منځه یې یوه ډله باید خامخا زده کړي ، په دې برخه کې د  تبیین المحارم کتاب په حواله لیکي ( و اما فرض الکفایة من العلم فهو کل علم یستغنی عنه في قوام أمورالدنیا والدین  کالطب   والحساب  والنحو والصرف  و . . . . . . .  وکذا علم الاثار والاخبار والعلم بالرجال واسامیهم ، واسامي الصحابه وصفاتهم  والعلم بالعدالة بالروایة والعلم باحوالهم لتمیزالضعیف  من القوی والعلم باعمارهم  واصول الصناعات  والفلاحة والحیاکة  والسیاسة والحجامة .

ژباړه : او هرچې فرض کفایي علم دی نو داهر هغه علم دی چې ددنیا دکارونو په قوام  کې ورته ضرورت لرو او ضرورت موورباندې رفع کیږي ، لکه طب  ، حساب ، نحو ، صرف داسې نور ډیر علوم  دغه راز داثارو ،اخبارو ، رجالو او دهغوی په نومونوعلم ، دصحابه کرامو دنومونو او صفتونو علم ، داحادیثو د رواتو  او دهغوی په عدالت علم راوستل ، درواتو داحوالو او دقوي او ضعیف دتمیز علم ، ددوی په عمرونو  علم ،  دغه راز دصنعتونو دقاعدو یا قوانینو علم ، ددهقانۍ علم ، داوبدلو علم ، دسیاست علم  او دوینې ایستلو علم  .

شهید منصور صاحب وروسته لیکي ( دفقهاء کرامو په دې تفصیل کې که هرڅوک تامل او فکر وکړي نو هرومرو به دا وپيژني چې داسلام دین داسلامي ثقافت  او لوړ مدنیت دڅانګو او رشتو څخه دهرې څانګې او رشتې د متخصصینو موجودیت  فرض ګڼلی ، په دې هم فقهاء تصریح کړې چې که چیرې مسلمان دستنې جوړولو ته اړ وي اوپه مسلمانانو کې دستنې جوړونکی نه وي نو ټول مسلمانان دفرضو پریښودلو په ګناه کې شریک ګرځي .

دعلومو له ډلې څخه هر ګټورعلم  له کفایي فرضو څخه ده او تبحر په کې مستحب دی ، دقلب په معالجه کې تخصص کفایي فرض او تبحر په کې مستحب دی ، همدارنګه دپټرولو راایستلو  علم او دهغوی لپاره دځمکې دطبقو پیژندلو ( جیولوژي ) او نفتو دراایستلو ، د آلاتو ترتیب ،  تصفیه  او نور چې یوازې دپټرولو دراایستلو  او اماده کولو علم  تراتیا پورې مختلفې برخې  او پړاوونه لري  چې دهرې برخې تخصص یې فرض کفایي دی ، دغه رنګه  دطب  ، زراعت په ټولو څانګو ، نوي صنعت او اتوم په برخه کې او دصنعت ترهوایي او بحري ټولو برخو پورې په دې علومو کې  تخصص او زده کړه یې فرض کفایي ده )  

له لوړ بحث څخه معلومه شوه ، چې نوي علوم چې دانساني پرمختګ او رفاه  دپوړۍ زینې بلل کیږي لکه ، فزیک ، بیولوژي ، کیمیا ، هندسه ، ریاضي ، کمپیوټر ساینس ، ځمکپوهنه ، اټوم پوهنه ، داینجینرۍ بیلابیلې رشتې ، دطب بیلابیلې رشتې  او ټول مشروع معاصر علوم  چې مسلمانان ورته په صنعت ، پرمختګ او له سیالانو سره په سیالۍ کې اړتیا لري  دکفایي فرضیت حیثیت لري ، او که مسلمانان ورته اعتناء ونه کړي او زده یې نه کړي نو دالله تعالی په نزد به ورباندې  ګناهکار وي .

ددې لپاره چې دغزې ، فلسطین ، چیچنیا ، افغانستان  او برما دمظلومیتونو غوندې  له اضافه محکومیت څخه نجات پیدا کړو ، لازمه ده چې لومړی خپله دا ټولنیزه ګناه درک کړو ، چې ددښمنانو په نسبت موږ دنویو علومو زده کړې ته لږ توجه کړې ، له دې بعد باید هره هغه هڅه وستایو ، چې  داسلامي امت دساینسي پرمختګ لپاره کیږي ، ساینسي علومو ته نه یوازې په خپلو ښوونځیو او پوهنتونونو کې وده ورکړو ، باید ددیني علومو په مدارسو کې هم دنویو علومو ابتدائي کتابونو داخل کړو .

اخروي دنیا ( اخرت ) خو مو دخپل برحق دین له برکته له دښمنانو ګټلی دی ، خو راځئ دا دنیا هم ترې وګټو ، څنګه چې دا دنیا دارالاسباب او دارالوسائل دي نو موږ کولای شو یوازې یې ددنیوي اسبابو دسیالۍ له مخې ترې وګټو ، که مسلمانانو نوي صنعت ته وختي پام کړی وای او دخپل نړیوال  ځمکني او سمندري حریم دساتنې لپاره یې  قاره پيما توغندي ، الوتک وړونکې بیړې ، اټومي اوبتلونه  ، فضایي څارونکې سپوږمکۍ ،اټومي توغندي  او دتوغندي ضد ډال سیستمونه درلودلای هیڅکله به  دبریتانیا عیسویان په دې نه وای توانیدلي ، چې زموږ  مصر ، فلسطین ، جزیرة العرب ، او نورې خاورې لاندې کړي هیڅکله به اروپایي یهودانو دا زړه نه وای کړي چې  له سمندرونو راووړي او زموږ په لومړنۍ قبله  باندې  قبضه وکړي ، او زموږ په منځ کې په مقدسه خاوره ترټولو ظالم هیواد جوړ کړي .

که موږ نوی صنعت او ساینس وختي زده کړی وای نن سبا موږ کولای شوای چې یوازې دتیلو دصادراتو دبندولو  له امله هم  امریکایي  الوتکې له بمبار او اورپایي کارخانې له صنعت څخه  محرومې کړو ، خو نه  موږ نوی ساینس ته په یوه ضروري علم ویلو قائل نه یو نوځکه ترخپلو پښو لاندې تېل هم بهر نه شو رایستلای  ، او دژوند په هره برخه  کې حتی دجاینماز او د ذکر دتسپو ترصنعت پورې  ترکافر چین او جاپانه  تړلي یو ، نوځکه دشاعر داخبره راپورې ښه لګیږي چې

همدا مو حال دی دبل اور کې سکاره شوي یو موږ

له کوم ساعت چې له سیالۍ په کاله شوي یو موږ

دغه B دوه پنځوس چلیږي دخلیج په تیلو

لکه کبان خپلو غوړو کې پاخه شوي یو موږ

والی المشتکی وبه نستعین

___________________

یادونه : دالیکنه په څرک مجله کې هم نشر شوې ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x