نظــر

دغزني دمحلي حکومت بنسټ اېښودونکی!!!

لیکوال: قاضي اسدالله (عزت)
لیکوال: قاضي اسدالله (عزت)

لیکوال: قاضي اسدالله عزت

دغزني محلي حکومت بنسټ اېښودونکی پياوړی الپتګین د (۲۶۷ه.ل) کال په شااوخواکې زیږېدلی دی، دځوانۍ پرمهال دساماني احمدبن اسماعیل لخوا دمریې په توګه وپيرودل شو اوبیا په ډېر لنډ وخت دغور، ځیرکتیا اوښې پوهې له مخې دشاهي ساتونکي پوځ (ګاردشاهي) په لیکوکې ځای پرځای شو.

الپتګین داحمدبن اسماعیل له مړیني څخه وروسته دهغه (احمدبن اسمعیل) دزوی نصر لخوا ازاد کړای شو اوبیا دنصر زوی نوح لخوا الپتګین دښه ځېرکتیا، زړورتیا، پوهې او وفادارۍ له مخې دځینوشاهي قطعاتو مشر (قومندان) وګماره، چې نوموړی بیاله لنډې مودې وروسته د (حاجب الحجاب) لوړې رتبې ته ورسېد.

د (۳۴۵سپوږمیز) کال د روژې دمیاشتې په اوږدوکې (بکر بن مالک ) دخراسان دپوځ مشر بخارا ته ولاړ او الپتګین یې ترهغو کلکه مقابله وکړه، ترڅویې (بکر بن مالک) وواژه. دهمدې پیاوړتیا او زړورتیا له مخې امیر عبدالملک دی دبلخ حاکم وټاکه؛ خو ده قبول نه کړ، بیا وروسته امیرعبدالملک دټول خراسان دپوځ مشر او دشمالي افغانستان والي وټاکلو، چې دا مقام یې د۳۴۹ سپوږمیز کال په اوږدو کې قبول کړ. کله چې په ۳۵۰سپوږمیزکال د شوال په میاشت کې امیرعبدالملک ساماني ومړ او دشاهي پوځ لخوا دهغه ځای ناستی دهغه ورور منصور وټاکل شو، الپتګین وړاندې له دې چې منصور په تخت کېني وزیر بلغمي ته لیک واستاوه او په لیک کې یې ورته ولیکل: د امیر کوچنی زوی دباشاهۍ اوسلطنت وړتیا لري؛ خو وړاندې دلیک له رسېدو څخه منصور په تخت کېنول شوی و. ،دا چې الپتګین په منصور راضي نه و اومنصور هم په دې پوهېده، چې دالپتګین نه خوښېږم؛ نو منصور له یوه مهارت څخه کار واخېست، هغه داچې دخراسان ولایت یې ابومنصور ته وسپاره. امیرمنصور ابو منصور وهڅاو، چې د امو دسیند لاره دالپتګین په مخ وتړي، کله چې الپتګین دامو سیند غاړې ته راورسېد؛ نو وضعیت ورته خطرناک ښکاره شو او له بخارا څخه یې صرف نظر وکړ بلخ ته راستون شو. (۱)

امیر منصور په الپتګین پسې د اشعب بن محمد په مشرۍ له دولس زرو څخه زیات پوځ ولېږو، دواړه لښکړې د۳۵۱ سپوږمیز کال دربیع الاول په میاشت کې دخلم درې ته نږدې سره مخامخ شوې، چې له یوې کلکې جګړې وروسته الپتګین بریالی شو. په دغه جګړه کې الپتګین دامیر منصور څوصاحب منصبان او د منصور ماماهم ونیوه. (۲)

الپتګین بیا دغزني په لور حرکت وکړ، چې هغه تر دې وخته پورې د امیر منصور د واک له حوزې څخه بهرو. الپتګین غزني ته ورسېد، دغزني حاکم ابوبکر لاویک یې دتورې په زور  ورورسته له څلور میاشتې اېسارېدو ورورسته له غزني څخه وشاړه، پخپله یې دامیریت  (محلي بادشاهۍ) اعلان وکړ او دیوه خپلواک محلي حکومت بنسټ یې په غزني کې کېښود. (۳)

بیا امیرمنصور د ابوجعفر په مشرۍ شل زره پوځ پسې را ولېږو؛ خو ابوجعفر ماتې وخوړه. د ابوجعفرله ماتې وروسته امیر منصور د دوستۍ ټینګېدو په موخه الپتګین ته ټولې نیول شوې سیمې وسپارلې. (۴)

بیا الپتګین دبست کلا او دکابل یوه برخه ونیوله؛ خو ژوند ورسره یاري ونه کړه. دواکمنۍ دوره یې ډېره لنډه وه، نوموړی د۳۵۲سپوږمیز کال دشعبان دمیاشتې په شلمه نېټه له دغې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او ومړ.
***
اخستنې:
۱ــ ۲ــ۳ــ غزنوي سلطان محمود۴۸، ۴۹ او۵۲  مخ
۴ــ طبقاب ناصري۴۳ او ۷۳مخ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x