
ځیني قلمونه دقاتلانو اولوټمارانو په چوپړ کې
په دي دروغژنو دعوه کوونکیو کې ترټولو ډیر پړه اوبد انسانان دقلم څښتنان دي ، ځکه دوی د ځان اونورو په دروغو ، لوټماري او وژنو پرده غوړوي ، ساده مسلمان دروهي او غلطوي ، ظالم مظلوم او دولس خیر خوا معرفي کوې ، دغلو اولوټمارانو ننګه کوې د ولس قاتلان تبرﺉه کوې اوپاکوې اوبل لورته مظلوم غندي او دهیواد رښتیني زامن په ډول ډول تورونو تورنوي اودومره ستر جنایتونه او دومره لوی جرمونه د شخصي ګټو په نیت او سپکي دنیا په تمه ترسره کوې په داسې حال کې چې دا دنیا په دکانداري او تجارت سره هم ترلاسه کیدلی شي ، دا دنیا دبدن په خولو او دمټو په سیک سره هم ترلاسه کیدلی شي ، خو دا خدای خوار کړې یې دایمان ، وجدان او ضمیر په بیه ترلاسه کوي ، دوی په قلم سره دنثراوشعرپه زور دقاتل ، غله اولوټمار ملاتړ کوې . .
دا خبرې مې د هیواد په هغو ځوانو لیکوالانو پورې راونښلولې چې نن سبا په ځیني هیوادنیو او یا غربي رسنیوکې په کارونو بوخت دي ،د دوی ځیني په دومره اخلاص او صمیمیت سره د غرب او امریکایانو چوپړ وهي چې له رسمي دندو پرته دانټر نیټ دټولنیزواړیکو په ویب پاڼوکې هریو صفحي ، بلاګونه او ګروپونه لرې ، څو اوباش او دلویدیځ په ښارونوکې بیسیواده ټیکسي ډریوران یاد هوټلونو چپړاسیان یې ملګرې کړي وي ، چې هغوی په پښتو حروفو خپله ژبه هم نشې لیکلی ، په اصطلاح دا لیکوالان او شاعران یې چې د چا له لورې په بحث کې راګیر کړل شي او دتیښتي لاره یې ورکه شي بیا نو کوم بد اخلاقه او بیسواده ملګري ته اشاره ورکړې هغه نو سترګې پټې اوخوله وازه کړې او په انګلیسې حروفو پښتو ښکنځل پیل کړې ، او دلته بیا میدان دوی ته پاته شې او دبحث ګټونکي هم دوی وي . ځکه دومره سپکه او دومره دضمیر او وجدان سودا دچا په ځا پیرزوده اوبل له هغو اوباشو او بیسواده ټیکسیوانانو سره بحث اوخبرې ګټه نلرې .
په غربي رسنیوکې په اصطلاح ځیني ژورنالستان او لیکوالان دومره بي بندو باره او دومره بیحیا دي چې اسلامي نوامیسو او دیني شعاﺉرو ته سپکاوی العیاذبالله د دوی ورځنی دنده ګرځیدلې ده ، هغوی په څو ځانګړیو مقدسو دیني اصطلاحاتو دومره زړور دي چې العیاذ بالله دهغو سپک یادول په هغوپورې خندا اوتمسخر دوی ته ساده خبره بریښې ، دوی په نوم عالم سپک یادوي ، دوی جهاد په مطلقه توګه غندي دوی شهید او غازي په ناوړه القابو یادوي ، دوي جنت اوحوري دټوکوترپولو راښکته ککړې . العیاذبالله ثم العیاذبالله . اوکه په دي اړه کومه دیني مسﺉله څوک ورته وکړې هغه د ټاپي په نوم په مسخرو واخلي …. زه دوی ته دومره وایم چې په تاسو کې چې کوم اسلام ته ګروهمن یاست ستاسو د حکومت په ستره محکمه کې کوم ستاسو اندوال ملا صاحب د دې موضوعاتو په اړه پټ او غلی وپوښتﺉ چې هغه څه درته وایې . اقلا دوی دمسلمانانو زامن او ځانونه مسلمان بولې نو دخپلي ګروهي په اړه باید یوڅه محتاط واوسې او داخبرې مو هغوی ته دیوې مشوري په توګه وړاندې کړې ، دوی باید دولس دغم او ویر په دروغژنه دعوه سره خپل قلمونه د قاتل ،لوټماراوغلو په دفاع کې ونه کاروي . دقلم عفت او درنښت ته باید احترام وکړي . .
اوخپلو متعهدو او د اسلام د دین داعیانو وروڼو ته دا مشوره ورکوم چې پښتانه وایې تر لویې والي ټوپ وهونکی ته په وړه واله ټوپ وهل اسانه وي ، له دوی سره په بحثونو او خبرو اترو کې تاسو خامخا په اسلامي اوپښتني ادابو مستقیم اوسﺉ ، دقلم عفت او درنښت تل خوندې او ساتلی لرﺉ ، له منافقانو ، کفارو او بیلاري خلکو سره دپیغمبر صلي الله علیه وسلم چلند له سیرت نه په دقیقه توګه ځان ته معلوم کړﺉ او له هغه نه یو ویښته هم یوه بله خوا مه کیږﺉ ، په خدای قسم کوم چې دپیغمبر په لاره ګامونه کیښودل انسان جنت ته رسوې او دادبریالیتوب لاره ده . غوره اخلاق او دقلم عفت د درنو کار ده انساني غوسه او وختي غضب اوقهر مو باید له خپلې مستقیمې لارې کاږه نکړې او په دي لاره کې به مو الله مل وي .