حاجي فرید: مسیحۍ رولا مونږ ته قرآن راښيي

حاجي احمد فرید

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لېندۍ ۲۹ مه، ۱۳۹۴ل): د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې غړي حاجي احمد فرید د جمهور رئیس غني د میرمن په هغه نظر تاسف څرګند کړی چې په قران کریم کې يې د رجم حکم په اړه څرګند کړی و.

میرمن رولا غني له یو سیمه ییز تلویزون سره په مرکه کې ویلي و چې د محصن زاني لپاره د رجم یا سنګسار سزا په قرآن کریم کې نه شته. د بي بي ګل په اند هر څوک چې د عقیدې له مخې د رجم او سنګسار حکم تطبیقوي، تیروتنه کوي.

خو ښاغلی فرید د بي بي ګل په څرګندونو نیوکه کوي او وايي چې رولا غني د هغه کتاب (قرآن کریم) تفسیر شروع کړی چې پخپله پرې ایمان نه لري. نوموړي په خواله رسنۍ کې په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي:

«زه اوس وپوهیدم دا میړه یې [اشرف غني] چې اپلتی وایي دازده کړې یې د رولا نه کړي، خو په یو څه به د رولا مخالفت هم ورسره پیدا شوی وي چی ده حسین د خدای زوی وباله او هغی عیسی علیه السلام».

حاجي احمد فرید تاسف ښيي او وايي چې «افسوس زمونږ د مسلمانانو په حال چې مسیحۍ ښځه مونږ ته زمونږ د دین درس راکوي».

د ګډحکومت له پیل سره اشرف غني او بي بي ګل پرلپسې په دیني او شرعي موضوعاتو کې داسې څرګندونې وکړې چې د خلکو حساسیتونو او توند غبرګونونه یې راوپارول. رولا غني تېر کال د اکتوبر په ۳۰مه له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې «د فرانسې د حکومت له خوا پر نقاب بندیز ستايي او پلوي يې کوي».هغې نقاب لرونکې مسلمانې ښځې له «ړندو» سره ورته بللې وې.

هېره دې نه وي چې د جمهور رئیس میرمن «رولا غني» د عیسویت دین پيروه ده او د اسلام په مبارک دین، حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) او قرآن کریم باندې ایمان نه لري.

تبصرې (4)

  • السلام علیکم
    5سال دوره ریاست جمهوری فعلی در همین خواهد گذشت که آیا رولا به بی بی گل تبدیل شده یا خیر ما را دیگر نمیتوانید به این مسایل فرع مصروف نمایید. آنچه عیان است چه حاجت به بیان است. مردم افغانستان فرد فرد شما از کار فرمایان تا منتقدین این مقطعه تاریخ خود را خوب میشناسند. بیان کردن اینگونه موارد جز ضیاع وقت چیزی بیش نیست.

  • (فسادرکن پاغونده است) داهغه جمله ده کله به چی مجاهدینو دوردګو ولایت دسیدآباد په ولسوالی عملیات کول نو دهر راکټ دشارت سره به یی په لوډسپیکر کشی داسی ناره کوله (دپاغوندی زویه ورته ټینګ شه درغی) پاغونده دسیدآباد دولسوالی دمونشی دمور نوم وو کوم چی دهمدی ولسوالی اوسیدونکی وو اکثره مجاهدینو دمکتب له دوری څخه ورسره پیژندل اوهمځولی یی وو ،خوهغه عسکر چی دنورو ولایاتو وو ددی کلمی سره آشنا نه وو چی پاغونده څه شی دی او څه مفهوم لری کله به چی جنګ خلاص شو عسکر به مونشی ته راغلل او ورته ویل به یی (مونشی صاحب فساد درکون پاغنده است؟ نواوس هم زما په فکر ټول فساد په هغه چا کشی دی چی ټول جهان په خاصه توګه مسلمانان یی ډیر شه پیژنی چی غواړی داسلام مبارک دین په هره وسیله ،او دهرچا په واسطه چی وس یی ورسیژی له منځه یوسی او لدی څخه بی خبره دی چی (انا نحن نزلنا الذکر واناله لحافظون)

  • حاجی فریده حقیقت ولی نه وایی ستا د اسلام تیکه دارانو او د جهاد او مقاومت با جگیرانو او د اسلام په نامه طالب ترو رستانو او انتها ریانو د اسلام له نامه تجارت او سودا گیری او دکانداری را اخیسته ده په خدای شرم دی چه خپله مسلمان بولی تا سو اسلام سپک او وشرماوه شه می په یاد ده کله چه ولسی جرگه کی وی تا او ستا د اسلام پتنگانو لکه سیاف ........ کرزی ..... او دطالب د وخت مشرانو د دالر و له پاره #### او چاپلوسی او غلامی مو امریکه او یهودیانو او عیسو یانو ته کوله یوه ورح دی هم د ولسی جرگه معاش او دالر دی پری نشود خو افسوس کله چه خلکو اویا امریکایانو او یا کرزیانو رایه او ولسی جرگی ته د رایه پیدا نکره په پل خشتی جومات کی د جمعی له مانچه نه مخکی لافی او پتاقی دی وهلی او بیا کله چه سیاف مردارخور سترگی برگی او اخطار یی درکه نو بیا لکه######## په والله تا ستا د اسلام با جگیرانو او طالبی ترو رستانو داسی اسلام ته زیان ورساوه اما رولا غنی او عیسویانو نه رسولی تاسو اسلام پتنگانو او د اسلام با جگیرانو د اسلام او جهاد په نامه چور چپاول غلاوی د دولت بیت المال حیف میل #########حتی د عام وژنی او انتهاری او عام وژنی لپاره له یوه غریب او معصوم ماشوم نه استفاده کول او د واسکت په ملا تزل په کوم جای د قران شریف کی را غلی له خدای ج نه و شرمیژی له پیغمبرانو نه و شرمیزی تاسی خو نه پشتون ولی نه اسلام ولی او نه افغانیت لری تاسو سیا فیان او شورای نظاریان او دوستم یان او نوریان په والله ###############################

  • انډیواله له خبرو دداسې مالومیږي چې د ئیزم شاګرد او یا پالونکی استاذیې ، دا خو ستاسې دباغ مڼې دي که تاسې
    د کارګري انقلاب پلویانو دوه ملیونه افغانان نه وی وژلي او کودتا مو نوی کړې نو اوس به دا مردارې نه وي !
    خوله د پټه ونیسه سر په غار ومنډه چې د حساب وخت مو را نږدې سوی دی !

    دطالب مقایسه او برابرې له نورو سره داسې خیانت دی لکه د ستاسو کار ګري انقلاب! چې دکور، کار او ډوډۍ په
    ځای مو اولس ته بې کفنه او بې غسله ګور ورکه !!

    پته پټه پټه ................ یې ونیسه ظالمه !