دیني، سیرت او تاریخ

یوبل ته ډالۍ ورکول مینه زیاتوي

یوه بل ته ډالۍ اوتحفې ورکول نبوي سنت ده ، دا نبوي سنت مینه زیاتوي ، پردې سره نږدې کوي ، خپه وروڼه سره پخلا کوي ، دزړونو قلفونه خلاصوي ، سخت زړونه نرموي او دخلکوپه منځ کې مینه اومحبت خپروي . داسې پریمانه نبوي سنت شتون لرې چې هغه دزړونو په نږدېکولو کې پوره ونډه لرې خو که دا سنت دهغه امتیان عملي اوپلې کړي ، په دي لیکنه کې موږ د خدای دستر پیغمر صلی الله علیه وسلم په دي مهم سنت خبرې کوو چې هغه یوه بل ته تحفه اوډالۍ ورکول دي .

موږ افغانان داسنت دیوه دود په توګه هم لرو ، مسافرچې له سفره راستون شي خامخا خپلوانو اوملګروته تحفي اوډالۍ راوړي داراز خورلڼه چې دپلار کره ورشي یا یې کوم خپلوان ورشي نو ډالۍ ورکوي اوداسې نور . زما دلیکني ارموخه داده چې داسپیڅلی سنت موږ باید په شرعي توګه وپیژنو او له نبوي لارښوونو سره یې سم عملي او پلی کړو په دي توګه به مو خپل دود شرعي چوکاټ ته اچولی وي او د هم خورما اوهم ثواب په څیربه مو دوه ګټې ترلاسه کړې وي . 

په دې لړکې لومړی هغه مشهور روایت را اخلم چې د تحفي اوډالۍ په باره کې راغلی ده او ما دخپلې لیکني عنوان هم له دې حدیث شریف نه توږلی ده ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : تاسو یوه بل ته تحفې ورکوﺉ څومو په خپلو کې مینه پیداشي . تَهَادُوا تَحَابُّوا رواه البخاري في الأدب المفرد، ومالك، وصححه الألباني 

دکم اوډیر شي تحفه 

.رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله هم خلکوته تحفې اوډالۍ ورکولې او له خلکو یې هم اخیستلې ، هغه ته به که چا هرڅومره کم شی په تحفه کې ورکړ هم ده به اخیست او ویل به یې : لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لأَجَبْتُ، وَلَوْ أُهْدِىَ إِلَىَّ ذِرَاعٌ أو كراع لَقَبِلْتُ ، رواه البخاري، 
یعني که زه تش وزرته وبلل شم ورځم ، داراز که ماته تش وزر یا دمال پښه په تحفه کې راکړل شې قبلوم یې ، ذراع دپسه یابل څاروي وزرته وایې او کراع یې لینګي ته وایې اوهغه لینګی چې له غوښې خالې وي . علماء وایې د دي مطلب داده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هرڅومره کمې تحفي اوډالۍ ته هم په درنه سترکه کتل او منله یې او خلک یې دې ته هڅول چې هرڅومره کمه ډالۍ وې هم باید درنه وبلل شې او ډالۍ ورکونکی خپه نکړل شي . 

متاسفانه زموږ په ټولنه کې دایوه ستونزه شته چې کم شي ته په درنه نه ګورو که یوچاته کم شی په ډالۍ کې ورکړل شې نو وایې په دې شرمیده هم نه اوداسې نور … اودا شرعا غلط کار ده دخدای پیغمبر تش وزر هم قبلاوه . داراز که موږ یو څوک میلمه کړو اوښه خواړه ورنکړو بیاهم میلمه خبرې کوې وایې په سپیره شیروا یې کینولم ، هغه نه و او دا نه وو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لأَجَبْتُ ، له غوښو خالې لینګې ته که زه وبلل شم خامخا به ورشم . 

د زکات اوډالۍ توپیر 

رسول الله صلی الله علیه وسلم زکات نه اخیست او ډالۍ یې اخیستله ، لکه په حدیث کې راغلې دي :وعن أبي هريرة ـ رضي الله عنه ـ : كان رسول الله – صلى الله عليه وسلم – يقبل الهدية، ولا يأكل الصدقة ، رواه أبو داود . امام ابن حجر وایې په دې اړه بیخې نورډیر حدیثونه هم راغلې دي او امام ابن عبدالبر وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم دزکات شی نه خوړ او تحفه اوډالۍ یې خوړله ، د دي لامل داو چې تحفه یوه ښیګڼه ده او تحفه ورکونکی په مقابل لورې باندې احسان نه باروي اوپه زکات کې دا ستونزه شته ، ځکه خو په زکات کې احسان بارول لویه ګناه بلل شوې ده لکه په سورت بقر ه کې دا موضوع څیړل شوې ده . 

په تحفه اوډالۍ ورکولو کې خورا زیات اجر اوثوابونه پراته ده په یوه روایت کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : څوک چې یوچاته دسپینو زرو څه ورکړې یا دپیو شی (غوا میږه او….) یالار ور وښیې دومره اجر لرې لکه یومریی چې ازاد کړي . عن البرآء بن عازب ـ رضي الله عنه ـ: أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: من منح منيحة ورق ، أو منيحة لبن، أو هدى زقاقا كان له كعتق رقبة رواه أحمد .

نور بیا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x