نظــر

د کندهار په ټرانسپورټ ریاست کې د فساد څو بېلګي

لیکوال: محمد سلطان شریفي
لیکوال: محمد سلطان شریفي

محمد سلطان (شریفي)

د ټرانسپورټ ریاست ټوله بندرونه د نجیب احمدي لخوا د یو شخصي جایداد په توګه دولتي مسؤلینو ته د ټېکې او سرقلفی په شکل ورکول سوي دي.

په کندهار ولایت کي د ټرانسپورټ ریاست ریس نجیب احمدي د شاولي کرزي د یو خزاندار په توګه وظیفه اجرا کوي، ځکه خو يې د یاد ریاست ټوله بندرونه د یو دولتي ارګان په توګه نه بلکي د یو شخصي جایداد په توګه هر میاشت د یو معین او ټاکل سوي عدد پیسو له مخي په ټېکه ورکړي دي، چي زه يې په لاندني جملو کي په واضح توګه درته تشریح کوم.

لومړی:- په ټرانسپورټ ریاست کي نجیب احمدی ټول هغه عواید چي یوازي یې د ۵ بندرونو څخه په لاس راوړي، د میاشتي ۹ لکه افغانی د سیلو د بندر د آمر صاحب صدیق الله چي د انجیب د اکا زوی کیږي، څخه اخلي.

دوهم:- هره میاشت د کابل د دوراهي د بندر د آمر صاحب حاجي نصیر څخه ۱۲ لکه افغانی اخلي.

دریم:- د ښوراندام بندر آمر چي حاجي نوید نومیږي، د هغه څخه د میاشتي ۹ لکه افغانی اخلي.

څلورم:- د سپین بولدک له آمر نه چي محمد هاشم نومیږي، د هغه څخه هره میاشت یو میلیون افغانی اخلي.

پنځم:- د سرکاري باغ یا کوتل مورچې بندر آمر صاحب چي حاجي قیوم نومیږي، د هغه حخه د میاشتي ۳ لکه افغانی اخلي.

اوس نو د دې پورته بندرونو له امرینو څخه علاوه، د یاد ریاست ټوله مامورین هم په ترتیب سره د ټرانسپورت ریس نجیب احمدي ته له ۵۰۰۰۰ افغانیو څخه نیولې بیا تر ۲۰۰۰۰۰ افغانیو پوري ورکوي.

د نجیب احمدي عواید یوازي له دې ۵ پنځو بندرونو د امرینو او مامورینو څخه چي تقریبا په هر بندر کي په اوسط ډول د ۵ کسانو مامورینو څخه نیولې، بیا تر ۷ کسانو پوري وظیفه اجراّ کوي، د شعبې د مصرف په نوم د درې کسو اداري معاونینو لپاره، هر یو لکه امان الله جان مدیر د محاسبې، حاجي احسان الله مدیر مالي و اداري او حاجي ظاهر جان مدیر منابع بشري ته د هر بندر آمر مجبور او مکلف دی، چي دوی ته هره میاشت د کتگوری پر اساس اجرات وکړي، چي هغه هم په لاندي ډول دي.

لومړی:- ۵ بندره مجبور او مکلف دي، چي د نورو په پټه یو لک حاجي امان الله جان ته ورکړي، ځکه دا د ده شخصي دي.

دوهم:- دوه لکه افغانی د شعبې د مصرف په نوم ورکوي، چي دا بیا د درې واړه سره تقسیموي.

دوستانو او زما د پاڼي مینوالو، د ښاغلي احمدي په اړه زما نورو راپورنو ته په تمه اوسی. د دې ښاغلي په اړه زما تحقیقات هم په زغرده دوام لري او ډېر ژر به يې د شاولي کرزي سره سره اصلي څهره ټوله افغانستان او بلخصوص کندهاریانو ته ورښکاره کړم، ترڅو هغه بابک چي څه موده وړاندي يې په پلازماینه کابل کي په نمایشي توګه د لوړو زدکړو تر عنوان لاندي شیطاني ځاله افتیتاح کړل، د هغه زړه هم به خوشحاله سي.

د ټرانسپورټ ریاست یو بل فساد!

موږ همدا اوس راپور تر لاسه کړ، چي په کندهار کي تقریبا ۵۳۰۰ ټکسي موټران چلیږي، او پدې کي یوازي ۳۰۰۰ زره یې ثبت سوي دي او هغه نور ۲۳۰۰ یې هوایي چلیږي.

هوایی پدې معنی چي ثبت او د ښارې ټکسي اسناد نلري، ځکه نو د کندهار ولایت د ټرانسپورټ ریس نجیب احمدي د هغو ۲۳۰۰ بې اسنادو موټرانو څخه پر هر موټر هره میاشت د ټوکن په نوم ۲۰۰ افغانی اخلي، چي هيڅ نوع قانوني جواز نلري او برعکس دا پیسې د بیت المال او دولتي غزانې پر ځای د نجیب احمدي شخصي جیب ته ځي.

ایا د کندهار د ولایت مقام خبر دی، چي په ټرانسپورټ ریاست کي يې څه روان دي؟

ایا د کندهار د ولایت مقام خبر دی، چي په ټرانسپورټ ریاست کي يې څه روان دي؟

د کندهار ولایت پر نړیوال هوایي ډګر باندي ۳۴ ټکسیان چلیږي، لاکن د دې ټکسي وانانو د ټولو قانوني مراحلو د طی کولو سره سره بیا هم هر ټکسي وان مجبور او مکلف دی، چی د هري میاشتی په پای کي د ټرانسپورټ ریاست مدیر محاسیبې امان الله جان ته په پټه د میاشتی ۱۰۰۰ افغانۍ ورکري، کنه د پیسو د نه ورکولو په صورت کي به د ټرانسپورټ ریاست لخوا د میدان د سپرلیو د لین څخه وشړل سي.

موږ د کندهار د ولایت مقام والی صاحب همایون عزیزي او مرستیال يې عبدالعلي شمسي څخه هیله کوو، چي د ترانسپورټ ریاست و پراخ فساد ته چي د ټول کندهار سوداګر او موټروانان يې سخت ګواښلي دي، جدي پاملرنه وکړي.

د یادوني وړ ده، چي نجیب جان احمدي د ټرانسپورټ ریاست سره سره د معارف ریاست په مشرتابه کي هم د مظلوم کندهار پوره یو نسل ځوانان د تعلیم او ښوونیز نظام د رڼا څخه بې برخي پرېښول او د یتیمانو د مکاتبو په پیسو يې ځانته په عینو مینه کي د مځکي پر سر جنت جوړ کړی دی.

انشا الله که خدای کول، د یتیمانو مال هیچا ندی نوش کړی او درڅخه پاته به سي، ته صبر کوه.

هی هی د بابک زامنو، هیڅکله به مو فاسیدي چهرې د مظلومو کندهاریانو څخه پټي او په امن کي پاته نسې، او بیا به هیڅکله په کندهاري ټولنه کي د عامو افغانانو په شیان عادي ژوند ونکړی، ځکه تاسو زموږ په ټولنه کي تر هر قیسم بدنامو خلګو منفوره او د کرکي وړ خلګ یاست. نه پوهېږم، ولي مي دا زړه همدا راته وايې، چي د مفسیدینو د زوال وختونه راروان دي او د ظالمانو کمبله مخ پر ټولیدو ده. انشا الله!

په درنښت محمد سلطان (شریفي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x