
ولسمشر غني سبا اذربايجان ته ځي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني د يو پلاوي په ملتيا د اذربايجان پلازمېنه باکو ته ځي.
اذربایجاني رسنیو ويلي چې افغان ولسمشر به د لوړ پوړي پلاوي په ملتيا سبا سه شنبه دغه هېواد ته سفر وکړي.
په اذربايجان کې افغان سفیر وايي چې له ولسمشر سره به په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر، د سوداګرۍ وزیر، د ملی امنيت سلاکار، د کار او ټولنیرو چارو وزیر او د ماليې وزیر هم ملتيا کوي.
په ارګ کې د ګلخانې ماڼۍ وياند سید ظفر هاشمي هم د ولسمشر د سفر تاييد کړی، خو جزييات يې نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې په بلخ کې د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان تر منځ د خبر اترو کنفرانس هم ترسره شو.
تر اوسه نه ده څرګنده، چې ولسمشر به په باکو کې د کومو موضوعاتو په اړه وغږېږي.