د نن سرلیکنه

سیاسي ډلبازۍ څومره د هیواد له ثبات سره مرسته کولای شي؟!

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: دوې ورځې وړاندې د پخوانیو جهادي تظیمونو یوشمیر غړیو د افغانستان د حراست او ثبات په نوم نوې شورا جوړه کړه.

ياده شورا چې له ډیره وخته راهیسې یې د استاد سیاف په محوریت د جوړیدو هلې ځلې روانې وي بالآخره د ښاغلیو اسماعیل خان، یونس قانوني، بسم الله محمدي، عبدالهادي ارغندیوال، عمر داودزی ،عبدالروف ابراهیمي او فضل هادي مسلمیار په را یوځای کیدو سره تأسیس کړای شوه .

د ګډ حکومت تر جوړیدو وروسته چې په هیواد کې د مرګ ډلې په شمول یوشمیر نویو جنګي ډلو سر را راښکاره کړ د ثبات او حراست په نوم شورا يي هم یوه ناچله کړئ ده .

که څه هم چې د یادې شورا متصدیان استدلال کوي چې دوی د هیواد وروستي بحراني وضعیت د ثبات او حراست شورا جوړ ولو ته اړیستلي ، خو د دوی استدلال ځکه ناسم دی چې په سیاسي لحاظ ټول همدغه له پامه لویدلې ښاغلی د هیواد د سیاسي زعامت په مختلفو پړاوونو کې څو ځله آزمایل شوي .

دا ښاغلي افغان ولس ښه پیژني چې له تیرو ۲۶ کلونو راهیسي هغوی په یوه اوبل نوم د هیواد په سیاسي واک کې پاتې شوي او د دوی د کرغیړني واکمنۍ په دوره کې افغان ولس د خپل ژوند تر ټولو له بدو ورځو سره سره مخ شوي.

خپل منځي کور ورانوونکي جګړې ، د یوه موټي هیواد په شمال اوجنوب ویشل کیدل او تر خارجي اشغال لاندې د هیواد راتلل ټول او … د د دوی دواکمنۍ محصول دي.

همدغه ښاغلي چې اوس د افغانستان د ثبات د اوحراست په نوم سیاسي تشکیلات اعلانوي د ټولو نومونه د افغانستان د بي ثباتي د اصلي عاملینو ، د عامه شتمنیو د غاصبینو او د بشري حقونو د ناقضینو په حیث د بشر ي حقونو له مدافعو ټولونو سره د جنګي مجرمینو په نوم ثبت او د هغوی تر تعقیب لاندې دی .

دا چې خپله همدوی د هیواد د بي ثباتي او د عامه شتمنیو د سلب او نهب(چور) عاملین دي نو ثبات او حراست به بیا څرنګه د دوی په لاس راشي ؟

د هیواد په دې بحراني وضعیت کې ترمختلفو نومونو لاندې دغه ډول نوي سیاسي تشکیلات له تنظیمي تورم او د هیواد له مزیدې بي ثباتي پرته بل هیڅ ګټه نه لري او نه هم دوئ دا هڅه د افغانستان د ثبات او حراست په خاطر کړی.

د پخوانیو تنظیمي جګړه مارانو له لوري د افغانستان د ثبات او حراست په نوم د نویې شورا اعلانول د هغوی د ځان مطرح کولو او سیاسي امتیاز اخیستلو ترڅنګ د هیواد سیاسي وضعیت د لا بحراني کولو په هدف تر سره کیږي او دا هغه هدف دی چې امریکایان یې په افغانستان کې د ګډ حکومت تر کمزوري واکمنۍ لاندې تر سره کول غواړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

سیاست یو سپیڅلی اصطلاح ذه د ټولنی ، حتی کورنی حتی د یو فرد ورځنی چاری په ډیره منظمه ، مثبته او سمه لیار ( چه هغه اسلام او اسلامی نظام دی ) تر سره کوی خپل ځان ، خپله کورنی ، خپل خپلوان ، دوستان د خپل کلی ، د نورو کلیو ، ښارونو او هیوادونو او ټول نړیوال د عدل او انصاف ژوند ته بلنه ورکوی د عامه امنیت او عامه سعادت غوښتونکی او پلی کونکی وی همدغی ته سیاست یا اسلام وایی سوله د اسلام بل نوم دی سوله له سیاسته ممکنه نه ده ، انسانان چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x