نظــر

د اوچت اومقدس مورال لرونکی د جنګ ګټونکی وی

بسم الله الرحمن الرحیم

 د قاری صاحب  حبیب  لیکنه چه د غزه د مسلمانانو په مظلومیت یی لیکلی وه ډیره ښکلی او اموزنده وه خوښه می شوه ،زړه می  وو چه زه  هم څه تبصره پری ولیکم ، خو خبری می  له تبصری زیاتی وی  د قاری صاحب  په لیکنه  می خپل نظریات ، وړاندیزونه او نیوکی نوری هم  ور زیاتی کړی :
ددی خبری سره  چه مونږ باید  که بالمثل نه وی نزدی وسله  ولرو ،  سل په سلو کی د منلو وړ  خو زما ( خو ) په دی کی ده  چه مونږ د نړی په  مخ  یوه اسلامی هیواد کی هم سیاسی قدرت او یا اسلامی حکومت  نه لرو  ،

زمونږ  د ټولو اسلامی هیوادنو مشران سکولریست ایزمیان او  لاسپوڅی دی  چه په مجاهدینو  له اصلی بادارانو  ډیر ظلم کوی او هر مجاهد  جلا جلا پیژنی او د منځه وړلو  د پاره اسانی لیاری ، پلانونه او  وسیلی په واک کی لری   او بادرا  یی  هم  تر شا ولاړ دی    د هغو دوه مخو له له امله  ټول مجاهدین په غرونو،  یا په زندانونواو یا له خپل ملکه تښتیدلی   ،بی هیلی او ناتوانه دی ، نه وسلی لری او نه یی د اخستلو د پاره روپی لری .
دمجاهدینو توانمندی د لاسپوڅو سره  ممکنه نه ده  ، اسراییل او امریکا خو وروسته خبره ده . نو څرنګه به ممکنه وی ، چه مونږ  د جهاد او د فاع د پاره بالمثل او یا ورته وسله او تکنالوجی ولرو ؟ او که جهاد تر هغی وځنډوو چه مونږهم  بلمثل او یا ورته وسله ولرو ؟
 ټول کارونه  به د موجوده شرایطو له مخی کوو  څه چه لرو هغه به کاروو مونږکه د یوی خوا  خارجی استعمار په مقابل کی  د فاع کوو د مسلمانانو د ذهنیتونو روښانول  به هم کوو تر څو په اوږد مهلله وخت کی  د خپل هیواد د سیاسی قدرت د خپلولو   جوګه شو . د سیاسی قدرت له خپلولو وروسته     مونږ کولی شو چه  د وسلو جوړونه باندی کار وکړو ډیر معقول نظر دی مګر هغه وخت اوس نه.
خو دا بیا هماغه ( د چرګی او هکی قیصه شوه) زه هم سل په سلو کی  په خپله خبره ټینګار نه شم کولی . له بده مرعه  مونږ اوس وروسته شوی یو ،  دا وروسته والی ډیر عوامل لری  او له دغو عواملو  ډیر زمونږ پوری تړلی خو ځینی عوامل  له بهره په مونږ تحمیل شوی  او  زمونږ د د منځه وړلو د پاره کار کوی تر دی  چه زمونږ خپل منځی کمزوری هم د هغو خارجی  پلانونو له امله   دی .
 هغوی ډیر منظم او مونږ ډیر بی نظمه یو ، مونږ واحده رهبری نه لرو   خو دا بی نظمی او نه رهبری  تصادفی  نه دی  او یواخی زمونږ  د خودسریو  او ناپوهیو  پوری اړه نه لری چه  زمونږ هر څوک نن بیلی بیلی فتوی او بیلی بیلی قوماندی ورکوی  او او او….
په رشتیا هم   د نړی مسلمانان لکه  یتیمان داسی دی  هر څوک یی په څپیړو وهی ،  نه په خیټه ماړه ، نه په پښو څپلی او نه په سر خولی لری ،  د غریب سړی  خو همدغه بدمرغی وی چه  هر څه یی ګډو وډ  ، مخکی او وروسته وی  .
مونږ دا منو چه په   مادی لحاظه مونږ  تر هغی کمزوری یو چه نور بی هیلی شو ، خو دا چه  نه بی هیلی کیږو  قران مونږ له بی هیلی توب منع کړی  یو بی هیلی توب  شرک  او کفر دی  دا معنی لری چه مونږ  په الله ج حساب نه کوو  او مادی قوتونه له الله ج پورته ګڼو . د
ا هم د الله ج ازموینه چه هر څه مسلمانانو ته ډیر اوچت او  ناممکن ښکاره شی  خو د ایمان په زور ممکن او تر لاسه  شی،صبر او د  زړه ټینګول  د  ا یمان نښه ده .  مونږ  د وسلو جوړولو په خاطر سنګر نه شو ایله کولی  ، او کومی وسلی چه مونږ جوړوو دشمن به له هغی نوری قوی وسلی چوړی کړی  او له ټولو مهمه دا چه  دشمن  به مونږ وسلو جوړولو ته کله پریږدی .  
ښه به دا وی چه  اوس وخت کی په الله ج توکل  او دایمان په زور  له دشمنه وسلی واخلو  او څه په روپو رانیسو  لکه د روسانو مقابل جهاد کی  چه مو وکړو  او اوس هم  هماغه زمکه او هغه اسمان دی .
  مهمه خبره وسله  نه ده ، جنګ وسله نه کوی   جنګ وسله چلونکی کوی او وسله چلونکی  هله وسله ښه چلولی شی  چه اوچت او مقدس هدف  ولری او دغه مقدس هدف  د جنګیالو او میړنو  مورال  اسمانونو ته اوچتوی  د مورال جګوالی  د  بریالیتوب نښی  دی .  
همدا کار د روسانو وخت کی عملی شو  او د امریکایانو مقابل کی روان دی .
نو اوس  ستاسی قضاوت چه  په اوسنی جنګ  کی حق د چا په خوا او د چا  مورال پورته او د چا ښکته دی ؟
زمونږ د ګران هیواد جنګ د نړی اولنی او یواځنی جنګ دی چه اول ځل د ۲۲ کمونستی ملکونو سره او اوس د ۴۸  سکولریستی هیوادونو سره جنګیږی  ، وسلی یی مساوی نه دی ، سیاسی قدرت یی هم په لاس کی نه شته او هغه چه د مقاومت په سنګرونو کی ناست دی څو زرو ته یی  شمیر نه رسیږی مګر  د همدغه پرمخ تللو لکونو  فوځیانو سره  د هغوی د ټولو بیشرفته کمبیوتری وسلو او وسیلو سره سره بیا هم  د روسانو مقابل کی بریالی شول او اوس هم  د  ټولی نړی د اشغلګرو په مقابل کی د بریالیتوب په در شل کی دی   په نظامی کی یی ماتی خوړلی له  سیاسی فریب کاریو  کار اخلی لکه څوک چه سیند اخستی هوا ته لاسونه  اچوی .
 الحمدالله بی هیلی نه یو .  الله ج لرو ،په چا موظلم نه دی کړی  د ظالمانو مقابله کوو،  د  ژوندی پاتی کیدو له حقه دفاع  کول د هر ذیروح طبیعی حق دی   ،نو  زمونږ هدف او مورال اوچت دی.
   مونږ محدود  وخت په دی نړی کی ژوندی یو ، الله ج  فرمایی  هماغه  بار وړه چه وړی یی شی .  مهمه نه ده چه مونږ فلسطین او افغانستان ازاد کړو ، مونږ به هغه کوو چه په دی اوس وخت کی مو وسه کی وی . مونږ ته الله ج  د دی ژوند د احتمالی بریالیتوب او د دایمی ژوند د همیشه بریالیتوب  ژمنه کړی ده  د الله ج د رضایت لاسته راوړل  بریالیتوب دی  که د هغه ذات رضا ته په هره وسله او وسیله  رسیږو ځان به رسوو.

هو دا  خبره سمه ده   ، که  سیاسی قدرت تر لاسه کړو او بیا هم  د خپلو وسلو  ، مهماتو او نوری تکنالوجیو او پرمختګونو  په غم کی   و نه اوسو مونږ ملامت یو .   او س وخت  زمونږ مسولیت هماغه ،  چه څه په لاس کی لرو ، نور به الله ج ته  دعاګانی او منتونه  کوو .  د تاریځ داوږدو  د حق او باطل چګړو مقایسه همداسی وه   د حق اړخ  تل ډیر کمزوری خو اخری بری د مسلمانانو وو الله ج فرمایی (تاسی بریالی یاست که تاسی مومنان یاست )، الله ج دلته  د وسلی قوت د بریالیتوب شرط نه دی ټاکلی  ایمان یی  د بریالیتوب   شرط ټاکلی او وسله لرل  په دوهم قدم کی  ده .
زه د هغو لیکنو سره چه  هغه د مجاهدینو د بی هیلی توب او د مورال رالویدلو سبب کیږی  او اصلاحات یی هم د امکان له سرحده بیرون وی  په اوسنی شرایطو کی موافقه نه لرم . مونږ په معنویاتو اول تکیه  او په مادیانو وروسته خیال ساتو .

په درناوی

( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x