د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار

د هلمند مرستیال والي: ولسمشره! هلمند د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لېندۍ ۲۹ مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولایت د والي مرستیال «محمد جان رسولیار» په هغه پرانیستي لیک کې چې د فیسبوک له لارې یې اشرف غني ته استولی، د دې ولایت په امنیتي وضعیت ویر کړی او ژورې اندیښنې یې څرګندې کړي.

ښاغلي رسولیار په هلمند کې امنیتي ځواکونو ته اوښتو درنو تلفاتو ته په اشارې د دې ولایت وضعیت « د افغانستان په کچه لوی ناورین» بللی.

د هلمند مرستیال والي په دې لیک کې ولسمشر ته په خطاب کې وايي چې که څه هم پوهیږي چې هغه د خپل طبعیت له مخې ډیر ژر له کنټروله وځي او غوسه کیږي، خو زیاتوي چې د ناچارۍ له کبله یې فیسبوک ته مخه کړه او له دې لارې یې هغه ته لیک واستاوه.

په دې لیک کې ښاغلی رسولیار په اشرف غني غږ کوي چې «ولسمشره! هلمند د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی». نوموړی کاږي چې د هلمند په وروستیو جګړو کې ۹۰ سرتیري وژل شوي دي، خو په وینا دا یوازینۍ پېښه نه ده بلکې هره ورځ دا لړۍ دوام لري.

نوموړی اعتراف کوي چې د نوزاد او موسی قلعه ولسوالیو له سقوط سره په هره ولسوالۍ کې لسګونه سرتیري، شوبلې، رنجر موټرې، سلاوې مهمات او ډي سي توپونه طالبانو ته ورپریښودل شوي، او خواشیني څرګندوي چې هیڅوک مجازات او مکافات نه شول او نه له چا څخه پوښتنه وشوه.

دغه لیک چې په اصل کې ولسمشر ته د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه راپور دی، کاږي چې د قوس په ۱۲مه د غرمې په یوه نیمه بجه د دوی ځواکونه له خانشین ولسوالۍ څخه ووتل او ولسوالۍ یې طالبانو ته ورپریښوده.

د هلمند مرستیال والي شکایت کوي چې ځواکونو ته په وخت ډوډۍ او مهمات نه رسیږي او نه یې زخمیان په وخت تخلیه کیږي. رسولیار په دې لیک کې د بهرنیو ځواکونو له مرستې څخه هم مایوس ښکاري او زیاتوي چې د بهرنیانو هوايي قواوې یې لازمه مرسته نه کوي.

محمد جان رسولیار په ولسمشر غږ کوي چې که هلمند یو ځل د طالبانو لاس ته ولویږي بیا یې بیرته نیول «خوب دی، خیال دی او محال».

ښاغلی رسولیار وايي چې د ذوالفقار د عملیاتو قومندان «خالق خان» په تېرو جګړو کې د عملیاتو پر ځای تبلیغات کړي او د امنیتي ځواکونو د بریاوو هغه راپورونه چې نوموړي ورکول حقیقت نه لري. د رسولیار په وینا، له دغو ناسمو تبلیغاتو څخه د خالق خان هدف د دفاع وزارت مرستیالۍ ته ځان رسول و.

دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی افغان چارواکی په دومره جرئت د طالبانو د پرمختګونو او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې په درنو تلفاتو اعتراف کوي او د ډامن امنیت ټول پخواني راپورونه په کلکه ردوي.

نن ټکی اسیا د هلمند د مرستیال والي «محمد جان رسولیار» له خوا ولسمشر اشرف غني ته استول شوی لیک کټ مټ نشر ته سپاري:

———

(لایکلف الله نفسا الی وسعها الایه)

جلالتماب دافغانستان داسلامی جمهوریت ولسمشراودوسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ته!

دافغانستان په کچه دلوي ناورین کیسه درته کوم.

پوهیزم چي ډیر بوخت یی اوپه شپه ورځ کې اتلس ساعته کارکوي،دطالب تروریستانو څخه نیولې دکورنیو سیاسې چوکۍ غوښتونکو مخالفینو او بهرنیوجنجالوسره لاس اوګریبان یی، خو څه وکړو ځکه چي وروستۍ چغه موترتاسو پورې دی اوتبیت دي هم ښه راته مالوم دی چی ډیرژر غوسه کیږې،که زما لیکنه خپله ولولې اویا یی کوم سلاکاردرته دروړې نوپوهیږم چي له کنټروله به ورته ووځې اوسخت به راباندې عصبانې شي، خوناچاره یم نوځکه مې سوشیل میډیا/فیسبوک ته مخه کړه.

زه دیوه مسلمان افغان اومسول شخص په توګه دخپل مسولیت لمخې وروستۍ غږ ترتاسو رسول غواړم.اوپه دی هم پوهیزم چی فیسبوک یی سمه لاره نده خو په تیرو شپږو میاشتو چی زمونز پدی ولایت څه تیرسول هغه ترتاسوشاید اوباید ونه رسیدل.

جلالتماب ولسمشره هلمند دګړنګ پرغاړه ولاړ دی:

اوستاسو راتګ ته اشده اړتیا لیدل کیږې.

دقوس/لیندۍ ۲۷/۲۶ نیټه په دوه ولسوالیو(ګرشک اوسنګین)کې ترنوي ۹۰ځوانانو تلفات اوپه مقابل کې یی بې تفاوتې دالله ج او دهغه ددغه ښکلې اوبې مثاله مخلوق په وړاندې ستره اونه جبیره کیدونکې جفابولم،البته داسې تلفات یوه ورځ ندې چی تیر شي اوهیر شي بلکې دورځې په حساب مو همدا سوداګرې جریان لرې.

داسد دمیاشتې په وروستیو کې کله چی دنوزاد ولسوالۍ سقوط وکړ په لسګونو ځوانان،شوبلې، رنجران،سلاوي،مهمات اوحتی ترډې سې توپ پورې مو دشمن ته پریښودل،بیا دیوي میاشتې په تیریدو مو دهمدومره خسارې په ګاللو دموسی قلعه ستراتیژیکه ولسوالۍ هم دلاسه ورکړه،خوتردي مهاله نه څوک مجازات شول نه مکافات اونه دچاڅخه پوښتنه وشوه،مونږ دهرې ولسوالۍ پرسقوط اویا ترمخه د خپل مسولیت لمخې،دسیمه ایزو ارګانونودخپلواکې ادارې څخه نیولې او بیا ترامنیت شورا پورې مو غږ رسولی دی،

ورپسې په لنډ وخت کې دښمن دښارڅلورمې حوزې ته پښې را اوږدې کړې او لښکرګاه ښار تمام عیار دخطرسره مخ شو،چی والیصاحب دښاردساتلو په برخه کې نه هیریدونکی هڅې کړیدې،دعقرب/لړم په لومړیو کې دښمن پرمارجې برید وکړ دسیستانې څخه نیولې پراخې شنې سیمې یی لاندې او زمونز ځواکونه یی په ولسوالۍ،قوماندانۍ او داردو او دعامه نظم په کنډکونو کې کلابند کړل دولسولۍ عمومې لاره دمرکز سره پرې شوه او تردی مهاله یی دفرعې لارو اودشت لخوا اکمالوو.وروستۍ سقوط مو دخانشین ؤ چی دقوس په ولسمه دغرمې په ۱:۱/۲زمونز ځواکونه ورڅخه راووتل.پدې ترتیب مونز ته یوه امن ولسوالۍ په ټول هلمند کې پاتې ده چی هغه ګرمسیر ده. او ناوه او نادعلې هم عملا دتریخ ناور ،چاه انجیراو بغرا لخوا ترتهدید لاندې دی.

تیره شپه موپه سنګین او دګرشک په میرمنداب اوزنبلې کې سختې جګړې ترشاه پریشې چی دتلفاتو ارقام یی لوړدرج دی.
پدې ترتیب سره چی ځواکونو ته په وخت ډوډۍ،مهمات نه شو ورسولای او دټپیانو اوشهیدانو تخلیه نه کیږې اوبهرنیان هم ترهغهو په ایسارکې څارکوی اومرسته نه کوی کله چی ولسوالۍ یا پوستې سقوط شي بیا یی پرسر کاذبانه پروازونه کوی او زمونز وسایط شمارې چی څومره ددشمن په لاس ورغلل.

جناب عالیقدر ولسمشر همداشیبه چي تاسوته لیکنه کوم سنګین دسقوط په درشل کې ده او تیره شپه یی تر۴۴پوري تلفات لیدلې خو ترتاسو څوک حقیقت نه درسوي اوس دشمن پربازار او دولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ برتعمیر شدید جنګ پیل کړی زمونز دسنګین په لوا کې داتوان نشته چی هغه حمایه کړې یواځې اویواځې سترګې موستاسو خواته دی هیله ده چی سنګین اوبیا هلمند وژغورل شی.ځکه هلمند کندز ندی چی له هوایی ډګره به پرې ورکوزشي اوبیا به بیرته ترلاسه شی، هلمند همواره شنه او دچریکې جګړو لپاره مناسبه اوبیرته لاندې کول یی خوب دی خیال دی اومحال…اوهغه سیمې چی موتردی مهاله دلاسه ورکړی بیرته ندی نیول شوي.

هیڅوک نه غواړې موقف له لاسه ورکړې اودکرسۍ دبقا لپاره هرشخص محافظه کارې کوی خو زه نورچپ نشم پاتیدلای ځکه دتیر کال راهیسې ترنن چی کوم ځوانان وژل شوي اویا وژل کیږې دوي هم کوردرلود بچیان لرې او زړه یې غوشته چي ژوندي پاتې شوي واي، دوي خپلې وینې نذرانه کړې چی مونز ژوندې پاتې شو اوزمونز ننګ ناموس اوځمکنۍ بشپړتیا خوندې وي، خو مونږ باید ددوی له پاکو وینو سره جفا ونکړو.

ددی بدبختیو اصلې عامل دذوالفقار دعملیاتو قوماندان خالق خان دی چی زه اوزمونز دسیمې مسولین اوس ورته ذوالفقارخان وایو، هغوی ځان ددفاع وزارت مرستیالۍ ته پرې ورسولو اوهلمند یی دمرګ له کومې تیرکړ.هغوی یواځې تبلیغات وکړل نه عملیات…

یاربه زمونز ځواکونو ته بری ورکړې

نوټ:زمونز ټول وخت په مرکزې اوولایتې کچه په جلسوکې تیر شو راځی چی نورعمل وکړو.

دحوصلې څخه مومننه

درنښت

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

(لایکلف الله نفسا الی وسعها الایه)
کاشکي په همدې آیت مو عمل کړی وو ، يعنې هر مؤمن او مسلمان د خپل وس موافق مکلف دی چې د الله تعالی تقوی اختيار کړي او په شرعي حکموتو عمل وکړي .
تاسې چې د کفري اشغال دفاع کوئ او د کفر او اشغال بقاء غواړئ الله تعالی ته به مو څه ځواب وي ؟

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د ګړنګ په سر نه د پل صراط په سر ولاړ دی ، یعنی د الهی ازموینی اخری شیبی دی څوک به کامیاب ، له پل صراطه به په پوره امن او بی له کوم خوف او حزن حخه د تل د پاره چنتو ته ځی هغوی به هغه کسان وی چه د الله ج په وحدانیت به پوره باور لری او د اوامرو او نواهیو اطاعت به یی کوی د الله ج په لیار کی به په سر او مال قرابانی ورکوی له مرګه به نه ډاریږی مرګ به له دوی ډاریږی یعنی د الله ج سره د ملاقات… نور لوستل »

نعمان
میلمه
نعمان

نو ته څوک یې چې دالله ج په استازولی دلته خبرې کوي.
دا تبصره دې باید پاکستانیان ولولی چې حد اقل یو مډال خو در کړي

بیغمه شه ستاسو #####په وس نده پوره چې هلمند ونیسی هسی دسیسه درته جوړه وي او په یووار مو د اثاما کندې ته ټیل وهي انشا الله

waliatal
میلمه
waliatal

dasi khabari chi sok da islam din ba zad kawi aw da musalmanano barya na gaware gila tri neshta zaka doy da gharbi tahzib pa aobo menzal sha wi aw pa aqal ye parda da doy ta kha bad aw bad war ta kha khkari