شعـــــرونه

دا حالات چاته د زغم وي؟

noor-mohamad-ghafori-547x350نورمحمد غفوري –

په هېواد کې مو چې شپه او ورځ مـاتم وي!   =  نو به څه شوق د وصال او د صنم وي؟

په وطن چې اور بل شوی، دود جګـــیـږي    =   چې بې غمه ناست وي، کله به آدم وي؟

پـــــه اوږو چـې د زامـــنو جـــنـازي  وړو   =  خود به جوړې ویالې، د سترګو نم وي!

بـیســـــواده چې حـــــاکـم، عـــالم ګــدا وی   =   دا وضعیت به نو د چـا په فکر سم وي؟

چې چوکۍ په مـــیراٍثي ډول تقــسیــم شـی =    اې ځوانانو دا حالات چـاته د زغـم وي؟

چې ملـــت پـــــه اتـفــاق قـــدم وانخـــــــلي   =     نـو په بــرخه به یې خــود، دایـم الم وي

چې یې توان د ادارې  د مــنصب نـــه وي  =  نــاپوهان بـه وي چې بیا ورتـه اړم وي؟

که (بــدلون) تــه لاس وا نه چوو مــلګــرو   =  (تــــداوم) به مو د ژوند تـر پایه غم وي

که مو بام پرې تکیه نه شي، ستون څه کړو  =  نــــړوو بې! کــه اول او کــه پنـځـم وي

که دا علم، صداقت معیار د سنج شي     =   (غفوري) به نـو له چانه کله کم وي؟
۱۰ / ۱۲/ ۲۰۱۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x