نړۍ

په سوریه کې د حزب الله جګپوړی قومندان سمیرالقنطار وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د لبنان د شیعه ګوند حزب الله یو جګپوړی قومندان سمیرالقنطار د سوریې د پلازمېني دمشق په سویلي برخه کې د راکټي برید په ترځ کې وژل شوی دی.

حزب الله رسنیو ته ویلي چې القنطار د اسرائیلو په هوایې برید کې وژل شوی.

په سوریه کې د بشارالاسد رژیم د حزب الله د جګپوړي قومندان وژنه تایید کړي خو د اسرائیلو هوایې برید ته یې اشاره نه ده کړي او ویلي دي چې سمیرالقنطار په یوه تروریستي برید کې وژل شوی دی.

حزب الله په خپله خپره شوي اعلامیه کې ویلي : تېره شپه پاو بالا لس بجې د صیهوني دښمنانو جنګي الوتکو د دمشق په جرمانا ښار کې د اوسیدولو پر یوه ودانۍ راکټي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې سمیر القنطار او ځیني نور سوري وګړي ووژل شول.

نن یکشنبه د سمیر القنطار ورور بسام القنطار پر خپل ټویټر پاڼه د خپل ورور وژل کیدل تایید کړل.

سمیر القنطار د اسرائیلو سره بندي هم پاته شوی دی.

بل پلو د سوریې د حکومت ځینو ویب پاڼو نن سهار خبر ورکړ چې پر الحمصي ښار د هوايې بریدونو له امله د اسد رژیم ته د وفادارو ملیشو ځیني قومندانان وژل شوي دي چې د هغوی په ډله کې یو هم فرحان الشعلان دی، فرحان الشعلان د (سوریې مقاومت) ملیشو جګپوړی قومندان دی.

د سوریې الاخباریه تلویزیون د پېښي د ځای انځورونه خپاره کړي، په راپور کې ویل شوي چې شپږ پوړیزه ودانۍ په راکټونو ویشتل شوي او په بشپړه توګه تخریب شوي ده.

اسرائیلو تراوسه د پېښي په اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی خو رسنۍ وایې چې برید څلورو اسرائیلي الوتکو ترسره کړی او هغه ودانۍ یې په نښه کړي چې په هغه کې سمیرالقنطار او فرحان الشعلان اوسیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x