افغانستان

طالبانو رسما د مولانا فضل الرحمن د منځګړیتوب خبرونه رد کړه

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند رسنیو ته په یوه لیږل شوی خبرپاڼه کی هغه خبرونه رد کړه چي ویل یی مولانا فضل الرحمن قطر ته ددې لپاره سفر کړی تر څو هلته د طالبانو د نمایندګانو سره وګوري، او د کابل د ادارې سره د خبر او اترو زمینه برابره کړه.
په خبرپاڼه کی راغلي چي د جمعیت علماء اسلام پاکستان مشر مولانا فضل الرحمن سره په قطر کی د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او نه هم د هغه دفتر غړو لیدلی، او نه هم کوم داسی پروګرام سته.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه نشر شوي ټول خبرونه درواغ او د خپرونکو مسئولیت وباله، او د هر قسم واقعیت څخه یی لیري وبلل.

نن ټکی آسیا ته دغه خبرپاڼه رسیدلی چي مونږ یی هم په خپل وار د کتونکو سره د لا معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو:


د اسلامي امارت  او کابل ادارې تر منځ د مولانا فضل الرحمن د منځګړيتوب په اړه  داسلامي امارت د ویاند څرګندونې

قطر ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشرمحترم مولانا فضل الرحمن د سفر په اړه ګڼ مطبوعات دا خبره کوي چې  ګواکي مولانا فضل الرحمن قطر ته ددې لپاره تللی تر څو هلته د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له محترم رئیس او اعضاوو سره وګوري، تر څو له کابل ادارې سره دخبرو زمینه مساعده کړي.

 باید  ووایو چې په دې اړه نه د اسلامي امارت  د سیاسي دفتر محترم رئیس او نه یې اعضاوو له چا سره کتلي او نه دلیدو کتو کوم پرو ګرام په پام کې ده ، په دې هکله چې کوم راپورونه  خپاره شوي او یا خپرېږي د خپروونکو خپل مسئولیت دی  چې واقعيت نلري .

داسلامي امارت ویاندذبیح الله مجاهد

۱۴۳۴/۴/۳هق

۱۳۹۱/۱۱/۲۵هش ــ ۲۰۱۳/۲/۱۳م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x