افغانستان

غور: ممنوع الخروج مرستيال والي، د والي په توګه وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): تېره اونۍ د غور پخوانۍ والي مېرمن سیما جوينده د دې ولايت مرستيال محمد امین توخی په اداري فساد کې ښکېل وګاڼه، چې ورسره جوخت له ولایته ممنوع الخروج اعلان شو.

خو دوه ورځې وروسته چې سیما جوينده پخپله د غور له ولایته ګوښه شوه،د سیمه ییزو ارګانونو له لوري ممنوع الخروج «محمد امين توخي» د دې ولایت سرپرست والي وټاکل شو.

د تېرې سه شنبې په ورځ سیما جوينده خپل مرستیال محمد امين توخی، د ولایت مالي او اداري مشر محمد پيمان، مستوفي محمد ايوسف دانيار او د امنيه قوماندانۍ د تدارکاتو مديرتاج محمد د امنيه قوماندانۍ د پنځو ساختماني پروژو په تړاو د دې ولايت څارنوالۍ ته ور پېژندل، او امر یې وکړ چې تر څو یې څارنوالۍ د برائت حکم نه وي کړی له ولایت څخه د وتلو اجازه نه لري.

خو اوس چې ښاغلی توخي پخپله سرپرست والی وټاکل شوی، معلومه نه ده چې د پخوانۍ والۍ له صادر شوو احکاماتو سره به څرنګه چلند وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x