افغانستان

طالبانو د هلمند د خانشين ولسوالۍ مستند فلم خپور کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د هلمند ولایت د خانشين ولسوالۍ د نیول کېدو په اړه مستنده پنځوس دقيقه يي فلم خپور کړ.

دغه فلم چې د طالبانو د « الاماره سټوډيو » له لوري خپور شوی، پکې طالب ځواکونه پر سپکو او درندو وسلو سمبال ليدل کېږي.

د فلم په پیل کې د خانشين ولسوالۍ پر موقعیت او ارزښت خبرې شوې او په دې ولسوالۍ کې يې د بهرنیو او کورنیو عسکرو له لوري د شويو عملیاتو په اړه لنډه تبصره شوې ده.

په فلم کې طالبان په منظم ډول د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوځي او مشر يې خپلو نورو ملګرو ته د تاسیساتو د ښې ساتنې په اړه خبرې کوي.خانشین ولسوالي

د دې فلم په پای کې د د مشهور ديني عالم شیخ الحديث خليفه دين محمد خبرې را اخیستل شوي دي، چې د مسلمانانو پر اتحاد غږېدلی او پر طالب جنګياليو يې غږ کړی چې پخپلو صفونو کې نفاق ته ځای ورنه کړي.

د طالبانو له لوري دغه مستند فلم په داسې حال کې خپرېږي چې د هلمند ځايي چارواکي د دې ولایت د بلې مهمې ولسوالۍ سنګين د سقوط وېره ښکاروي.

په خواله رسنیو کې د سنګين ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړل شوی دی، خو تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د فلم د کتلو لپاره پر لاندې لینک ټک وکړئ!

https://archive.org/details/DaKhanashinFatha58HD

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شبیراحمد عثماني

الله اکبر ولله الحمد دخانشین ولسوالۍ دفتحې مستنده ویډیو مې ولیده د ډیرې خوشحالۍ نه مې سترګو په وار وارملغلرې توی کړې ها دخانشین پراخ ډاګونه، ددښمن مضبوطې کلاوې او برجونه پریمانه وسایل او ټانګونه او …. خو دداسې خړپړمجاهدچې دایمان له قوت پرته نوروسائل یې په نشت حساب دي ماتې خوري الله اکبرالله اکبر العزة لله دخانشین دمجاهدینو قوماندان هجرت په دواړوپښومعیوب، تورغنمرنګ ساده لباس خاکساره خو! پریو امریې مجاهدین دمرتد دښمن سترستر او قوي مورچلونه ترپښولاندې کوي، سرونه شیندي او ددښمن توپ او ټانګ دړې وړې کوي دیته وایي دخالدبن ولید لښکر؟! دخانشین په بازار کې زاړه ځوانان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x