هلمند: سنګین ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): دولتي او طالب چارواکي وايي چې د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د هلمند ولایتي چارواکو خبریالانو ته ویلي چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز مازدیګر نیولی وه او د امنیې قومندانۍ ودانۍ يې ماسخوتن تر واک لاندې راوسته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي چې نن ماسخوتن ۸ بجې د سنګین ولسوالۍ بازار او امنیه قومندانۍ د طالبانو لاس ته ولوېده او دا مهال د دوی ځواکونه د ولسوالۍ مرکز ته د ننوتو په حال کې دي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي هاشم الکوزي هم د سنګین ولسوالۍ سقوط تایید کړی او ویلي يې دي چې په ولسوالۍ کې ټول دولتي تاسیسات د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

د سنګین ولسوالۍ په داسې حال کې سقوط کوي چې وړمه ورځ د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار ولسمشر اشرف غني ته په یو پرانیستي لیک کې د دې ولسوالۍ د سقوط وړاندوینه کړې وه.

طالبانو همدا نن ورځ د هلمند د یوې بلې ولسوالۍ «خانشین» د نیولو مستند فلم نشر کړی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د