دیني، سیرت او تاریخ

یوبل ته ډالۍ ورکول مینه زیاتوي (دویمه برخه)

په ځیني خلکو کې داغلط فکر عام شوی ده چې له هرکافر نه باید نفرت او کرکه وکړل شي ، اوهیڅ ډول اړیکه دي نه ورسره نیول کیږې ، اودا فکر درسول الله صلي الله علیه وسلم دلارښوونو پرخلاف اونارواده ، له کفارو سره داړیکو او تعلقاتوله پاره شریعت اصول او اداب معلوم کړې دي چې هغه په عدل او انصاف ولاړ دي اوباید په هغه لاره تګ وکړل شي ، قرانکریم وایې : { لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ }(الممتحنة : 8 ) . یعني کومو کفارو چې له تاسو سره په دین باندې جګړه نه وې کړې اوتاسو یې له خپأو کورونو نه یﺉ ایستلې له هغوی سره له ښیګڼي او عادلانه چلند نه مو الله پاک نه منعه کوي ، بیشکه الله له عدل کوونکو سره مینه لرې .

دا ایت له کفرو سره داړیکو په اړه ډیر واضح اوروښانه ده یعني کومو کفارو چې په مسلمانانو تیری نه وې کړی له هغوی سره باید ښیګڼه (بر) او عدل وکړل شي ، دزکات مال باید خامخا مسلمانانوته ورکړل شې کافرتهیې ورکول ندې روا خو کوم کافر ته چې امید کیږې چې اسلام ته یې زړه مایل ده هغه ته زکات هم ورکول کیدلی شي او دمؤلفة القلوب په نامه په شریعت کې ځانګړۍ بحث او موضوع شتون لرې .

رسول الله صلی الله علیه وسلم کفاروته ډالۍ ورکړې دي او دکفارو ډالۍ یې منلې دي ، په روایت کې راځي :عن النعمان بن بشير ـ رضي الله عنه ـ قال: ( غزونا مع النبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ تبوكَ ، وأَهْدَى ملكُ أَيْلَةَ للنبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ بغلةً بيضاءَ ، وكساهُ بُرْدًا ) رواه البخاري . نعمان بن بشیر رضی الله عنه وایې : موږ دتبوک په غزا کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو ، د(ایله) نومي ځای پاچا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپینه کچره ورکړه او څادریې ورکړ .

په یوه بل روایت کې راغې دي : د عیاض بن حمار په نامه یوکس وایې ما رسول الله ته اوښه ورکړه ، هغه راته وویل : اسلام دې منلی ده ؟ ما ورته وویل : نه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : زه دمشرکینو له تحفومنلو منعه کړل شوی یم ، يقول: عِياض بنُ حمار: ( أهديت للنبي – صلى الله عليه وسلم – ناقة فقال: أسلمتَ ؟!، فقلتُ: لا، فقال النبي – صلى الله عليه وسلم -: إني نُهيت عن زبْد المشركين ) رواه أبو داود.

علماء وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم داهل کتابو کفارو ډالۍ منلې او دمشرکانو او بوتپالو کفارو یې نه منلې ، ځکه داهل کتابو ذبیحه هم رواده اوله هغوی سره واده هم روا ده ، داراز رسول الله صلی الله علیه وسلم دهرهغه کافر ډالۍ منله او هم یې ورکوله چې هغه به اسلام ته راغب و او تمه به کیده چې اسلام به ومنې داراز په ټولیزه توګه په کوم ځای کې به چې دمسلمانانو مصلحت اوګټه لیدل کیدله هلته هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ډالۍ منلې لکه دمقوقس او د شام دپاچاهانو ډالۍ یې چې منلې وي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x