د دوست راز ویل اود پیسو کڅوړې غلا – لنډه کیسه

ژباړه عزت الله شینواری-

په یوه ډیر لري کلی کی دوه خواږه دوستان اوسیدل د یوه نوم جانسون او د بل نوم پیتر وه. دوی له ماشوموالې څخه یو ځای لوی شوې وه دواړو د یوبل سره ډیره نژدی ملګرتیا کوله د کلی خلکودا فکر کاوه چی دا دواړه د یو بل ورونه دي ګرچه د یو بل سره يې کوم شباهت هم نه درلود.د خلکو ګومان د دي نه وه چی په خپل مینځ کی یې ډیره زیاته مینه وه. پیتر او جانسون به د زړه راز یو بل ته ویل د یو بل مشکلاتو او د هغو حل ته به یی ځان رساوه. د جانسون یو ډیر خراب عادت دا وه چی د دوي دواړو خپل مینځ خبری به يې نورو ملګرو ته د پیتر څخه پټی کولي.یو وخت پیتر متوجه کیږي چی جانسون د دوی خبری نورو ته هم کوی ډیر زیات خفه کیږي خو جانسون ته هیڅ څه هم نه وایي ځکه جانسون يې ‌ډیر زیات خوښ وه او نه یي غوښتل چي هغه ناراحته شي د دوی تر منځ د یوې دقیقی خفګان تحمل یي هم نه درلود.

ډیر کلونه تیرشوبلاخره پیتر واده وکړ زنده ګی يي جوړه کړه خو د دوي تر منځ دا رابطه همغه شان پاتې وه ورځ تر بلی نوره هم زیاتیدله د ورځو نه یوه ورځ پیتر و غوښتل چي خپلی کورنۍ سره ښار ته ولاړ شی په همدی خاطر جانسون ته راغي ورته یې وویل زه غواړم خپلی کورنۍ سره ښار ته د یو څو ورځو لپاره لاړ شم که امکان لرې دغه دپیسو کڅوړه ته درسره واخله ترڅو زه بیرته کورته راځم جانسون دپیسو کڅوړه واخیسته او خپل ملګري یي تر دروازې پوری بدرګه کړ.

پیسې يې په کور کی کيښودی او خپله بیرون ولاړ د خپلو ملګرو سره يي ګف شپ او تفریح شروع کړ. هوا کم کم تیاره کیدله نور جانسون غوښتل چی د ملګرو سره خدای په آمانی وکړي ملګرو ورته وویل چی تر اوسه خو وخته دی په نورو ورځو کي خو به ناوخته تللې نن څنګه وارخطايې چی کور ته ځم. هغه ورته وویل چی د پیتر پیسې می په کور کی دی باید زر ولاړ شم چی د هغو ساتنه وکړم بالاخره خدای په اماني يې واخیسته اولاړ.

کله چی کورته ورسید ډوډۍ يي و خوړه او لاړ د خوب کوټي ته پیسې را واخیستي په صندوق کی یي کیښودی او خپله په تخت ویده شو. د شپی ناوخته څو نفره غله يې کور ته راغلل پیسې له ځانه سره یوړي! سهار چی جانسون له خوبه پاڅید فکر يې شو چی پیسې چا غلا کړي ترینه ډیر خفه شو نږدی وه چی سکته وکړي. که ټوله زنده ګي يې هم خرڅه کړي وایی نه یی شو کولای چی د پیتر پیسې پوره کړي ډیر ناراحته شو حتی ډوډۍ هم و نه خوړه.

مازدیګر مهال وه چي  د دروازې کړپا آواز يې وارید دروازه يي بیرته کړه ګوری پیتر دی د دي لپاره راغلی چی پیسي له ځانه سره یوسی خو کله چی جانسون ورته ټوله قیصه وکړه. پیتر په ځای د دی چی خفه او یا جانسون ته په غوسه شی په خندا باندی شروع وکړه ورته يې وویل زه پوه شومه، پوه شومه بیاهم نشی کولی چی د همیش په څیر د خپلی خولی واک واخلی اما ویریږه مه ما مخکي فکر کړی وه چی داسی يو کار په کیږی په همدی خاطر می يو څو سکې له اوسپنې جوړي کړی وې او په کڅوړه کی می اچولی وی اصلی سکی می په کور کی ساتلی وی ځکه تا به هرچا ته ویلی چی سکی له ما سره دی اوس خفه کیږه مه ممکن زما پدي کړنه به ته خفه شوی یی اما ستا لپاره به دا یو درس هرکله چی چا خپل مسایل تا سره شریکول ته یې په زړه کی ساته نوروته يې مه وایه چی نه يې پیژني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د