دیني، سیرت او تاریخ

د امیر اطاعت

حامد افغان

د وخت امیر امام ابو حنیفه رحمه الله له فتوا نه منعه کړ، یوه ورځ دی پخپل کور کې له خپلې میرمنې، لور او زوی یې: حماد؛ سره ناست و، لور یې ورته وویل: پلاره! زما روژه وه، د غاښونو له منځه مې وینه ووتله، هغه مې تر هغو توکله څو مې ناړي سپيني او د ویني له اثر نه پاکې شوې، له هغه وروسته که ناړې تېري کړم روژه مې ماتيږي؟

☜ پلار یې (امام ابو حنیفه) ورته وویل: له وروره دې یعني حماد نه پوښتنه وکړه، زه امیر له فتوا ورکولو منعه کړی یم، ابن خلکان په دې کیسه لیکي: دا خبره د هغه له مناقبو شمیرل کیږي، هغه د وخت د امیر خبره چې (أولي الأمر) و دومره پخه منلې وه چې پخپل کور کې یې خپلې لور ته هم فتوا نه ورکوله!. “وفيات الأعيان” لابن خلکان رحمه الله (4 / 180).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

د نوموړی مضمون اړوند په یوه آیت شریف کی الله تبارک وتعالی داسی فرمایی: اطیعوالله واطیعوالرسول و اولی الامر منکم.ط ژباړه: اطاعت وکړۍ د الله (ج) ،اطاعت وکړۍ د رسول (ص) او د اولی الامر.ط

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x