ټولنیزه برخه

ختیځ او لویدیځ (۲)

earth    د مؤرخینو له نظره، دا پرته له شکه جوته ده، چې لومړنی انساني تمدن په ختیځ کې رامنځته شوی دی او دغه ختیځوال وه، چې د بشر په تاریخ کې یې د انسانیت د قافلې مشري کړېده.

    که چیرته تمدن د ښاري ژوند په مانا وي؛ نو د ختیځ او لویدیځ ټول مؤرخین په یو نظر دي، چې د (ښار) لومړني اثار په ختیځ کې پیداشوي دي او د هغوی د پیدائښت تاریخ ۶ یا ۷ زره کاله لرغونی دی.

    او که چیرته د تمدن پیل د خط رامنځته کیدل وي، د کوم پواسطه چې انسان وکولای شول، خپل تیر حال احوال راتلونکو نسلونو ته بیان کړي؛ نو دا هم لکه د ښار د رامنځته کیدو په شان په ختیځ رامنځته شوی او ۶ یا ۷ زره کاله لرغونی دی.

اوس به ددغو حقایقو په نظر کې نیولو سره وګورو، چې په ختیځ کې د تمدن لومړنی زانګو کوم هیواد دی.

    د تمدن لومړنی زانګو

    د اسیا او افریقا نخشې ته ښه ځیر شئ، د دجلې، فرات، نیل او د مدیترانې سواحل چې ددې نخشې په منځ کې دي په نظر کې ونیسۍ. د یو هلال شکل اختیاروي، چې تل په مختلف ډوله بوټو او زراعت باندې پوښل شوې وي، په همدې دلیل ورته حاصلخیزه هلال وایې.

     مؤرخین وایې، چې دغه حاصلخیزه هلال د انساني تمدن لومړنی زانګو او د پرمختګ لومړنی ځای دی. ددغو رودونو شاوخوا تمدن د لومړي ځل لپاره رامنځته شو.

    علوم، مختلف صنایع او هغه څه چې د بشر ژوند ته یې پرمختګ ورکړ، د لومړي سر نه د همدې ځای څخه پیل او د کلدې، اشور، بابل، ایران او مصر په شکل راڅرګند شول.

    ویل کیږي، چې د همدغو تمدنونو د پرمختګ په دوران کې په هند کې دسند سیند، هوانګ او هو تمدنونو په چین کې لومړنی نښې نښانې راڅرګندې شوې.

    دا چې د انساني تمدن او ښاري ژوند لومړنی نښې په کومو ذکر شویو تمدنونو کې رامنځته شوي دي، د مؤرخینو تر منځ د نظر اختلاف موجود دی.

    ځینې ددغه تمدن اساس حاصلخیزي ښایي؛ ځکه د انسان ژوند د کرنې او د رودونو پورې تړلی دی. ولې دلته دا پوښتنه حل نشوه، چې کرنه د رودونو پورې تړلې وه؛ خو په لویدیځ کې هم دا رودونه موجود وه، چې د هغه د حاصلخیزی سبب ګرځیدل.

   باید ووایو: د تمدن د منځته راتګ بل عامل د خلکو د فکر او هوښ پورې تړلی دی او دغه عامل باید له نظره ونه باسو.

    په ختیځ کې چې په هغه وخت د کوم نژاد لرونکي خلک اوسیدل، د فکر او هوښ له نظره یې په نورو برتري درلوده او افکار دي، چې په تمدن لوړ اغېز غورځوي.

    په هغه وخت کې، چې د نیل، فرات، دجلې او هوانګ په سیندونو کې تمدن د پرمختګ په لور روان وه، په لویدیځ کې د مې سي سي پي، والګا، دانیوب او رن په سیندونو کې د تمدن غږ نه اوریدل کیده او خلکو یې شاوخوا په بربري ډول ژوند کاوه.

    لویدیځ: د ختیځ احسان من دی

    همدا ختیځوال وه، چې زرګونه کاله مخکې یې د تمدن او علومو اساس کیښود، چې اثار یې په خاوره، ډبرو او د تاریخ په پاڼو کې لیدل کیږي او دا د تعجب خبره نده، چې ووایو، همدا ختیځوال وه، چې د لویدیځ د صنعتي تمدن اساس یې کیښود.

    خپله د لویدیځوالو څخه به یې واورو، د لویدیځ د تمدن تاریخ او په ختیځ کې د هغه اساس کتاب، چې په امریکا کې یو منل شوی کتاب دی، لیکل شوي:

    الفبا ختیځوالو رامنځته کړه، همدا ختیځ وه، چې د علومو او ریاضیاتو په لور یې لومړی ګام کیښود، په خاص ډول کلیزه (جنتري) یې رامنځته کړه.

    ختیځ وه، چې په لومړي ځل په کې د حمورابي (۱۹۰۰ م.ز) لخوا قانون جوړ کړی شو. په لومړي ځل معماري هم همدلته رامنځته شوه.

    او همدا ختیځ وه، چې په لومړي ځل په کې دینونه رامنځته شول…. او عیسویت وه، چې د دوه زره کاله تیریدو وروسته هم په لویدیځ کې یو لوی نارینه او ښځینه اکثریت پیروان لري، په همدې ختیځ کې رامنځته شو

    ختیځ چې کوم خدمت لویدیځ ته کړی دا مهمه نده او ختیځ باید چې خدمت وکړي؛ ځکه دا د متمدن ختیځ دنده ده، چې نور هم باید د ځان سره په دې تمدن کې شامل کړي.

    بلکه مهمه داده، چې دغه د تمدن لرونکی ختیځ ولې او په کوم دلیل؟؟؟ نن د لویدیځ په مخ کې د شرمندګی او حقارت احساس کوي؟؟؟.

    هغه ختیځ چې د الفبا مخترع دی، نن ولې د لویدیځ په مقابل کې د شرمندګی احساس کوي؟؟؟.

    هغه ختیځ چې د مختلفو علومو رامنځته کووونکی دی، نن ولې د لویدیځ د علومو زده کوونکی دی؟؟؟.

    هغه ختیځ چې د معمارۍ رامنځته کوونکی دی، نن ولې په معمارۍ کې د لویدیځ تقلید کوونکی دی؟؟؟.

    نن ولې ختیځ، د کالیو په اغوستلو کې د خوراک په خوړلو کې د لویدیځ د دود خپلوونکی دی؟؟؟.

    زموږ ستاسو ټولو دنده داده، چې په دردناک خوب ویده، روحي ډول سرګردان او په دغه اوسني حالت کې راګیر ختیځ ته نجات ورکړو…

    نور بیا…

ژباړه: زاهدخلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x