شعـــــرونه

د زړه درد دی چه یی لیکم

هاشم سادات

ټول کفار مو ننداره کړي مونږ خپل مینځ کښ لاس ګریوان شو
د چا سترګي را پســي شوي دا په کومــه لار روان شو

مونږ دیو هدف ملـــګري یو مو غم دي یو مو درد دي
دا لمسون د کوم اغـــیار دی  چه د یوبل دشمنان شو

کوم چمن چه راته پریخــــي ګران ملا محمد عمر وو
مونږ دهـغه سرو ګلــونو  وس په پخپـــله قاتلان شو

خپل مینځي اختــــلافات مـو د اسلام په ګــــټه ندي
ځئ چه دی نه لاس په سرشواو ساتونکي دقران شو

د مــــلت پــــه ارمــانونو خـــاؤري مـــه اچوئ مـلګرو
بیا سبا به دی ملـت ته شرمنـده په سپین میدان شو

دخداي په خــاطر بس کړئ  دنــفرت اورونه مړه کړئ
راځئ اودریږو یو صف کښ بیا یو موټي یو کاروان شو

دا وینا “دهاشم” واؤرئ خـــواهشاتو پـــسي مه ځئ
هسي نه د شهیـــدانو د سرو ویـــنو خـــــائنان شوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

هاشم صاحب ، ستا شعر ښکلی شعر دی مګر په دی وخت ځکه نه دی چه اوس یو اړخ د شیطان او بل اړخ د الله چ په اړخ کی قرار لری د یوه اړخ تر شا د نړیوال شیطان زر ، زور او تزویر کارول کیږی او د بل اړخ سره د ایمان او تقوی برکت دی ، یو خوا د حق او بل اړخ د باطل بندګان او پلویان دی تاسی دغه د حق او باطل دوه نه پخلا کیدونکی اړخونه سره څرنګه یو کوی مګر هغه چه د باطل اړخ پلویان د حق اړخ ته راواوړی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x