افغانستان

ایساف او ملي اردو په ګډه لس تنه ملکي وګړي ووژل

نن ټکی آسیا: د کونړ ولایت د شیګل په ولسوالۍ کي د بهرنیانو او افغاني ځواکونو په شپنیو عملیاتو کي د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه ملکي وګړي ووژل شول.

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ ولسوال محمد زاهد رسنیو ته ویلي چي پيښه تیره شپه ددې ولسوالۍ د شولتن د سیمي د چوکام په کلي کي هغه وخت را منځته شوه کله چي بهرنیانو د افغاني ځواکونو په ګډون د چوګام پر کلي د شپي عملیات پيل کړل.
نومړي ویلي چي ددې عملیاتو په ترڅ کي ۵ تنه ماشومان، او څلور تنه ښځي وژل شوي، او یو تن نارینه ملکي وګړی د ددو طالبانو په ګډون وژل شوی دی.

د ایساف د مطبوعاتي دفتر د پيښي په اړه څه نه دی ویلي خو زیاته کړی چي دوی به په دې اړه نوري پلټني وکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې پيښي پړه د بهرنیانو له خوا پر بمبار اچولی او ویلي چي په دغه سیمه کی تیره ورځ د بهرنیانو سره خونړی جګړه ونښته، چي په ترڅ کي لږ تر لږه پنځه تنه عسکر د ګډو ځواکونو څخه ووژل شول، او درې نور ټپیان شول.

چي بیا وروسته د انتقام په خاطر بهرنیانو پر سیمه او ملکي کورونو بمباري وکړه چي په ترڅ کي لس تنه ملکي وګړي او درې تنه طالبان شهیدان شول.

باید وویل شي چي بهرنیانو تیره ورځ هم د کندهار ولایت په سپین بولدک کي څلور تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه، او هم یی په خوست کي په شپنیو عملیاتو کي پر یوه کور برید کړی وو، چي له کبله یې د احسان الله په نوم د طب پوهنځی د وروستي کال یو محصل وژل شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x