افغانستان

د بلخ والي: ناټو ځواکونه دې خپل «افغان ملګري» يوازې نه پريږدي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰ مه، ۱۳۹۴ل): د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د افغانستان د خراب امنيتی حالت له امله دې ناټو خپل افغان ملګري يوازې نه پريږدي.

د بلخ والي دغه څرګندونې تېره شپه د مزار شريف هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو په يوه پوځي مرکز کې د ناټو د شمال زون د نوي قومندان د معرفي کېدو په غونډه کې وکړې.

دناټو د شمال زون د پخواني قومندان اندريس هانيمون په ځای اوس د يوه کال له پاره جنرال هارتموت رينک وټاکل شو.

په دغه مراسمو کې د بلخ د والي په ګډون د دې ولايت ځينې نورو دولتي چارواکو هم ګډون درلود.

عطا محمد نور چې په دغه غونډه کې يې د مزار شريف د دولتي چارواکو په استازيتوب خبرې کولې وويل، د ناټو ځواکونو په افغانستان کې د افغانانو له پاره قربانۍ ورکړې چې مونږ يې منندوی يو او تر څنګ يې د المان هېواد له لوري د ځواکونو د مودې د غځولو له امله خوښي څرګنده کړه.

نور د افغانستان حالت د نورو کلونو په نسبت بدتر شوی ياد کړ او د بېرته سمولو له پاره يې د اقداماتو غوښتنه وکړه.

د ا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې غوڅ اکثريت د ناټو د ځواکونو موجوديت د افغانستان له پاره د انديښنو زياتېدل ګڼي او نه غواړي چې بهرني ځواکونه دې نور په افغانستان کې پاتې شي.

د يو شمیر سياسي شننونکو په اند په افغانستان کې د ناټو موجوديت د ستونزو له زياتېدو پرته نور هېڅ نه دي او په وينا يې ناټو په افغانستان کې د خلکو په کورنو چاپې اچوي، بې ګناه خلک بنديانوي چې له امله يې د دولت او بهرنيو ځواکونو په اړه د ولسي خلکو کرکه لا زياتيږي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د سولې دخبرو د پېلېدو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو د مودې غځول هغه څه دي چې د سولې پر ځای د جنګ دوام ته لاره هواروي.

طالبانو هم د سولې له پاره تر ټولو مهم شرط له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل ښودلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x