افغانستان

د هند لومړی وزير د پارلمان نوې ودانۍ د پرانستو لپاره کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰ مه، ۱۳۹۴ل): د هند لومړی وزير نريندرا مودي د هند په مالي مرسته جوړې شوې د پارلمان نوې ودانۍ د پرانستو په موخه کابل ته راځي.

هندي رسنۍ د هند د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله وايي، چې لومړي وزير نريندرا مودي هيله من دی، چې د هند په مرسته د افغان پارلمان د نوې ودانۍ د پرانستو په موخه کابل ته سفر وکړي.

د هند په مرسته د پارلمان د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې په ۲۰۰۷ م کال کې پيل شوې وې او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۱ م کال تر پايه يې د جوړېدو چارې بشپړې شي خو له ټاکلې مودې څلور کاله وروسته دغه چارې بشپړيږي.

د هند د بيا رغونې وزارت چارواکي وايي، چې د لومړني اټکل له مخې بايد د پارلمان نوې ودانۍ په څلوېښت ميليونه ډالرو جوړه شوې وای، مګر د څلورو کالو تاخير له امله يې لګښت نوي ميليونه ډالرو ته رسېدلی.

دا ودانۍ په «مغلي او عصري توګه» جوړه شوې، چې په اسيا کې بې ساري بلل کيږي.

په دې ودانۍ کې د ولسي جرګې لپاره ۲۹۴ او مشرانو جرګې وکيلانو لپاره ۱۹۰ څوکۍ، د بهرنيو او کورنيو اړيکو، خبري کنفرانسو او نورو ناستو لپاره ځانګړې خونې هم جوړې شوي دي.

«هندو» ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې کابل ته د مودي د لومړني رسمي سفر په اړه د افغانستان بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي سره خبرې شوي دي.

حکمت خليل کرزی اوس مهال هند ته په رسمي سفر تللی او هندي چارواکو سره يې په خپلو رسمي ناستو کې هيله څرګنده کړې، چې افغانستان هند سره د اوږدمهالې ستراتيژيکې دوستۍ غوښتونکی دی.

ښاغلي کرزي د هند بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج سره د خپلې ناستې پر مهال وويل، چې هېواد يې له هند سره داسې «خوږې» او «ګرمې» اړيکې لري، چې د وخت هېڅ توپان يې نه شي يخولای.

د بهرنيو چارو مرستيال وزير يوه اوونۍ وروسته له هغې هند ته سفر کوي، چې تېره اوونۍ د ملي امنيت د شورا رييس او د ولسمشر امنيتي سلاکار حنيف اتمر هند ته د خپل سفر پر مهال خپل هندي سيال اجيت ډاول او دفاع وزير مونوهار پاريکر سره وليدل.

د هندي رسنيو په وينا په دې وروستيو کې د افغانستان او هند اړيکې ډېرې سړې شوي او لامل يې هم د ګډ حکومت او پاکستان ډېر نږدې کېدل ښوول شوي دي.

د سياسي شنونکو په اند هند ته د حنيف اتمر او حکمت خليل کرزي وروستي سفرونه په دې معنا دي، چې افغانستان يو ځل بيا هند سره د ښو او تودو اړيکو غوښتونکی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x