افغانستان

د هلمند استازی: سنګين د « نا اهله » چارواکو له بې غورۍ طالبانو ونیوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه د هلمند مهمه ستراتيژيکه ولسوالۍ سنګين طالب ځواکونه ونیوله او دولتي عسکر يې تېښتې اړ کړل.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی وايي چې د دې ولسوالۍ سقوط د هلمند نا اهله چارواکو د بې غورۍ له امله رامنځ ته شو.

نوموړی ټينګار کوي چې په هلمند کې داسې خلک پر دندو ګمارل شوي چې ان د هلمند له کلتور سره نابلده دي.

الکوزی وړاندې وايي چې دغه ځايي چارواکي زموږ د خلکو لپاره سر درد جوړ شوی دی.

د سرچينې په وينا د سنګين په سقوط کې لسګونه عسکر وژل شوي او پنځوس ـ شپېته نور ټپیان دي، پر دې سربېره لسګونه مېله درنه او سپکه وسله د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ ودانۍ تېر مازیګر ونیوله، خو امنیه قومنداني، د ولسوالۍ بازار او د ملي امنیت اړوند ودانۍ يې تېره شپه ګوتو ته ورغلې.

په سیمه کې لا هم د جګړې خبر ورکړل شوی دی، خو تر دې وړاندې د هلمند مرستیال والي د سنګین سقوط د هلمند سقوط په مانا بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زه د غلامی اداری له دغه غلام غړی الکوزی صاحب مننه کوم ، چه د لمړی ځل د پاره یی رښتیا وینا کړی چه د سنګین ولسوالی د نااهلهو چارواکو له لاسه سقوط وکړو ، خو وینا یی په ((( ناهلیۍ ))) نه خلاصه کیږی د دغه اداره دری لوی صفتونه لری ( کوچنی صفتونه خو یی بی شمیره دی ) هغه دری صفتونه : لمړی : غلامی دوهم : فساد دریم : بی کفایتی دغه غړی یواځی د دریم صفت ( بی کفایتی یا نه اهلیت ) یادونه کړی ، دغه اداره یواځی نااهله نه بلکه غلامه او فاسده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x