
امريکا: د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۵ تنه ووژل شول
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰ مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د يوې الوتکې دغورځېدو له امله پنځه تنه وژل شوي دي
د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې د «PA 32» ډوله کوچنۍ الوتکه د کليفورنيا ايالت د بيکرس فيلډ په سيمه کې وروسته له هغې راوغورځېده چې له غورځېدو پنځه ساعته مخکې له رادار څخه وتلې وه.
د امريکا د هوايي چلند چارواکو د الوتکې د غورځېدو لامل نه دی څرګند کړی خو ويلي یې دي چې د الوتکې د غورځېدو په سيمه کې سخت توپان او باران و چې کيدای شي د خرابې هوا له امله دغه پېښه رامنځته شوې وي.
د کليفورنيا سيمه ييزو پوليسو ويلي چې تر دا مهاله د پنځو تنو وژل شويو هويت نه دی په ډاګه شوی.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم امريکايي الوتکې د خراب موسم له امله غورځېدلي دي.