
د هلمند والي د سنګين سقوط نه مني
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه د هلمند ځايي امنیتي مسوولینو د سنګین ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ، خو د دې ولایت والي دا څرګندونې ناسمې بولي.
نږدې ساعت وړاندې د هلمند والي میرزاخان رحيمي یوې خبرې ناستې ته وویل چې په سنګين کې جګړې زور اخیستی خو په وينا يې د ولسوالۍ پر ودانۍ اوس هم د دوی د عسکرو واک دی.
نوموړي د جګړې د تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو تر ده وړاندې ځايي سرچينو او مشرانو جرګه کې د هلمند استازي د دې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ.
دوه ورځې وړاندې د میرزاخان رحيمي مرستیال هم د سنګین د سقوط اندېښنه ښکاره کړې وه او د بېړنۍ مرستې غوښتنه يې کړې وه.
وسله والو طالبانو بیا تېره شپه د دې ولسوالۍ د بشپړ نیولو خبر ورکړ، د دوی په وینا د ولسوالۍ ودانۍ يې تېر مازیګر او امنیه قومنداني او د ملي امنیت اړوند ودانۍ يې تېره شپه ونیولې.
په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی د هلمند ځايي چارواکي « نا اهله » بولي او وايي چې د سنګين سقوط د دوی د بې غورۍ له امله رامنځ ته شو.
خو د هلمند والي بیا د خپل مرستیال، د مشرانو جرګې د غړي او ځايي امنیتي مسوولینو څرګندونې غیر مسوولانه بولي او په وينا حقیقت نه لري.
تر دې وړاندې هم د هلمند امنيتي مسوولینو د دې ولایت د خانشين سقوط بې اساسه ګاڼه او ويلي يې و، چې له طالبانو څخه د دې ولسوالۍ د پاکولو لپاره یې تازه دمه ځواکونه لېږلي، خو تېره ورځ طالبانو د خانشين مستند فلم خپورکړ، چې په کښي ښودل کیږي د دې ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ د دوی په لاس کې دي، په دغه فیلم کې طالباند ولسوالۍ په بازار کې ګرځي او له ولسي وګړو سره د خپلي واکمني او وروستیو جګړو په اړه پوښتني کوي.