د دیني دعوت لپاره یوه بله هڅه!

د تعلیم القرآن راډیو په نوم به یوه نوې اسلامي راډيو ډېر ژر په حمادیه مدرسه کي خپل نشرات پیل کړي.

تعلیم القرآن راډیو دحمادیه مدرسې دنورو تعلیمي څانګو څخه یوه څانګه ده چي الحمد لله اوس به فعاله سي.

لکه څرنګه چي حمادیه مدرسه د متنوع درسي نظام تر څنګ دارالافتاء، مجله، ویب سایټ، دتالیف او ترجمه څانګي لري، تعلیم القرآن رادیو به یې نوې څانګه وي او په راتلونکي کي په تعلیمي او تربیوي ډګر کي نوري څانګي هم په پلان کي لري چي دوخت او امکانانو په صورت کي به فعالیت پیلوي.

د پام او فکر وړ خبره:

د رادیو دنشراتو او خدماتو په سلسله کي اصلا افتخار دهغو دیني راډیوګانو دئ چي تر ټولو وړاندي یې دا کار راپیل کړی دئ، هر کور ته یې دحق اواز رسولی دئ بلکي دنړۍ هر کونج ته یې ددین خبره رسولې ده ددغو علماوو کارونو تقدیرو او دلوی رب جل جلاله څخه ورته دعظیم اجر غوښتنه کوو ځکه دوی چي دعامو خلکو په دیني پوهه کي کومه تنده ماته کړې ده هغه نه هېرېدونکی احسان دئ.

دا رادیو به د هغو رادیوګانو تائید او تکمیل کوي یعني داچي دهغو رادیوګانو سره به داسي موازي نشرات کوي چي کومي خپروني هغوی دخاصو خلکو لپاره نشروي عام خلک استفاده نه سي ځني کولای په هغه وخت کي به تعلیم القرآن رادیو دعامو خلکو لپاره خپروني برابروي او پو کوم وخت کي چي هغوی دعامو خلکو لپاره خپروني نشروي خاصو خلکو ته مفیدي نه وي هغه مهال به تعلیم القرآن راډیو دخاصو خلکو لپاره علمي خپروني نشروي.

ومن الله التوفیق و الیه المئال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د