نظــر

څوک شته ،چي دماشومانووژونکي وغندي ؟

په ډیري خواشینۍ سره یوځل بیادښځواوماشومانووژني دخبرونوسرټکي جوړوي ،ترلس تنه زیات ولسي وګړي چي زیاتره یې ښځي اوماشومان دي  دنړیوالوسوله ساتوپه بمباریوکي شهیدان شو ي دي ،هغه سوله ساتي ځواکونه چي په ادعایې پرمځکه څلوراینچه شی ویني اوحتی دپښوښکالویې  اوري ،خواوس  دملکي خلګوداستوګني ځایونه اودڅارویوڅړځایونه   بمباروي ،دوسله وال اوبې وسلې ،ښځي اونر،اولوي اوواړه فرق نشي کولای  اویایې نه کوي .

دفبروري پر۱۳مه یرغلګروځواکونواوافغان ملګروپوځونویې دکونړدشیګل ولسوالۍ دسولتن درې  په چوګان کلي کي لس تنه ولسي وګړي شهیدان کړ ي دي  ،په وژل شووکي پنځه تنه ماشومان ،څلورښځي اویوسړی شامل دی اوڅلورکوچنیان ژوبل شوي هم دي .دکونړوالي وحیدي دملکي خلګووژنه تائیدوي  خویرغلګرولاتراوسه په دې عملیاتوکي دملکي خلګودوژني په  هکله څه نه دي ویلي  .

ددغه ولایت دولایتي شوری رئیس حاجي میاحسن عادل  دښځواوماشومانه  دوژني په هکله وویل چي دوی داډول عملیات نه غواړي چي ولسي وګړي پکي زیانمن شي ،ده وویل چي موږهڅه کوو دولس اوحکومت ترمنځ شته واټن راکم کړو،ولي همداډول کړني نورهم  فاصله زیاتوي اوستونزي زیږوي   ،عیني شاهدانورسینوته ویلي  سهارچي دپیښې ځای ته ورغلو ومو لیدل چي خلګ دنړیدلوکورونوترخارولاندي وواودبدن غړي یې یوه خوااوبله خوپراته  وو.

تېره اونۍ بیاد بشري حقونو د څار نړيوال سازمان  راپورورکړچي  ، امریکایې ځواکونوپه افغانستان کي  په سلهاووماشومان  وژلي دي . جینوامیشتي دغه سازمان   له امریکایې چارواکوغوښتي چي  دجګړې پرمهال دماشومانوحقونه په پام کي ونیسي اودملګروملتونودبشري حقونودمقرراتوله مخي دماشومانوژوندوژغوري  . راپورکاږي چي دتېرکال په پرتله سږپه افغانستان کي دبهرنیوځواکونواودکابل حکومتي پوځیانوپه بریدونوکي دوه واره   زیات ماشومان وژل شوي دي .

پرملکي استوګنځایونودشپې اوورځي چاپې وهل ،دولسي وګړوځورول اوبندي کول اوپه بندکي یې تراوږدې مودې ساتل اوشکنجه کول دجینوادکنوانسیون ،دملګروملتونودبشري حقونود ټولني اونورومدني اوبشري مؤسیسودمقرراتوڅرګندنقض دی .امریکااوجنګي متحدین یې په کال کي یویادوه ځله حتما پرچین ،ایران ،ازبکستان ،سعودي عربستان او…..دبشردحقونوڅخه دسرغړوني تورونه لګوي ،خوخپله بیادبشري اوبین الدولي حقونومراعت  څه چي دانسانیت نوغي باسي  ،ښځي ،کوچنیان اوبوډاګان اسیرانوي اوشهیدوي .پرهغوځایونوچي دیویادوه مخالفینوداوسیدوشک پرې کوي د ډله ییزي وژني وسلې استعمالوي ،حتی په ګڼ میشتوسیموکي ممنوع الاستعمال (کیمیاوي ،بیلوژیکي اوفاسپورس )موادشیندي .

خوافسوس چي په اسلامي اوغیراسلامي دنیاکي دومره څوک نشته چي ددې متمدنووحشیانولاس ونیسي .مظلوم افغان که هرڅومره چیغي اوفریادونه وکړي، بشرپاله نړۍ غوږهم نه پرې ګروي ،ځکه که څه وایې دقاتل بلاک سره یې سیاسي ،اقتصادي اړیکي ترینګلي کیږي نودهمنوع ځورول ،زنداني کول اووژل خیردی ،خوچي خپلي ګتي یې زیانمني نشي .

که خبره رالنډه شي اوله خپل غولي یې راپیل کړودکابل حکومت  دي ووایې چي دامریکې سره ستراتیژیک تړون کومه ګټه وکړه ،نیواکګروشپني عملیات  ودرول ، ،دخلګوله بندي کولواووژلویې لاس واخیست ،پرکورونوچاپې  ختمي شوې  او…..چي اوس په اصطلاح امنیتي تړون ته څڼي غوځوي . دوی  هڅه کوي چي دلويې جرګې دلرغوني معززنامه څخه په سوء استفاده همدې قاتلانوته قانوني   برات اوحقوقي مصؤنیت ورکړي ،چي دلاډیري مودې لپاره دافغان ولس په برخلیک  لوبي  وکړي اودوژني ،ورانوني اوځوروني څخه موخوندواخلي .

همدالومړی ځل نه  دی،چي بهرني ځواکونه  دلته ښځي اوماشومان قتلوي  ،په تېروکلونوکي یې  بې شمېره ورته کړني  ترسره کړي دي .نه پوهیږوچي ترڅوبه لانورهم همداآش اوکاسه وي ،خوځواکمن څښتن جل جلاله دي ژرترژره له ګران ویاړلي افغانستان څخه داشغال ،فساد،جهالت اوبې اتفاقۍ کرغیړن ټغرټول کړي .امین

سیدسعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x