fbpx
ناصر خاضع

ناصر خاضع د غور نوی والي وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د غور د سرپرست والي محمد امین توخي پر ځای د اجراييه رییس د ټاکنیزو منډو ترړو ملاتړی ناصر خاضع د والي په توګه وټاکل شو.

د سیمه ییزو ارګانونو له لوري خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې ناصر خاضع د ولسمشر محمد اشرف غني له حکم سره سم د غور د والي په توګه وټاکل شو.

خاضع چې د ګډ حکومت د اجراييه رییس پلوی دی، د هرات ولایت اوسېدونکی دی، چې تر دې وړاندې يې هم دولتي دندې ترسره کړې دي.

د غور سرپرست والي چې د غور د پخوانۍ والي سیما جوينده له لوري په فساد کې ښکېل بلل شوی و، دوه ورځې وړاندې سرپرست اعلان شو، خو په خواله رسنیو کې توندو غبرګونونو دوه ورځې وروسته د هغه پر ځای خاضع د والي په توګه وټاکل شو.

محمد امين توخی چې د سیما جوينده مرستیال و په فساد کې د ښکېلتیا په خاطر ممنوع الخروج اعلان شو، وروسته له هغه چې سیما جوينده د کابل ولایت مرستیاله شوه، نوموړی د غور د سرپرست والي په توګه وټاکل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د