غور: د یو ځوان د وژنې اړوند طالبانو د پژواک خبر بې اساسه وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو له خپل لوري په غور ولایت کې د يو ولسي وګړي وژل کېدل او د هغه د بدن د غړو غوڅول رد کړي او دا پېښه يې وحشت بللې ده.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د پژواک خبري اژانس له لوري د دې کار دوی ته منسوبولو دوی ردوي او په وينا يې د دې ځوان له کورنۍ سره په غم کې ځان شريک بولي.

تېره ورځ د غور په دولت یار ولسوالۍ په قاضيانو کلي کې د فضل احمد په نوم د یو تن جسد په داسې حال کې وموندل شو، چې غبرګې سترګې يې ور ایستل شوې وي.

طالبانو ژمنه کړې، چې د دې پېښې د عاميلينو په پیدا کولو کې به هڅه کوي.

«پرون د پژ واک خبري آژانس داسي یوخبرخپور کړ چي دغور ولایت په دولت یار ولسوالي دقاضیانو په سیمه کي یوځوان چي فضل احمد نو میدی دطالبانو له لوري وژل شوی او ستر ګې یې ایستل شوې دي خو موږ له خپله لوري دا ناوړه او وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندو اوکوښښ کوو چي ددې پیښې عاملین پیدا او دشریعت په چوکاټ کي ورته لازمه سزا ورکړو .»

طالب وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د ځوان له پلار احمد خان سره يې اړیکي نه دي ټينګې شوي، خو د هغه له تره سره يې اړیکه ټینګه شوې او د پېښې د عاملینو د موندنې ډاډ يې ورکړی دی.

ياده دې وي تر دې وړاندې هم په غور ولایت کې ولسي وګړو یوه ښځه د زنا په جرم سنګسار کړه، چې دولتي سرچينو دا کار د طالبانو وګاڼه، خو هغوی پکې لاس لرل رد کړل.