
پروان: سرتيري بريد کې ګڼو امريکايي عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه،۱۳۹۴ل): د پروان د بګرام ولسوالۍ په باجوړو کلي کې پر بهرنیو عسکرو سرتېری بريد شوی، چې درنه مرګ ـ ژوبله یې اړولې ده.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد د بريد مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې بريد د دوی ملګري د موټرسایکل په وسیله ترسره کړی او پکې يې ۱۹ عسکر وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.
مجاهد پخپله ټویټر پاڼه ليکي چې بريد د زاهدالله په نوم د دوی یو تن ملګري نن ماسپښين شاوخوا یوه بجه ترسره کړ، چې پر وژل شوي، سربېره يې ګڼ بهرني عسکر ټپيان کړي هم دي.
تر اوسه دولتي سرچينو یا هم په کابل کې مېشتو بهرنیانو د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي.
سبحان الله والحمدلله ولا اله الا الله والله اکبر اللهم تقبل شهادتهم وجعل مسواها الجنه الفردوس والماوی آمین یارب العلمین
غازی اوشهیدزاهدالله جان فردوس جنت ده خدای پاک ج سخه درته غوارمه مبارک دی سه چی په سپین مخ ده دی دنیاو لاری