شعـــــرونه

شکایت!‎

نظام کندهاری

و چـــا تــــه وژاړم؟ له چـا نه شکایت وکړمـــه؟
له کـــومه درده کـوم طبيــب ته حکايـــت وکـړمه؟

لکه يتـــيـــم ماشوم د هر چا منــتــــونه وړمــــه
چـا ته اميــــــد او توقُــــع د شفقــت وکړمــــه؟

هغــه آشنــــا مي شو رقيب ما چي وو زړه ورکړی
دا وار بيـــــــا چــــــاته اراده د محـبـــت وکړمه؟

سپينو چي ځان ته سپين ويل نن شـول نقيض د سپينو
اوس چـــا ته زړه ورکړم؟ له چا څخه نفـرت وکړمه؟

پر پرهــرونــو مو تيـــزاب د اختــــلاف راشينــدي
چــــا ته فريـــاد له چا نه تمـــــه د خدمت وکړمه؟

د اميــــدونـــو بېړۍ وړي رانه څپــــې د ايـــاس
بـــس صــرف الله ته به زارۍ د مرحمـــت وکــړمه

زاغان قــــرار ناست دي بلبـل دا خپل ګلشن ورانوي
نـظـامـــه اوس چا ته نسبت د مــلامــت وکړمـــه؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x