افغانستان

حکومتي چارواکي: هلمند به ډیر ژر سقوط وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل): په هلمند ولایت کې د طالبانو پرلپسي جګړو او پرمختګونو دغه ولایت د سقوط له ګواښ سره مخ کړی او چارواکي ویره لري چې ډیر ژر به د هلمند ولایت د طالبانو لاس ته ولویږي.

د هلمند ولایت د ولایتي شورا رییس محمدکریم اتل رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې طالبان ورځ تر بلي په هلمند ولایت کې پرمختګ کوي، نن یوه ولسوالي نیسي او سبا بله، په همدې توګه حکومتي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي او پراخي سیمي یې له لاسه وتلي دي.

اتل په خپلو خبرو کې وویل که چېري مرکزي حکومت هلمند ته پاملرنه ونه کړي ډیر ژر به هلمند ولایت د طالبانو په لاس سقوط وکړي، نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې اوس هم دهلمند ولایت ګڼي ولسوالۍ د طالبانو په کنترول کې دي.

د ولایتي شورا رییس محمدکریم اتل ومنل چې طالبانو د هلمند ولایت د ۹۵ سلنه خلکو ملاتړ ترلاسه کړی او همدارنګه د روان کال په جګړو کې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری امنیتي ځواکونه دي.

د هلمند ولایت مرستیال والي محمدجان رسولیار هم په خپل لیک کې ویلي وه چې هلمند د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی که یې د ژغورني غم و نه خوړل شي نو ډیر ژر به ولایت سقوط وکړي.

د ولایتي شورا رییس په هلمند ولایت کې د امنیتي ځواکونو د موجودیت په اړوند وویل چې د کاغذ پر مخ لیکل شوي ۸۰۰۰ سرتیري په هلمند کې میشت دي، نوموړي وویل چې دا خیالي شمېره ده او په حقیقت کې دلته د امنیتي سرتیرو شمېر ډیر کم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د غلامی ، فاسدی او بی کفایتی اداری غړی به خپلو خبرو او خبرونو کی هم خپله غلامی ، فساد او بی کفایتی په ډاګه کوی ، دوی وایی چه د هلمند ولایت به ډیر ژر سقوط وکړی د سقوط عامل یی هم په ګوته کوی چه ۹۵ برخی خلک د طالبانو پلویان دی . زه ورته وایم چه ۹۵ برخه خلک چه د طالبانو پلویان دی په داسی حال کی چه طالبانو سره ډالر هم نشته چه خلکو ته ورکوی او نه یی له خلکو اخلی که اخستلی نو خلک به یی بلویان نه وو ، داسی ولی نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x