نړۍ

امریکا کې موټر چلوونکي ښځي نژدې ۴۰ تنه په موټر وهلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل): د امریکا په لاس ویګاس تړانګه کې یوې موټر چلوونکي ښځي خپل موټر د سړک غاړي پر پلي خلکو خېژولی چې له امله یې یو تن وژل شوی او درې درځنه نور ټپیان شوي دي، چارواکو پېښه قصدي بللي.

تر پېښي وروسته موټر چلوونکي نیول شوي او د پېښي په اړه تري پوښتني ګرویږني رواني دي.

د موټر چلوونکي سره درې کلن ماشوم هم په موټر کې وو چې د پېښي پر مهال ژغورل شوی او کوم زیان نه دی ورته رسېدلی.

د ترهګرۍ ضد پولیس د پېښي ځای ته رسېدلي او پلټني یې پیل کړي دي، ځایې چارواکي وایې چې موټر چلوونکې د لاس ویګاس نه ده او یوه اونۍ وړاندي دې ښار ته راغلي، تراوسه معلومه نه ده چې دغه بېګانه ښځه د څه لپاره دلته راغلي وه.

یاده دې وي چې تر دې وړاندي د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سان برنارډینو کې خاوند او میرمني په یوه برید کې ۱۴ تنه ووژل او تر ۲۶ ډیر یې ټپیان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x