افغانستان

پروان: په نني سرتیري برید کې د ناټو شپږ بهرني عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه،۱۳۹۴ل): ناټو وايي د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ کې ددوی پر عسکرو د سرتیري برید له امله د ناټو شپږ تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.

د ناټو د عمومي اړیکو مسؤول جنرال ویلسن رسنیو ته ویلي چې مونږ ددې ستري فاجعې له امله په شاک حالت کې (ګنګس) یو.

نوموړي ویلي چې د شپږو بهرنیو عسکرو د وژل کیدو تر څنګ ۳ تنه نور ټپیان شوي هم دي، خو دایې ونه ویل چې د هغوی ژوند په خطر کې دی او کنه.

ویلسن وویل، د ناټو د عمومي قومندان جنرال کامپیل په نمایندګی او همداسي د ناټو د ټولو ځواکونو په نمایندګي مونږ د وژل شویو عسکرو د کورنیو سره ځان په غم شریک بولو، د رخصتیو او خوښيو په موسم کې دغه یو لویه فاجعه ده.

باید وویل شي چې د کرسمس او د میلادي کال د نوي کیدو موسم په غربي نړۍ کې د رخصتیو او خوښیو موسم وي.

ددې تر مخه د بګرام ولسوال عبد الشکور قدوسي رسنیو ته ویلي وه چې په برید کې د ناټو پنځه عسکر وژل شوي او د دریو پولیسو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وویل چې پيښه ماپښین پر یوه نیمه بجه هغه وخت را منځته شوه کله چې ګډ ځواکونه په سیمه کې د ګزمي په حال وو.

نوموړي د بریدګر په اړه ویلي وه چې هغه پر یوه موټر سایکل سپور وو، خو د ناټو چارواکو ویلي چې چاودنه د باردو ډک د یوه موټر په واسطه تر سره شوې.

ددې پيښي لومړی خبر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورکړی وو، نوموړي ویلي وه چې د بګرام ولسوالۍ د باجوړو په کلي کې ددوی یوه ملګري د موټر سایکل په وسیله د بهرنیو ځواکونو پر کاروان سرتیری برید وکړ چې له امله یې ۱۹ تنه بهرنیان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.

نوموړي په خپل ټویټر اکاونټ کې د بریدګر نوم زاهد الله یاد کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x