نظــر

د شوروي ضد جهاد ، خپله جګړه که پردۍ ؟

نن د سلواغې ۲۶ مه ده ۲۲ کاله وړاندې په همدې ورځ دشوروي یرغلګرو وروستۍ پوځي  جنرال بوریس ګروموف  دحیرتان په پله واوښت او په دې توګه یې په افغانستان کې خپلې پوځي مداخلې ته دپای ټکی کیښود .

له دین ، وطن او ځمکني حریم څخه دشوروي لښکرو دمخ ګرځولو او شړلو په لاره کې افغان اولس هغه بیه پرې کړه چې تردې وړاندې یې دکوم یرغل په مقابل کې نه وه ورکړې ، باوري شمیرې ښیي چې په دې جګړه کې افغانانو دوه ملیونه شهیدان ورکړل  .

ټول پوهیږو چې ژوند ډیر شیرین نعمت دی هوښیاران وایي ( ژوند که هرڅو تریخ شي بیاهم ترمرګ خوږ دی ) انسان چې یوځل انسان ، عاقل او بالغ وي ، نو کله هم نه حاضریږي چې دژوند غوندې ستر نعمت دکوم لایعني او پردي هدف لپاره له لاسه ورکړي  ، اسلام  او انساني عقل په ډيرو لږو استثنایي حالاتو کې داستثنایي اهدافو لپاره  انسان ته دا اجازه ورکوي ، چې باید له سره ورته تیر شي ، ترڅو هغه هدف تر لاسه کړي  ، داسلام ، دیني ارزښتونو او اسلامي حریم دفاع یو له هغو ارزښتونو څخه ده چې  دانسان لپاره ترژوند درنه بیه لري  ، اوپه دیني ، انساني او فطري معیار  په دې ارزي چې دخوندي کولو په لاره کې یې له سر ه تېرېدنه وشي.

افغانان له څيرمې لیونیان نه وو او نه ورباندې ژوند تردې حده پیټی وو ، چې هسې دلایعني هدف او پردۍ جګړې دپاللو لپاره دوه میلیونه  وروڼه او زامن قربان کړي ، له کمونیستي یرغل وروسته افغانان ( خپله ) له سترظاهري او معنوي ناورین سره مخامخ وو ، دافغانانو پروطن  دکفر سېلاب را شېوه شوی وو ، افغانان دخپل ترټولو علیا ارزښت  ( اسلامي عقیدې ) د له منځه وړلو له خطر سره مواجه وو ، دافغانانو شمالي زورور ګاونډي پریکړه کړې وه ، چې طوعا او کرها باید دافغان ماشوم ، افغان میرمنې ، او افغان سړي ذهن ته دمارکس دهري عقیده پیچکاري شي ، صلوة ، صیام ، حج ، زکات ، مسواک ، اذان ، مسجد ، قرآن ، الله ، رسول ، مذهب او نور ټول په کمونیستي اصطلاح ( عربي واژې ) باید دافغانانو له  عقیدې او عمل څخه وتوږل شي ، افغانان باید دشوروي دمرستو په بدل کې خپل یو نیم زر کلن استقبال له  مکې مکرمې څخه د لینن ګراد په خوا واړوي ، ځکه دنوې متمدنې مارکسستي ټولنې همدا تقاضې دي ، او بریژنف ویلي چې دکمونیزم ګاونډیان باید یوازې کمونیستان وي او بس  .

همدا کیسه وه ، همدا یو اړخیز کفري ښکیلاک وو چې افغان اولس یې دېوال ته وداروو او هیڅ په اصطلاح ( دمرغۍ لار ) هیڅ استثنا ، هیڅ سازش او هیڅ مصلحت  دافغان اولس لپاره په رسمیت نه پیژندل کیده ، بریژنف د دحفیظ الله امین په خوله اعلان وکړ ، چې شل ملیونه عقب ګرا (!) افغانان باید قتل شي ، ترڅو یوې شپیته زره کیسیزي سوسیالیستي ټولنې ته ځمکه شودیاره شي ، افغان مجبور وو چې یا به عقیدوي مرګ ( کمونیزم ) مني او یاهم  جسمي مرګ ( شهادت ) څرنګه چې جسمي مرګ اسان  او پایلې یې هم دعقیدوي مرګ په نسبت یوازې  ظاهري او آني وې ، یونیم  ملیون افغانانو جسمي مرګ قبول کړ، ترڅو خپل ولس له عقیدوي مرګ څخه خلاص کړي .

ماوراء  قضیه حقائق

له قضیې نه  مراد ، په افغانستان دشوروي یرغل او مقابل کې یې دافغانانو دیني ، طبعي ، انساني او اخلاقي عکس العمل  ( جهاد ) دی ، اصلي قضیه همدا ده افغانانو ته  داسې جنجال ورپېښ شو چې دسر په بیه ارزېده ، دوی هم  خپل دیني او وجداني مسؤلیت ادا کړ او په نره ورته ودرېدل .

خو دې قضیې دبلې هرې قضیې غوندې بګراونډ یا اړخونه هم درلودل ، ځکه چې دقضیې اړخونو ( شوروی اتحاد او افغان اولس ) دبل هر  مشهود ، ملموس اوموجود حقیقت په توګه  اړخونه ، جهات سته ، ارتباطات  او حدود درلودل .

شوروي اتحاد دخپل وخت یو ستر زبرځواک او نړیوال قطب وو ، چې په مقابل کې یې دناټو تړون دمخامخ دشمن په حیث پروت وو ، له ناټو پرته ناپېيلي هیوادونه  او دسیټو او سینټو متعهد هیوادونه  هغه هیوادونه ووچې هره شیبه  دشوروي دسیده یا ناسیده  مداخلې او یرغل له ګواښ سره مخامخ وو ، دجنوب په خوا دسره پوځ لښکر کشي او دچین په خلاف دبریژنف خیالي دکتورین  ددې مسئلې بګراونډ نور هم حساس کړی وو ، دجنوبي اسیاهیوادونه دشوروي یرغل له لومړی درجه ګواښ سره مخامخ وو ، عربي شتمن جهموریتونه هم په دې پوهیدل چې اصلي هدف دوی دي ، دا هیوادونه چې دشوروي یرغل له ګواښ سره مخامخ وو زیاتره دلویدیځو هیوادو ستراتيژیک ملګري ، منطقوي ملاتړي او یا پخواني مستعمرات وو ، چې له همدې امله  په لویدیځه نړۍ کې دجنوب په خوا دشوروي لښکرکشي داسې بلل کیده لکه دلویدیځ په خوا چې شوي وي .

افغان مجاهد چې په تشه ګیډه او زاړه توپک دشوروي په خلاف جهاد پیل کړی وو او په بوتلي ګرنېډ یې دڅلویښتم لښکر ټانګ لمبه کاوو ، اګر که  داهرڅه یې دخپل هدف لپاره وو ، خپلې عقیدې او خپل ایمان همدې جګړې ته پارولی وو ، خپل ورپیښ خطر او ګواښ دې قربانۍ ته درولی وو ، هدف یي هم یوازې له شوروي کفر څخه دخپل دین ، خپل اولس او خپلې خاورې ساتنه وه ، او د خپلې جهادې انګیزې ، خپل هدف او خپلې ستونزې په بنیاد یې داجګړه هم خپله بلله ، مګر دقضیې دشوروي اړخ دپراخ بګراونډ له امله یې  دجهاد ثانوي ، اتوماتیکه او غیرعمدي نتیجه هم خورا پراخه وه .

ځکه دافغان په لاس دشوروي په وژل کیدو سره نه یوازې دده خپل دښمن له منځه تلو ، بلکې دامریکا ، ناټو ، سعودي ،پاکستان ، چین ، ایران ، مصر او نورو ډیرو هیوادونو دښمن ( شوروي ) هم ځپل کیده .

په همدې مهال چې افغان په وینوسورلړلی او دخپلې عقیدې او وطن ددفاع په توده جګړه بوخت وو ، دپیښور دچارسدې یو سورټوپي فیلسوف چې ځان یې افغان باله خو بیرغ یې شوروي ته ورته وو ، له یوې کتره آمیزې خندا سره  دمجاهد افغان په غوږ کې  وویل چې جګړه مه کوه ځکه دجګړې ګټه دې  امریکا ته هم رسیږي ، اسرائیل ته هم رسیږي ، برتانیا ته هم رسیږي ، پاکستان  ته هم رسیږي او سعودي ته هم رسیږي  ، ستا جګړه خپله جګړه نه ده ، بلکې پردۍ جګړه ده !!

مجاهدافغان په ژور سوچ کې ډوب شو ، فکر یي وکړ  چې رښتیا هم دعالمګیر شوروي حدود او روابط  هم عالمګیر دي ، په تربرونو او دښمنانو یې نړۍ ډکه ده ، که چیرې په شوروي مرګونی وار کیږي ، نو نړیوالو او سیمیزو ټولو دښمنانو ته یې اتومات فایده رسیږي ، چې  په دې ډله کې اسرائیل او امریکا هم شامل دي ، خو چاره څه ده آیا  شوروي زه په داسې شکل ماتولی شم ، چې امریکا ترې بې غمه نه شي یا یې له شکست څخه مستفید نه شي ، آیا دا ممکنه ده چې شوروي سره داسې جګړه وکړم او داسې زیان ورته واړوم  چې نورو شوروي ضد جهاتو ته یې هیڅ فایده ونه رسیږي او نه ورباندې خوښ شي ؟؟ له ژور سوچ وروسته افغان مجاهد دې نتیجې ته ورسېد چې نه داسې څه کول اصلا ممکن نه دي ، ځکه دشوروي په ماتولو شوروي ضد جهاتو ته فایده رسیدل ، یو اتوماتیک ، طبعي او غیرعمدي عمل دی ، چې دده له اختیاره بهر دی ، نو اوس به افغان یا دجګړې دهمدې ثانوي نتیجې دنفي لپاره جګړې ته شا کوي ، او یا به دخپل مخامخ ، نغد اومباشر غلیم ( شوروي ) په ټکولو سره د جګړې دغې ثانوي ، غیرعمدي  نتائج هم زغمي .

چې جګړه خپله ده نو بیا ..

مجاهدافغان چې جهاد یې یوازې دخپل عقیدې دساتنې ، خپل وطن د دفاع  او خپل نسل دوقایې لپاره پیل کړې وه ، له ژور سوچ وروسته یې په دې یوځل بیا باور پوخ شو ، چې جګړه یې خپله ده ، خپل مسؤلیت ادا کوي ، خوداچې دقضیې دبګراونډ له امله یې دجګړې ثمره تر نورو هم رسیږي ، دا پر ده اړه نلري ، ځکه دا دمقاومت ثانوي ، غیرعمدي او اتوماتیکه نتیجه ده چې  دده په واک کې نه ده .

افغان له همدې امله جګړې  ته وجوړېد ، په بیا بیا دشوروي په ټانګ له تبر او کولنګ سره وروځغاست ، په بیا بیا یې دټانګ په زغره د چره دار توپک کارتوس وآزمېیل ، خو آخر له بابا ورپاته مرمۍ هم ورخلاصې شوې ، او افغان ته دسیالۍ په تاوده میدان کې دتش لاس دښمني ورلغاړې شوه ، کاشکې جګړې یوازې وینې او سرونه غوښتی ، کاشکې کافر یوازې دتودو وینو په سیلاب محوه کیدای شوای ، که داسې وای  سرتیري افغان به دابیه ډیره اسانه پرې کړې وای لکه پرې یې چې کړه ، خو افغان  دیوه موجود او ملموس انسان په توګه دطبیعت په زولنو تړلی وو ، افغان اوریدلي وو چې (الدنیا بالوسائل لا بالفضائل )او عقل ویل چې ( جنګ په وسله کیږي ) افغانان دخپل هدف د ترلاسه کولو او جنګ دګټلو لپاره خپلو دیني اساساتو ته رجوع وکړه ، حنفي افغانانو په خپل فقهي معتبر کتاب السیرالکبیر  دریم جلد ۱۸۶ صفحه کې هم ولیدل چې که په جهاد کې دوسلې ضرورت شونو مسلمانان  کولای شي له هرچا څخه دخپل هدف لپاره وسله ترلاسه کړي او حتی کولای شي له یوه کافر څخه دبل کافر په خلاف وسلې واخلي او یا استفاده ترې وکړي ترخپل مباشر دښمن ته شکست ورکړي (ولا بأسَ بأن يَّسْتَعِين المسلمونَ بِأهلِ الشّرك عَلَى أهلِ الشّرك إذا كان حُكم الإسلام هو الظاهر عليهم، لِأنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم استعان بيهود بني قینقاع علي بني قریظه  وخرج صفوان مع النبي صلى الله عليه وسلم حتى شَهِدَ حُنَيناً والطائف وهو مُشْرِكٌ، فَعَرَفْنَا أنَّهُ لا بأسَ بالاستعانة بهم، وما ذلك إلا نظير الاستعانة بِالكِلابِ عَلَى المشركين وَإلى ذلك أشَارَ رَسول الله بِقَولِهِ إنَّ اللهَ لَيُؤَيّدُ هَذا الدّينَ بِأقوامٍ لا خَلاقَ لَهُمْ فِي الآخرة (طبراني)

مجاهد افغان په همدې اساس دخپل هدف دترلاسه کولو خپلې جګړې دګټلو او خپل هیواد دخپلواکۍ لپاره له کافر او مسلمان دواړو څخه وسلې ترلاسه کړې ، معلومه خبره ده چې جنګ یوازې وسله نه کوي ترڅو چې وسله چلوونکی نه وي ، که وسله چلوونکی نه وي  وسله سړه اوسپنه ده چې هیڅ هم نه شي کولای ، بله داچې جنګ یوازې بالقوه وسله چلوونکي هم نه شي کولای ، که داسې وای ددنیا ملکونه لکه اوس دشوروي  دراج په وخت کې هم له وسلو اووسله چلوونکو انسانانو ډک وو ، خو په دوی کې هغه ایمان ، غیرت او دانانیت روحیه نه وو کومه چې دځان او خپل حق لپاره دجګړې اصلي محرک بلل کیږي ، دا یوازې افغانان وو چې همدا محرکه قوه یې درلوده ، افغانانود همدې محرکې قوې په برکت  وسله په لاس واخیسته او شوروي کافر یې مات کړ ، نو ځکه اوس ددې بریا دګټلو ویاړ یوازې او یوازې دافغاني غیرت په نامه ثبت دی .

یو تور او یو ځواب

په افغانستان دشوروي یرغل که هرڅو سخت ، ناانډوله او امتحاني وو ، خو په دې هیواد داوسني امریکایي یرغل په مقابل کې باید له آزمويښتي  نګاه  د ( چهار نیم ماهه امتحان )  اصطلاح ورته وکاروو ، ځکه امریکایي یرغل دسالانه امتحان غوندې دشوروي یرغل په نسبت خورا سخت ، برخلیک ټاکونکی ، درښتیا او دروغو بیلونکی ، د مسلمان او منافق  جلاکوونکی او داصلي او تقلبي ترمنځ کرښه ایستونکی وو .

ځیني هغه مجاهد نمایان چې دشوروي یرغل په مهال په بیستو کې دتلو له ویرې پاکستان یا دنړۍ بلې برخې ته تښتیدلي وو ، په هغه وخت کې چې تورې لالا ( افغان ولس )  وهلې دجهاد او مقاومت په نامه  نوالې  همدوی وهلې ، دوی هم ددې لپاره چې مجاهدین وبریښي ، ږیرې پرې ايښي وې ، پکولونه او پرتوګونه یې اغوستل ، او د دین ،استقلال ، غیرت ، شهامت ، تاریخ ، وزیراکبر خان ، ایوب خان ، محمدجانخان او میرمسجدي خان نومونه یې اخیستل ، دوی چې د دنسبتا اسانه چهارنیم ماهي امتحان ( شوروي یرغل ) په مهال یې دنقل او جعل لوبه پیل کړې وه، هغه مهال خورا ښه وچلیدل ، هم یې نوم لوړشو او هم بریتونه غوړ ، په جهاد کې خلک دپولۍ پړک ته کیناستل او سراومال یې ټول لاړل ، خو دوی  دنرزامنو په کې  ماڼۍ ، موټرې او لښکرې وموندې ، دوی فکر کاوو چې کیسه په همدې ځایه خلاصه شوه ، او نور د الله تعالی  له حسابه بري یو ، خو خبر نه وو چې الله تعالی به یې په داسې امتحان آزميي چې جعل او تقلب یې درست عالم ته ښکاره شي ، اودریا او منافقت جامې یې ولویږي .

همدا کیسه وه چې په افغانستان امریکایي یرغلګر کټ مټ داسې راغلل لکه شورویان چې راغلي وو ، شورویانو هم تر یولک ډیر عسکر دې هیواد ته راوستي وو او امریکایانو او ملګرو یي هم همدومره شمیر عسکر راوستل ، خو څرنګه چې دا مهال کیسه بیخي ناانډوله وو او د ډالرو ، کلدارو او ریالو څرک نه لګیده ، نوځکه ګڼ شمیر مجاهدنمایانو چې تیر جهاد یې دهمدې ددنیایي شیانو لپاره کړی وو ، په سالانه امتحان کې ناکام وختل .

دوی ددې لپاره چې ولس یو ځل بیا دوکه  کړي او ځانونه سپین وښيي داځل یې دعقلانیت او دراکت دعوه وکړه ، دوی وویل چې موږ پخوا هم خطا شوي وو چې له روس سره جنګیدلو ځکه زموږ هغه جګړه هم خپله جګړه نه وه بلکې پردۍ جګړه وو ، دغه راز اوس هم موږ له امریکاسره ځکه نه جنګیږو چې دجګړې ګټه مو پاکستان ، چین او روس ته رسیږي .

دجهاددمنکرینوترمنځ دااخبره تقریبا اوس یومتحدالمال شعار ګرځیدلې چې په افغانستان کې دافغان اولس لخوا دامریکا خلاف روان جهاد یوه پردۍ جګړه ده ، چې افغانان هسې په کې ښکیل دي ، په همدې بنیاد دوی دشوروي په خلاف دافغانان جهاد هم پردۍ جګړه یعني دروس او امریکا ترمنځ جنګ بولي چې هسې افغانان په کې دل شول .

ددې دلیل ویونکي که دبحث په مهال راګیر کړې ، چې څنګه دافغانانو پخوانۍ یا اوسنۍ جهاد پردۍ جګړه ده ، نو ددوی یوازینۍ دلیل دادی چې ددې جګړې یوه نوع ګټه پردیو ته هم رسیږي ، یعني که له روس سره جنګېدو ګټه یي امریکاته رسیده او که له امریکا سره جنګیږو ګټه یې روس ، چین او پاکستان ته رسیږي ، همدا ددې فکر د درلودونکو لومړنی او وروستنی دلیل دی او له دې ورآخوا دخپلې دې ايډیا لپاره هیڅ توجیه هم نلري .

اوس راځئ دا لیل دعقل او نقل په تله وتلو چې څومره دروند خيږي ، او آیا رښتیا دا دلیل ددوی لپاره مبرر کیدای شي .

لکه  مخکې مو چې ویل په دنیا کې هیڅ ښکیل دښمنان او دجګړې مخالف لوري له دې خلاص نه دي ، چې ددوی جګړه به له مخامخ ، مباشرو او خپلو نتائجو سربیره  سکېنډ ، بالتبع  نتائج هم لري ، ځکه چې دجګړې ښکيلې خواوې  له همدې جګړې پرته نور دوستان او دشمنان هم لري ، او له همدې قضیې دماوراء روابطو درلودونکي هم وي .

درسول الله صلی الله علیه وسلم په مهال په مکه کې او وروسته له مدینې څخه دمسلمانانو مقابله دمکې او نورو عربي قبائلو له مشرکینو سره وه ، خو عیني په همدې مهال دفارس او روم امپراطورۍ هم سره په جګړې وې ، او ترمنځ یې ټاکونکي پوله همیشه په تغیر کې وه ، په دې مهال دمکي مشرکینو له فارسیانو سره خواخوږي درلوده ، ځکه له هغوی سره یې  ( مابه الاشتراک ) شرکي عقیده وو ، دوی دواړو خواوو په اسماني دین عقیده نه درلوده بلکي مشرکین وو ، برخلاف نبي کریم صلی الله علیه وسلم  او صحابه وو بیاله رومیانو سره بالنسبه  خواخوږي درلوده ، ځکه هغوی هم په اسماني دین عقیده درلوده ، عیسایان وو  او مسلمانانو هم په اسماني دین اسلام عقیده درلوده ، خو په عین حال کې همدغه رومیان مسلمانانو خپل دښمنان هم بلل ، ځکه داسلام په راتلو سره عیسویت منسوخ شوی وو ، نو په دې حال کې که مسلمانانو دفارس خواخوږو مشرکینو ته زیان رساوو ، یا یې بالفرض له فارسیانو سره جګړه کوله ، نو ددې ګټه  بالتبع رومیانو ته رسیده ، ځکه دفارس اصلي دښمن دروم امپراطوري وه ، خو مسلمانانو کله هم  دفارس  او دفارس دخواخوږو مشرکینو له دښمنۍ له دې امله لاس وانه خیست چې ګټه یې رومیانو ته هم رسیږي ، که چیرې دجګړې او مبارزې دغه ثانوي فایدې رسیدلو ته اعتبار وای ، نو مسلمانانو باید هغه مهال دمشرکینو او فارسیانو په مقابل کې جګړه نه وای کړې ، ځکه چې دفارس په ماتیدلو سره روم ته هم فایده رسیده او دشمن یې له منځه تلو .

مګر نن سبا چې مسلمانان دامریکا په خلاف جنګیږي ځیني ړونداندي وایي دا جګړه بایدونه کړي ځکه ګټه یې روس او چین ته رسیږي ، نو داپردۍ جګړه ده !! آیا دفارس او مشرکینو په وړاندې دصحابه کرامو جګړه هم پردۍ جګړه وه ، چې یوه نوع  ګټه یې روم ته هم  رسېده ؟؟ 

بله داچې دغه دنظر خاوندان دې نران شي ماته دې دنړۍ په یوه کونج کې داسې یوه دیني جګړه ، مقدس جهاد ، دخپلواکۍ مبارزه او ملي مقاومت  راوښیي چې داسې بالتبع عواقب او  نتائج ونلري .

په ۱۸۳۹م میلادي کال کې چې کله انګریزي لښکرې زموږ هیواد ته داخلې شوې ، نو ددوی اصلي هدف د تزار روس په وړاندې  توره بریښول اودمبارزې میدان ته وړاندې کیدل وو مطلب داچې دغه مهال دبرتانیا اصلي دښمن روس وو چې ترترکستانه رارسیدلي وو ، مګر په ۱۸۴۲ م کال کې  وزیراکبر خان ، میرمسجدي خان ، نائب امین الله لوګري ، عبدالله خان اڅکزي او نورو چې پرنګی لښکر تباه کړ ، او یوازې ډاکټر برایډن یې  جلال اباد ته دنمونې لپاره زوندی ورولیږه ، آیا زموږ هغه ملي قهرمانان هم د تزاري روس ګوډاګیان وو او دهغوی دګټو لپاره جنګېدل او دشمال پخوایي د انګریز  دفارورډ پالیسي د وړاندې تګ مخه نیوله ؟

که چیرې پخواني مجاهدین دامریکا یا اوسني دروس او پاکستان مزدوران وي ، نو بیا خو ضرور  وزیراکبر خان ، نائب امین الله او عبدالله خان  اڅکزی  هم دتزاري روسیې اجیران وو ، ځکه د دوی په لاس  دانګریز دعبرتناک شکست ګټه روس ته هم ورسېده ، او په دې توګه ددوی جګړه هم پردۍ وه (!)

دشلمې پیړۍ په رابرېدو سره دانګریزي امپراطورۍ هبوط پیل شو ، او جرمني د طلوع په حال کې وه ، په دې مهال کې دبرتانیا ترټولو ستر سیال د جرمني امپراطورۍ بلل کیده ، دهمدې پیړۍ په دوهمه لسیزه کې افغانانو دانګریزانو په خلاف جګړه پیل کړه ، او دتورې په زور یې  نه یوازې خپله خپلواکي ترلاسه کړه بلکې دانګریز سیمیز پرستیژ یې په صفر کې ضرب کړاو دهند براعظمګي نور محکومو ملتو ته یي هم دخپلواکۍ الهام ورکړ ، دا مبارزه په انګریزي امپراطورۍ چې دجرمني په مقابل کې یې دبیا سمبالیدا هڅه کوله یو مرګونی وار وو ،  او دجرمني امپراطورۍ لپاره یو ښه خبر ، آیا څوک داسې ویلی شي ، چې دانګریزانو په خلاف دافغانانو دریمه جګړه په اصل کې دجرمني او انګریز جنګ وو او افغانان هسې په کې لویدلي وو ؟

حاجي میرزا علي خان ایپي فقیر  د شلمې پیړۍ په څلویښتمو کلونو کې دیوې مسلمانې شوې هندوې ښځې په سر له انګریزانو سره جهاد اعلان کړ ، چې څو کاله یې دوام درلود او انګریزانو ته یې سخت زیانونه واړول ، عین په همدې مهال دجرمني دیکتاتور هټلر  هم  له انګریزانو سره په دوهم نړیوال جنګ بوخت  وو ، ایپي فقیر له انګریزانو سره  دخپلو دیني اساساتو په بناء جګړه کوله  خو داچې په انګریز یې وار کاوو ، نو دانګریزانو دښمن هټلر هم ورسره خواخوږي درلوده ، او دایپي فقیر دجهاد یوه نوعه ګټه دهټلر جګړې ته هم رسیده ځکه انګریز یې دوه ځای بوخت ساته ، آیا د دايپي فقیر دمبارزې دهمدې غیر ارادي  نتیجې  له امله به موږ ته مناسبه وي چې دوزیرستان اتل  ایپي فقیر د هټلر لاسپوڅی یا اجیر وبولو ؟

نه ، هیڅکله نه ، نو چې هغه نه شو بللی ، دروس ضد جهاد  مجاهد او امریکا ضد مجاهد ولې دپردۍ جګړې جنګیالی یا د نورو اجیر وبولو ، دا نه منطق مني ، نه عقل او نه هم  عرف .

له لوړ وضاحت څخه معلومه شوه چې هغوی چې په اوسنیو مجاهدینو  دچین ، پاکستان یا ایران  دلاسپوڅو تور لګوي په حقیقت کې په هغو ټولو مبارزو او جهادونو پورې تمسخر کوي ، چې  زموږ ددیني او ملي تاریخ ویاړ بلل کیږي .

دوی چې دجهاد او خپلواکۍ ګټلو همت نلري مجبور دي چې دخپلې دووسۍ  دتوجیه لپاره داسې فرسوده  دلائل وتراشي ، هغه دلائل چې نه زموږ له دیني ، وطني او اولسی روایاتو سره اړخ لګوي او نه یي انساني عقل منلو ته تیار دی .

۲۰۱۳/۲/۱۴ م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x