افغانستان

کابل کې د امریکا سفارت ته څېرمه راکټونه لګېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل): د دوشنبې په ماښام شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار درو راکټي بریدونو ولړزوی، په راکټي بریدونو کې د کابل ښار مهمي سیمي په نښه شوي دي.

لومړۍ راکټ په مسعود څلور لاري کې د پولیسو مرکز ته نژدې لګیدلی چېري چې ارګ، د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا سفارت په ګډون یو شمېر نور سفارتونه هم شتون لري.

نور دوه راکټونه په وزیراکبر خان کې لګېدلي، دا سیمه هم د ډپلوماټیکو سیمو څخه شمېرل کیږي.

تر دې دمخه ویل شوي وه چې دوه راکټونه په کابل کې د ناټو قومندانۍ دننه لګېدلي دي خو د ناټو قومندانۍ دغه راپورونه رد کړل او وایې چې هلته راکټونه نه دي لګېدلي.

راکټي بریدونه پر داسي مهال ترسره کیږي چې نن غرمه مهال شاوخوا یوه بجه د طالبانو یو سرتیري بریدګر په باګرام کې د امریکایانو پر پلي ځواکونو برید وکړ، په برید کې شپږ تنه بهرني پوځیان ووژل شول او ځینو نورو ته مرګ ژوبله واوښتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x