fbpx
mohammad

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اوه څلویښتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

له مريسيع غزا وروسته پوځي عمليات

1- د عبدالرحمن بن عوف سريه:

د شپږم هجري كال د شعبان په مياشت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنه) په دومه الجندل كې ميشته بني كلب ته واستاوه، له خوځيدو نه مخكې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ور ته وويل: راځه دلته زما مخ ته كينه. هغه راغى د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخې ته كيناست، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپل مبارك لاس لنګۍ ور وتړله، او د جګړې په هكله يې په زړه پورې لارښوونې وكړې، ورته ويې فرمايل: ‏(‏إن أطاعوك فتزوج ابنة ملكهم‏)‏.كه هغوى ستا امر ومانه، نو د پاچا د لور سره يې واده وكړه. عبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنه) لاړ او درى ورځې يې هغه قوم اسلام ته راباله، تر څو هغوى په اسلام مشرف شول، بيا عبدالرحمن بن عوف د قبيلې د سردار يا پاچا (اصبغ) له لور (تماضر) سره واده وكړ. او همدا تماضر په ام ابي سلمه سره شهرت لري.

2- د علي بن ابي طالب سريه:

په 6 هجري كال د شعبان په مياشت كې وه، هدف يې په فدك كې ميشته د بني سعد بن بكر قبيله وه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته خبر راغى چې دلته څه كسان له يهودانو سره د مرستې لپاره راټول شويدي، نو فوراً يې علي (رضي الله عنه) د دوه سوه كسيز لښكر په مشرۍ هغه سيمې ته واستاوه. علې (رضي الله عنه) به د شپې سفر كاوه او د ورځې له مخې به يې چيرته كمين نيوه، يوه ورځ يې د مشركينو يو جاسوس ونيو هغه اقرار وكړ چې د بني  سعد قبيلې له خوا يې د خيبر يهودانو ته دا خبر رسولى و كه يهودان دوى ته د خيبر خرماوې وركړي، نو دوى به ورسره مرسته وكړي. همدې جاسوس د بني سعد د غونډيدو ځاې هم په ګوته كړ. علې (رضي الله عنه) پر هماغه ځاې يرغل وكړ، پنځه سوه اوښان، او دوه زره پسونه يې په غنيمت ونيول. بنو سعد له خپلو ښځو، اولادونو او له خپل مشر وبر بن عليم سره يو ځاى وتښتيدل.

3- د ابوبكر الصديق (رضي الله عنه) په بل روايت د زيد بن حارثه (رضي الله عنه) سريه:

د 6 هجري كال د رمضان په مياشت كې د وادي القرى په سيمه كې پيښه شوې وه. فزاره قبيلې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ترور نيت كړى وو، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې د مقابلې لپاره ابوبكر  الصديق (رضي الله عنه) وروليږه. سلمه بن اكوع وايي: زه هم ورسره وم او كله مو چې د سهار لمونځ ادا كړ، امر راته وشو، بريد مو پرې وكړ، د هغوى د اوبو چينې ته ورسيدو يو شمير مو ورنه ووژل. ما له دوى نه يوه ډله وليده چې ښځې او ماشومان هم پكې وو، وويريدم هسې نه له مانه مخكې غره ته ورسيږي، ورپسې ورغلم د دوى او غره تر مينځ مې د غشي وار وكړ كله چې دوى غشى وليد، ودريدل، پدې ډله كې ام قرفه نومې يوه ښځه هم وه چې يو زوړ پوستين يې اغوستى وو له دې سره يې لور چې د زياتې ښكلا درلودونكې وه هم ملګرې وه، ما ټول ونيول او د ابوبكر (رضي الله عنه) حضور ته مې راوستل. هغه همد ا ښكلې نجلۍ ما ته حواله كړه، ما د هغې جامې هم نه وې پرانيستې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) رانه وغوښتله، مكې ته يې وليږله او په بدل كې يې د مسلمانانو ډير اسيران ورباندې را خوشي كړل.(1)

ام قرفه يوه شيطان صفته ښځه وه، د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د په شهادت رسولو لپاره يې ډيرې توطئې جوړولې، او د همدې هدف لپاره يې د خپلې كورنۍ ديرش كسه تيار كړي هم وو، او بالاخره هغه پخپله سزا ورسيده اوپوره ديرش كسان يې ووژل شول.

4- د كرز بن جابر الفهري سريه: 

دا هماغه صحابي دى چې له بدر نه وړاندې يې د سفوان په غزا كې د مدينې په پنډ غالي حمله كړې وه، وروسته په اسلام مشرف شو او د مكې د فتحې په غزا كې په شهادت ورسيد.

كيسه داسې وه چې د عكل او عرينه يوې ډلې (چې رنځوران وو) په ظاهره اسلام راوړ، په مدينه كې ميشته شول، خو ددې ځاى هوا د دوى لپاره  مناسبه نه وه.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  هغوى له يوه څړ ځاى او هلته له څارويو نه د دفاع پخاطر واستول، امر يې ورته وكړ چې ددې څارويو (اوښانو) ساتنه به كوئ او د هغې شيدې او متيازې به څښئ. كله چې دغه خلك له ناروغۍ نه جوړ شول، نو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) شپون يې وواژه، اوښان يې له ځان سره وتښتول او بيرته مرتد او كافر شول. بناء رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د 6 هجري كال په شوال مياشت كې كرز بن جابر (رضي الله عنه) له يوه ګروپ سره په هغوى پسې وروليږه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پدې وخت كې دا دعا هم وكړه: ‏(‏اللّهم أعم عليهم الطريق، واجعلها عليهم أضيق من مَسَك‏)‏.اې خدايه! ته په عرنيينو لاره بنده كړې، لاره يې له وښي نه هم زياته ورته تنګه كړې. الله تعالى همدا دعا قبوله كړه، له هغوى نه لاره وركه شوه او ټول د مسلمانانو په اسارت كې ولويدل. بيا د خپل جرم (قتل او شوكو) په بدل كې حد ورباندې جاري شو، لاسونه او پښې  يې پرې شوې، سترګې يې ورنه وايستلې شوې، او بيا هملته يو ځاى وغورځول شول او ټول مړه شول(1). دا كيسه په صحيح بخاري كې له انس (رضي الله عنه) نه هم روايت شويده٢.

سيرت ليكونكي پدې سريه پسې له سلمه بن ابي سلمه سره د عمرو بن اميه الضمري د سريې ذكر هم كوي. دا هم د 6 هجري كال په شوال كې وه. كيسه يې داسې ده چې نوموړى د ابوسفيان د ترور لپاره مكې ته لاړ ځكه ابو سفيان لدې نه مخكې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ترور لپاره يو كوچى مدينې ته راليږلې وو، خو دا يو هم پخپل هدف كې بريالى نه شو. داسې روايت هم شته چې عمرو د لارې په اوږدو كې درى كسان وژلي وو، او بل روايت وايې چې عمرو په همدې سفر كې د شهيد خبيب (رضي الله عنه) جسد هم له ځان سره اخيستې وو. مشهوره خو دا ده چې خبيب له رجيع حادثې نه څو ورځې يا مياشتې وروسته شهيد شوى دې. د رجيع پيښه په څلورم هجري كال د صفر په مياشت كې وه، نه پوهيږم تاريخ ليكونكي سهوه شويدي او كه همدا دواړه پيښې په يوه سفر او څلورم هجري كال كې شويدې! علامه منصور پوري دا نه مني چې پدې سريه كې دې جګړه او مقابله شوې وي. والله اعلم.

دا له احزاب او بني قريظه غزا ګانو نه وروسته پيښې شوې سريې دي چې په يوه كې يې هم سخته جګړه نده شوې، نو پدې اساس ويلى شو چې دا ټول يو ډول اكتشافي ګزمې او عمليات وو چې هدف يې د هغو اعرابو ويرول او آرامول وو چې لا تر اوسه يې سد سرته نه وو ورغلى. كه پيښو ته ژوره كتنه وشي نو داسې ښكاري چې له احزاب غزا  نه وروسته د پيښو مسير بدل شوى او دښمنان د ماتې په لور روان وو، حوصلې يې ټيټې شوې، د اسلامي حكومت او ځواك له ماتولو نه بالكل مايوسه او نا اميده شوي وو. دا حقيقت هغه وخت ښه څرګند شو كله چې د حديبيې سوله وشوه، او پدې سولې سره مشركينو د اسلام په ځواك او عظمت اعتراف وكړ، او اسلام يې د يوه ځواك په توګه په عربي جزيره كې ومانه.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د