fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اته څلویښتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د حديبيې صلح

شپږم هجري كال د ذي القعدې مياشت

د حديبيې عمرې سبب:

وروسته له هغې چې په عربي جزيره كې حالات تر ډيره حده د مسلمانانو په ګټه شول، د اسلامي بلنې د بري رڼا ورو ورو را ښكاره كيدله، او په مسجد حرام چې پوره شپږ كاله د مشرکانو له خوا د مسلمانانو په مخ تړل شوى و، اوس د مسلمانان د عبادت په حق د اعتراف مقدمه پيل کيدونکې وه.

رسول رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مدينه منوره كې خوب وليد چې دى او اصحاب (رضي الله عنهم) يې مسجد حرام ته داخل شوي د كعبې شريفې كليانې يې اخيستې او ټولو طواف او عمره ادا كړې، وروسته ځينو د سر ويښتان كم او نورو بالكل پاك خرييلي دي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل دا خوب اصحابو (رضي الله عنهم) ته ووايه، هغوى ډير خوشاله شول، ګمان يې وكړ چې دوې به همدا كال مكې ته داخليږي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا هم ورته وويل چې زه به عمره ادا كوم، نو همدا وه چې اصحابو (رضي الله عنهم) د سفر تياري ونيوله.

مسلمانانو ته د سفر امر

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مدينې او شا و خوا سيمو اوسيدونكو ته اعلان وكړ چې له ده مبارك سره د سفر لپاره تيار شي. ډيرو اعرابو (كوچيانو) سستي كوله، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپله خپلې مينځل شوې جامې واغوستلى، عبدالله بن ام مكتوم او په بل روايت نميله ليثي يې د مدينې خليفه وټاكه، او په خپله قصواء نومې اوښه سپور شو.

د 6 هجري كال د ذي القعدې په لومړۍ نيټه د دوشنبې په ورځ يې له مدينې نه حركت وكړ، ام الموومنين ام سلمه (رضي الله عنها) هم ورسره ملګرې وه. د لښكر شميره يې ١٤٠٠ او په بل روايت 1500 كسانو ته رسيده. پدې سفر كې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او لښكر سره يې له تورو پرته چې هغه هم په تكيو كې وې نوره هيڅ ډول وسله نه وه.

مسلمانان د مكې په لور خوځيږي

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او ورسره اصحاب (رضي الله عنهم) د مكې په لور روان شول. كله چې ذي الحليفه سيمې ته ورسيدل، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپلې هدى (د قربانۍ څارويو، ميږو او پسونو) ته قلادې ور واچولې، اوښې يې په بوكام كې څيرې او په نښه كړې. د عمرې لپاره يې احرام وتاړه تر څو خلك پدې پوه شي چې د جنګ اراده نلري. يو كس ته يې وظيفه وركړه چې لاړ شي او د قريشو حال احوال ورته راوړي، او كله چې عسفان ته نژدې كيده همدا څارى ورته راغى، عرض يې وكړ چې كعب بن لويْ خپل حليف قبائل (احابيش) راغونډ كړي او ستا سره د مقابلې نيت لري، نور خلك يې هم د جګړې لپاره راټول كړيدي، تصميم يې نيولى تاسو ته اجازه درنكړي مكې ته داخل شئ! پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره مشوره وكړه او ويې فرمايل: ‏(‏أترون نميل إلى ذراري هؤلاء الذين أعانوهم فنصيبهم‏؟‏ فإن قعدوا قعدوا موتورين محزونين، وإن نجوا يكن عنق قطعها الله، أم تريدون أن نؤم هذا البيت فمن صدنا عنه قاتلناه‏؟‏‏)‏. تاسې پدې كې څه نظر لرئ چې لاړ شو او د هغو خلكو په كورونو حمله وكړه كوم چې له قريشو سره د مرستې لپاره وتلي دي؟ او د هغوى پر هر څه قبضه وكړو، وروسته كه هغوى غلي كيني، نو دا به داسې وخت وي چې د جنګ خوند به يې څكلى وي، لوى غم به ورباندې راغلى وي، او كه راځي نو دا به هم پداسې حالت كې وي چې الله به يې ورميږونه ورمات كړي وي، او كه نه دا غواړئ چې د بيت الله شريف په لور مخ په وړاندې لاړ شو، كه څوك مو مخې ته ودريدل جګړه به ورسره كوو؟ په ځواب كې ابوبكر (رضي الله عنه) ورته وويل: الله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ټولو نه ښه پوهيږي، مونږ خو د عمرې په نيت راغلي يوو. له هيچا سره د جګړې نيت نلرو، خو كه څوك زمونږ او بيت الله تر مينځ حايل واقع كيږي يعنې مونږ ته د عمرې اجازه نه راكوي، نو له هغوى سره به حتماً جنګيږو.  پدې پسې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر وكړ چي: (فروحوا‏)‏.  ځئ، روان شئ، همدا وه چې ټول د مكې په لور وخوځيدل.

قريش هڅه كوي مسلمانان له بيت الله شريف نه منع كړي

قريشو چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د راتګ خبر واوريد، غونډه يې وكړه او ټول پدې سره متفق شول چې په هيڅصورت كې به رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته مكې ته د داخليدو اجازه نه  وركوي. پداسې حال كې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له احابيشو نه په څنګ كې تير شوى وو، د بني كعب يوه سړي خبر ورته راوړ چې قريش ذي طوى ته راغلي او د كراع الغميم په سيمه كې د خالد بن وليد په مشرۍ دوه سوه سواره ځاې په ځاى شويدي. كراع الغميم د مكې په عمومي لاره واقع يوه سيمه وه، خالد د مسلمانانو د منع كولو هڅه كوله او خپل لښكر يې پداسې ځاى كې اچولى و چې دواړو لښكرو (مسلمانانو او مشركينو) يو بل سره ليدل. مسلمانان چې د ماسپښېن په لمانځه وو، چې خالد وليدل ورته پام يې شو چې ركوع او سجده كوي، نو  له ځان سره يې وويل دوى خو پدې وخت كې ښه مصروف وو، مونږ ته يې پام نه وو كه حمله مو ورباندې كړې واى، نو ښه تاوان به مو ور اړولې واى، بيا يې فيصله وكړه چې د مازديګر د لمانځه په وخت كې ناڅاپي حمله ورباندې وكړي. نو په همدې وخت كې الله تعالى د ويرې د لمانځه (صلاه خوف) حكم نازل كړ او د خالد پلان شنډ شو.

د لارې بدلول او له خونړۍ جګړې نه ډډه كول

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د كراع الغميم لاره پريښوده او د درو په مينځ كې يې يوه بله سخته لاره ونيوله، ښۍ خوا ته له حمش نه تيره شوې لاره كومه چې ثنيه المرار ته وتله، باندې روان وو. او له ثنيه المرار نه ښكته خوا د مكې لاندينۍ برخه كې يې د حديبيې له سيمې نه تيره شوې لاره ونيوله، هغه عمومي لاره يې خوشې كړه كومه چې په تنعيم باندې حرم شريف ته وتله. هغه لار يې چپې خواته پريښوده. او كله چې خالد د اسلامي لښكر د پښو ګرد وليد او پوه شو چې پردوى باندې ورغلى لاره يې بدله كړيده، نو فوراً يې قريشو ته خبر وليږه.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همداسې مخكې روان و تر څو ثنيه المرار ته ورسيد هملته يې اوښه چو شوه. خلك په ه، ه سره كوشش كاوه اوښه پاڅيږي خو نه پاڅيدله، نو دوى سره وويل چې قصواء ودريده، نوره د تګ نده! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ځواب كې وفرمايل: ‏(‏ما خلأت القصواء، وما ذاك لها بخلق، ولكن حبسها حابس الفيل‏)‏. قصواء نده دريدلې او نه يې دا عادت دى، خو دلته هغه چا ايساره كړه كوم چې د ابرهه فيل يې ايسار كړى وو. بيا يې زياته كړه: ‏(‏والذي نفسي بيده لا يسألوني خطة يعظمون فيها حرمات الله إلا أعطيتهم إياها‏). قسم په هغه ذات چې زما نفس يې په واك كې دى چې د قريشو ټول هغه وړانديزونه به منم كوم چې د الله تعالى د حرماتو احترام او درناوى وي پكې. بيا يې اوښه په زور سره اوچته كړه، روانه شوه لاره يې بدله كړه او هلته د حديبيه په سر كې يې له هغې چينې سره واړول چې لږ كمې اوبه يې لرلې. خلكو لږ لږ اوبه ورنه اخيستلې او په لږ ساعت كې هغه اوبه هم وچې شوې، لاړل او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې له تندې نه شكايت وكړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپلې توبرې نه يو غشى راويوست، اصحابو (رضي الله عنهم) ته يې امر وكړ چې دا غشى په هغه چينه كې كيږدي. هغوى چې كله غشى په چينه كې واچاوه، فوراً اوبه ورنه را په خوټيدو شوې، ټولو وچښلې او ماړه شول.

بديل د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او قريشو تر مينځ مينځګړيتوب كوي

وروسته له هغه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مطمئن او ډاډه شو د خزاعه قبيلې بديل بن ورقاء له څو كسانو سره ورته  راغى. د تهامه په اوسيدونكو كې خزاعه قبيله يوازينۍ قبيله وه چې د مسلمانانو او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خير يې غوښت او له دوى سره يې همدردي درلوده. بديل عرض وكړ چې كعب بن لويْ د حديبيې له زياتو اوبو سره خوا كې اړولي دي، ښځې او اولادونه يې هم ورسره دي، له ستا سره د جګړې او له بيت الله شريف نه د منع كولو اراده يې كړيده. په ځواب كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏إنا لم نجئ لقتال أحد، ولكنا جئنا معتمرين، وإن قريشاً قد انهكتهم الحرب وأضرت بهم، فإن شاءوا ماددتهم، ويخلوا بيني وبين الناس، وإن شاءوا أن يدخلوا فيما دخل فيه الناس فعلوا، وإلا فقد جَمُّوا ، وإن هم أبوا إلا القتال فوالذي نفسي بيده لأقاتلنهم على أمري هذا حتى تنفرد سالفتي، أو لينفذن الله أمره‏)‏‏.‏مونږ د عمرې په نيت راغلي يوو، له هيچا سره د جګړې اراده نلرو، قريش خو جګړو تباه كړي له جګړو نه زيات زيانمن شويدي، كه غواړي نو تر يوه وخته دې زما او نورو خلكو تر مينځ غرض نلري، څه وخت به وركړم، مونږ او نور دې سره پريږدي، وروسته كه خلك زما امر ته تسليم شول، نو دوى هم همدا كار كولى شي او زما اطاعت غوره کولى شي. او كه بيا يې نه غوښتل ما ته تسليم شي، نو تر هغې پورې به يې يو څه دمه كړې وي، لږ په حال به راغلي وي، خو كه دوى يوازې په جګړه اصرار كوي، نو قسم په الله چې د خپل دين په لار كې به تر هغې پورې ورسره جنګيږم تر څو مې سر نه وي پرې شوى او يا د الله تعالى امر نه وي نافذ شوى.

بديل وويل: زه به ستا خبره قريشو ته ورسوم. روان شو قريشو ته ورغى او ورته ويې ويل: اې قريشو زه د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له طرفه درته راغلى يم،  هغه څه خبره راته كړيده كه خوښه مو وي درته و به يې كړم؟ ځينو كم عقلانو وويل: نه، مونږ د هغه خبرو ته اړتيا نلرو، خو هوښيارانو يې وويل: وايه هغه څه يې  درته ويلي دي؟ بديل د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبره ورته وكړه، نو قريشو مكرز بن حفص ور واستاوه.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې كله مكرز وليد نو ويې وفرمايل دغه يو غدار او خائن سړى دى. په هر حال مكرز راغى، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همغه خبره ورته وكړه كومه يې چې بديل ته كړې وه، او مكرز بيرته قريشو ته ورغى.

د قريشو سفيران

هلته د كنانه قبيلې حليس بن علقمه نومي سړي وويل: اجازه راكړئ چې زه هم محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورشم. هغوى ورته وويل: ورشه، كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورلنډ شو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏هذا فلان، وهو من قوم يعظمون البدن، فابعثوها‏)‏.دا د فلانۍ قبيلې غړى دى، د دوى خلك له حج نه وروسته قربانۍ ته د ځانګړيو شويو څارويو (بدن) قدر او درناوى كوي. بيا يې اصحابو (رضي الله عنهم) ته امر وكړ چې د قربانۍ خپل څاروي ددې سړي مخې ته واستوي تر څو هغه يې وګوري. اصحابو (رضي الله عنهم) همداسې وكړل او له هغه نه يې پداسې حال كې استقبال وكړ چې ټولو تلبيه ويله.

حليس چې دا حالت وليد نو ويې ويل: سبحان الله! دا خلك خو بايد له بيت الله شريف نه منع نه كړاى شي. بيرته خپل قوم ته ورغى او ورته ويې ويل: چې ما د قربانۍ لپاره تيار شوي څاروي وليدل، لازمه نده چې دا خلك (مسلمانان) له مكې نه منع كړاى شي.

دلته دده او قريشو تر مينځ داسې خبرې وشوى چې حليس يې وپاراوه، عروه بن مسعود ثقفي وويل: دې سړي د عقلمندۍ خبره وكړه، اجازه راكړئ زه هم يو ځل محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورشم. قريشو اجازه وركړه، هغه لاړ او له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې خبرې پيل كړې.
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همغه خبرې ته نژدې يوه خبره ورته وكړه كومه يې چې بديل ته كړې وه. پدې وخت كې عروه ورته وويل: يا محمده! (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كه چيرې ته خپل وځپې او ټول له مينځه يوسې نو څه به تر لاسه كړې؟ او راته ووايه چې آيا تا تر اوسه داسې اوريدلي دي چې په عربو كې دې له تا پرته بل چا خپل ټول قوم له مينځه وړى وي؟ او كه حالت بدل وي جګړه ستا په ګټه نه وي، نو زه دلته داسې اوباش كسان او مخونه وينم چې بيا به تا پريږدي او درنه تښتي به. ددې خبرې په اوريدو سره ابوبكر (رضي الله عنه) ورته وويل: د لات عورت وخورې! فكر كوې مونږ به له خپل رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) څخه تښتو؟ عروه وويل: دا څوك دى؟ ځواب وركړ شو چې دا ابوبكر (رضي الله عنه) دى. عروه وويل: كه چيرې دې هغه احسان نه وى راباندې كوم چې ما يې لا تر اوسه بدله نه دركړې، نو  حتما به مې ددې خبرې ځواب دركاوه. په هر حال عروه له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره خپلو خبرو ته ادامه وركړه، هر ځل به يې چې خبره كوله، نو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مباركه ږيره به يې رانيوله.

مغيره بن شعبه مغيره چې  د عروه  وراره وو.د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خدمت ته حاضر ولاړ وو په لاس كې يې توره او په سر يې خول وو. كله به چې عروه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مبارکې ږيرې ته لاس اوږد کړ، نو مغيره به د تورې په لاستي د هغه لاس وواهه او ورته ويل به يې: لاس دې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ږيرې نه ليرې كړه. عروه سر پورته كړ او ويې ويل: دا څوك دى؟ دوې ورته وويل: دا مغيره دى. ده وويل: دا څه حالت دى؟ دا څه خيانت دى؟ اې غداره! آيا دا زه تر اوسه پورې ستا د غدر له لاسه منډې نه وهم؟ ستا پخاطر هلې ځلې نه كوم؟ آيا ستا د جرم له امله مې ديت نه و وركړى؟ مغيره د جاهليت په دوران كې له څو كسانو سره ملګرى شوى وو، بيا يې هغوى وژلي او مالونه يې ورنه اخيستي وو، له هغې نه وروسته راغلى او په اسلام مشرف شوى وو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته فرمايلي و: ‏(‏أما الإسلام فأقبلُ، وأما المال فلست منـه فـي شيء‏)‏.‏ اسلام دې منم، خو له مال سره دې څه كار نلرم، دا مسئوليت نه منم.

عروه كتل او له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې د اصحابو (رضي الله عنهم) اړيكې او معامله څارله، بيا قريشو ته ستون شو او ورته ويې ويل: اې زما قومه! قسم په خداى چې زه د ډيرو پاچايانو دربار ته ورغلى يم، قيصر، كسرى، نجاشي او نور مې ليدلي، قسم په خداى چې هيڅ يو هم د خپلو افرادو په وړاندې  د دومره قدر درلودونكى ندى لكه محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې چې د خپل قوم په وړاندې لري، د هغه اصحاب (رضي الله عنهم) له ده سره دومره مينه لري چې يو رعيت يې هم له خپل پاچا سره نه لري. اصحاب (رضي الله عنهم) له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره تر دې حده مينه لري چې هغه كه پزه هم سغ كړي، نو د پزې اوبه يې هم ځمكې ته نه پريږدي يو كس يې اخلي پخپل مخ او بدن يې موښي، كله چې امر وكړي ټول يې تعميل ته ولاړيږي، كله چې اودس كوي نو د اوداسه په اوبو يې سره جنګ وي هر يو هڅه كوي هغه واخلي، او كله چې هغه خبرې كوي ټول چپ شي، د ډير احترام له وجې پورته هم نه ورته ګوري، هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ډير معقول وړانديز كړيدى ويې منئ.

هغه ذات چې د دوى لاسونه يې له تاسې نه لنډ كړل

كله چې د قريشو مستو، احساساتي او جنګ ته تږو ځوانانو وليدل چې مشران يې سوله غواړي، نو د داسې يوه پلان جوړولو په فكر كې شول چې د سولې هڅې ورباندې شنډې كړي. فيصله يې وكړه چې د شپې له خوا د مسلمانانو پر مركز بريد وكړي، او داسې څه ترسره كړي چې د جګړې سبب شي. دا پلان يې جوړ او د عمل په ډګر كې يې پلى كړ 70 يا 80 ځوانان د تنعيم له غره نه د شپې روان شول غوښتل يې د مسلمانانو مركز ته لار پيدا كړي، خو هلته د مسلمانانو د امنيتي چارو قوماندان محمد بن مسلمه (رضي الله عنه) ټول اسيران كړل. وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عفوه ورته وكړه او د سولې پخاطر يې ټول پريښودل. پدې اړه دا آيت شريف نازل شو:

((وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ )).(الفتح- 24)

[او دغه الله هغه (ذات دى) چې بند يې كړل لاسونه د هغو (مشركينو) له تاسې څخه او لاسونه ستاسې له هغوى څخه په منځ د مكې كې پس له هغې څخه چې غالب يې كړئ تاسې په هغوى باندې.]

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د