الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – نهه څلویښتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

عثمان بن عفان (رضي الله عنه) قريشو ته د مسلمانانو د سفير په توګه

پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فيصله وكړه چې د خپل دريځ او له سفر نه د هدف د توضيح او څرګندولو پخاطر قريشو ته يو استازى واستوي. لومړى يې عمر (رضي الله عنه) ته وويل چې ته لاړ شه او قريشو ته زمونږ دريځ او هدف بيان كړه. عمر (رضي الله عنه) خپل عذر داسې وړاندې كړ: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! په مكه كې د بني كعب له كورنۍ نه داسې څوك نشته چې كه ما ته څه زيان او ضرر راورسيږي، هغه مې ملاتړ وكړي، غوره دا ده چې عثمان (رضي الله عنه) واستول شي، ځكه دده قوم هملته مكه كې دى، هغه به ستا خبره په سيي توګه ورسوي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په عثمان (رضي الله عنه) پسې احوال وليږه، هغه راغى او قريشو ته يې د خپل استازي په توګه واستاوه او ورته ويې فرمايل: قريشو ته ووايه چې مونږ د جګړې په نيت نه يوو راغلي، مونږ عمره ادا كول غواړو. هغوى ته د اسلام بلنه هم وركړه، او بيا لاړ شه په مكه كې ميشته مسلمانانو (ښځو او نارينه) ټولو ته د فتحې او بري زيرى وركړه، او ورته ووايه چې الله تعالى به حتماً خپل دين ته غلبه وركوي، او داسې وخت راتلونكى دى چې اسلام به غالب وي او مسلمانان به هغه وخت خپل دين نه پټوي.

عثمان (رضي الله عنه) روان شو او په بلدح نومې سيمه كې له قريشو سره مخامخ شو، قريشو ورته وويل: چيرته ځې؟ ده په ځواب كې ورته وويل: زه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې خبرې لپاره راليږلى يم، او د هغه خبره يې ورته وكړه. قريشو وويل: مونږ ستا خبرې واوريدلې، ځه لاړ شه خپله وظيفه اجرا كړه. ابان بن سعيد بن العاص ورپاڅيد، هر كلى يې ورته ووايه. خپل آس يې زين كړ، عثمان (رضي الله عنه) يې له ځان سره سپور كړ او پخپله پناه كې يې مكې ته يووړ. هلته يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پيغام د قريشو مشرانو ته ورساوه. قريشو ورته وويل: لاړ شه د بيت الله شريف طواف وكړه.

عثمان (رضي الله عنه) دا وړانديز ونه مانه او ويې ويل: تر څو چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) طواف نه وي كړى زه طواف نه كوم.

د عثمان (رضي الله عنه) د شهادت خبر او د رضوان بيعت

قريشو عثمان (رضي الله عنه) له ځان سره ايسار كړ، كيداى شي دوى به د حالاتو په اړه پخپلو كې سلا او مشوره كوله  او د فيصلې كوشش به يې كاوه، بيا به يې همدا فيصله د عثمان (رضي الله عنه) په لاس رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ليږله. عثمان (رضي الله عنه) پدې ترتيب سره وځنډيد، د مسلمانانو په مينځ كې دا شايعه خوره شوه چې هغه شهيد كړى شويدى. كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته دا خبره ورسيده، نو ويې فرمايل: (لا نبرح حتى نناجز القوم‏)‏.اوس به تر هغې پورې نه ځو تر څو مو له قريشو سره جګړه نه وي كړې. بيا يې اصحاب (رضي الله عنهم) د بيعت لپاره راټول كړل.
ټول راغلل او پدې خبره يې بيعت ورسره كاوه چې له جګړې نه به تيښته نه كوي. يوې ډلې د مرګ بيعت هم ورسره وكړه. لومړنى صحابي (رضي الله عنه) چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې بيعت وكړ ابو سنان اسدي وو. سلمه بن اكوع (رضي الله عنه) درى ځله په مرګ بيعت ورسره وكړ، يو ځل د بيعت په شروع كې بيا په مينځ كې او دريم ځل په آخر كې. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل لاس په بل لاس كې ونيو او ويې فرمايل: ‏(‏هذه عن عثمان‏)‏‏.‏ دا د عثمان (رضي الله عنه) لپاره. او كله چې بيعت پاى ته ورسيد، عثمان (رضي الله عنه) هم راورسيد او له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې بيعت وكړ. ټولو اصحابو (رضي الله عنهم) بيعت وكړ، يوازې يو منافق چې جد بن قيس نوميده بيعت ته حاضر نه شو.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دغه بيعت تر يوې ونې لاندې واخيست. عمر (رضي الله عنه) يې مبارك لاس نيولى وو او معقل بن يسار د ونې شاخونه ورنه پورته نيولي وو. همدا د رضوان بيعت دى، او د همدې رضوان بيعت په هكله دا آيت شريف نازل شويدى:

((لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنْ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ )) (الفتح: 18)

خامخا راضي او خوښ شوى دى الله تعالى له موومنانو نه هغه وخت چې  بيعت يې كاوه له تا سره د لاندې د ونې.]

د سولې تړون

قريشو د وضعې حساسيت درك كړ، فوراً يې سهيل بن عمرو د سولې لپاره د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته وليږه، خو دا يې ورته په ډاګه كړه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحاب (رضي الله عنهم) به سږ كال بيرته مدينې ته ستنيږي. ځكه مونږ نه غواړو چې نور عرب داسې څه خبرې وكړي چې ګويا محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په زور مكې ته داخل شو. سهيل د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضورته ورسيد او كله يې چې سترګې مباركې پرې ولګيدلې نو ويې فرمايل: ‏(‏قد سهل لكم أمركم‏)‏.كار مو آسانه شو، دوى (قريشو) چې دا شخص راليږلئ، نو حتماً سوله غواړي. سهيل راغى، اوږدې خبرې يې وكړې، تر څو دواړه په سوله راضي شول، او پدې ټكو يې تړون سره لاسليك كړ:

1- رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به سږ كال بيرته ستنيږي او مكې ته به نه داخليږي. په راتلونكي كال كې به مسلمانان راځي او درى ورځې به په مكه كې پاتې كيږي، له دوى سره به يوازى يوه يوه توره يعنې د هغه وخت د عادي سواره وسله وي، تورې به هم په تيكيو كې د ننه وي. او دوى ته به هيڅ ډول ضرر او اذيت نه رسول كيږي.

2- د دواړو لوريو تر مينځ به لس كال اور بند وي، پدې موده كې به خلك په امن وي، او يو پر بل به د تعرض هڅه نه كيږي.

3- هر څوك كولى شي پخپله خوښه له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره او يا هم له قريشو سره د دوستۍ تړون وكړي. هر هغه قبيله  چې له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او يا قريشو سره يې عهد وكړ، نو دا د همغه طرف يوه برخه شميرل كيږي، او پر هغې باندې بريد او تعرض د عهد لرونكي په خلاف تعرض بلل كيږي. ددې مطلب دا چې قبايل آزاد دي چې له چا سره د دوستۍ تړون كوي، کولى يې شي. او كه فرضا يوې قبيلې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د دوستۍ تړون وكړ، بيا قريشو پر همدې قبيله باندې حمله وكړه نو دا حمله په حقيقت پر مسلمانانو حمله بلل كيږي. او همداسې د قريشو په هكله هم همدا خبره نافذه ده.

4- كه څوك له قريشو نه د خپل ولي له اجازې پرته راوتښتيدل او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته راغلل، نو هغه به يې بيرته قريشو ته سپاري او كه له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه څوك قريشو ته وروتښيتدل، نو قريش به يې بيرته محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته نه سپاري.

كله چې د تړون په موادو اتفاق وشو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) علي (رضي الله عنه) راوغوښت، امر يې ورته وكړ چې د تړون متن وليكي او ورته ويې فرمايل وليكه: ((بسم الله الرحمن الرحيم)) پدې وخت كې سهيل وويل: الرحمن خو مونږ نه پيژنو؟ داسې وليكه: باسمك اللهم. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) علي (رضي الله عنه) ته امر وكړ چې همداسې وليكي. بيايې ورته وويل: وليكه چې: ‏(‏هذا ما صالح عليه محمد رسول الله‏)‏. دا هغه څه دي چې محمد رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سوله او مصالحه ورباندې كړې ده. سهيل بيا وويل: كه مونږ پدې باور او ايمان درلودلئ چې ته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې، نو بيا به مو نه له بيت الله شريف څخه منع كړى واى، او نه به مو جګړې درسره  كولى، نو داسې وليكه چې محمد بن عبدالله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم). رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏إني رسول الله وإن كذبتموني‏)‏.  زه د الله (جل جلاله) رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يم كه څه هم تاسې مې نه منئ، علي (رضي الله عنه) ته يې امر وكړ چې همداسې وليكي (محمد بن عبدالله) او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لفظ حذف کړي. علي (رضي الله عنه) وويل زه خو دا نه شم حذفولى او زړه مې دا نه مني چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لفظ حذف كړم. بيا محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپل لاس سره هغه لفظ حذف كړ. او پدې ترتيب سره د تړون متن وليكل شو.

د تړون له لاسليك نه وروسته خزاعه قبيله د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خوا ته ودريده او تړون يې ورسره وكړ. خزاعه له مخكې نه ان د عبدالمطلب له زمانې نه د بني هاشم حليفه وه او له هغوى سره يې تړون درلود. له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره دا تړون د هماغه پخواني تړون تجديد او تاكيد وو. او د بنوبكر قبيلې له قريشو سره تړون وكړ.

د ابو جندل بيرته سپارل

پداسې حال كې چې د تړون ليكل لا پاى ته نه وو رسيدلي، د سهيل زوى ابو جندل چې زولنې يې راكشولې راورسيد. له مكې نه راتښتيدلى وو، راغى او ځان يې مسلمانانو ته راورساوه. پدې وخت كې سهيل وويل: دا به لومړنى كس وي چې په اړه به يې معامله درسره كوم، ته به دغه شخص بيرته راته سپارې! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏إنا لم نقض الكتاب بعد‏)‏‏.‏  مونږ خو تر اوسه ليكل ندي تكميل كړي. سهيل وويل: قسم په خداى كه دا نه منې، نو هيڅ د سولې معامله نه درسره كوم. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏فأجزه لي‏)‏‏.‏ نو دا زما پخاطر پريږده. ده ورته وويل: نه تا ته يې هم نه دركوم. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏بلى فافعل‏)‏‏‏.‏پريږده، دا زما لپاره پريږده، ما ته يې راكړه. سهيل وايي، نه، تا ته يې هم نه دركوم. سهيل پاڅيد ابو جندل يې په مخ وواهه، له جاغې  نه يې راونيو كش يې كړ تر څو مشركينو ته يې وسپاري. ابو جندل په چيغو، چيغو سره ويل: اې مسلمانانو! آيا بيرته ددې پخاطر مشركينو ته سپارل كيږم چې هغوى مې دين ته زيان ورسوي؟ له فتنې او امتحان سره مې مخ كړي؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏يا أبا جندل، اصبر واحتسب، فإن الله جاعل لك ولمن معك من المستضعفين فرجاً ومخرجا، إنا قد عقدنا بيننا وبين القوم صلحاً، وأعطيناهم على ذلك، وأعطونا عهد الله فلا نغدر بهم‏). ابا جندله!، صبركوه، له خدايه اجر غواړه، الله تعالى به تا او ستا په شان نورو بې وسه كسانو ته لاره برابروي، مخه به مو آزاده وي، مونږ له دوى (قريشو) سره تړون كړى، همدا مو ورسره منلي، هغوى د الله په نامه وعده او عهد راسره كړې، خيانت نه شو ورسره كولى .

عمر (رضي الله عنه) پاڅيد د ابو جندل خوا ته ورغى، خوا خوا كې ورسره روان وو او ورته ويل يې: صبر كوه اې ابو جندله! دوى خو مشركين دي، د مشرك وينې خو لكه د سپي داسې دي، همدا ورته وايي او د خپلې تورې لاستى هم ورنژدې كوي. عمر (رضي الله عنه) وايي: هيله مې دا وه چې ابو جندل به زما توره واخلي او خپل پلار به ورباندې ووهي، خو هغه د خپل پلار په هكله له بخل نه كار واخيست يعنې ويې نه غوښتل ويې وژني. همدا وه چې د سولې تړون نافذ شو.

له عمرې نه د خلاصون لپاره قرباني او د ويښتانو خرييل

وروسته له هغې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د تړون له ليكلو فارغ شو ويې فرمايل: ‏(‏قوموا فانحروا‏)‏. پاڅئ، او قرباني وكړئ (د قربانۍ څاروي مو ذبح كړئ)! خو اصحاب (رضي الله عنهم) يو هم نه پاڅيد. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپله خبره درى ځله تكرار كړه، خو ټول پخپلو ځايونو ناست وو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې دا عكس العمل وليد، روان شو او ام سلمه (رضي الله عنها) ته ورغى، دا كيسه يې ورته وكړه. هغې ورته وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! كه ته همدا غواړې چې هغوى لاړ شي او قرباني وكړي، نو لاړشه، له هيچا سره خبرې مه كوه خپله قرباني پخپله وكړه او خپل نايي راوغواړه او مبارك سر دې كل كړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې خبرې په اوريدو سره پاڅيد، هيچا ته يې هم څه نه ويل. خپل د قربانۍ څاروي يې حلال كړ، نايي يې راوغوښت او خپل مبارك سر يې كل كړ. اصحابو (رضي الله عنهم) چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وليد، ټول پاڅيدل خپل څاروي يې حلال كړل، ورپسې يې يو د بل سرونه سره كل كړل، او داسې ازدحام جوړ شو او په دومره بيړه يې خپل سرونه كلول چې نژدې وه يو بل سره ووژني (يعنې يو د بل سرونه او غاړې په چړو پرې كړي). اصحابو (رضي الله عنهم) په هرو اوو كسانو سره يوه اوښه حلاله كړه، همدا راز غوا هم په اوو كسانو يوه وه.  رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپله هغه اوښه حلاله كړه چې يو وخت له ابوجهل سره وه،  او په پزه كې يې د سپينو زرو يوه حلقه هم وه، لدې كار نه يې هدف  دا وو چې مشركين ورباندې وځوروي. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هغو كسانو لپاره چې سرونه يې پوره كل كړي وو درى ځله دعا وكړه او د هغه چا لپاره چې ويښتان يې لنډ كړي وو يوځل د عا وفرمايله. په همدې سفر كې الله تعالى د كعب بن عجره په هكله هغه آيت شريف را نازل كړ چې حكم يې دا دى: كه چا عذر درلود او د احرام په دوران كې يې سر كل كړ، نو كولى شي فديه يې وركړي، فديه يې يا صدقه ده او يا روژه او يا هم قرباني (د څاروي حلالول).

مهاجرې ميرمنې بيرته نه سپارل كيږي

پدې پسې يو شمير مهاجرې ميرمنې راغلى، ورپسې يې خپلوان او مشران راغلل، مسلمانانو ته يې وويل چې د شوي تړون په اساس دا مسلمانې موومنې مهاجرينې بيرته دوى ته وسپاري. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مشركينو دا غوښتنه رد كړه ځكه په تړون كې داسې ليكل شوي وو: ((هغه نارينه چې زمونږ له خوا تا ته درځي كه څه هم هغه ستا په دين وي بيرته به يې راته سپاري(1))) دلته پدې ماده كې د ښځې ذكر نشته او پدې حكم كې ندي شاملې. په همدې رابطه الله تعالى دا آيت نازل كړ: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءَكُمْ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ)) تر دې قول پورې چې فرمايي: ((بِعِصَمِ الْكَوَافِر))ِ (الممتحنة: 10)

[اې موومنانو كله چې راشي تاسې ته موومنانې (ښځې) هجرت كوونكې نو وايې ازمويئ تاسې هغوى، الله ته ښه معلوم دى ايمان د دوى، نو كه وپيژنئ تاسې دوې (په قسم سره) مومنانې نو بيرته مه ليږئ هغوى طرف د مشركينو ته،  نه دي دغه (مومنانې ښځې) حلالې هغو (كفارو سړيو) لره او نه دي هغه (كافران) حلال (دې ښځو مومنانو) لره. او وركړئ تاسې (هغوى كافرانو) (ته چې خاوندان د هغو ښځو دي) هغه څه چې لګولي يې دي له (مهره) او نشته هيڅ ګناه پر تاسې باندې چې نكاح وتړئ تاسې له دې ښځو سره په شرط ددې كله چې وركړئ تاسې هغه ښځو ته مهرونه د دوى، او منګولې مه نښلوئ په عصمتونو د ښځو كافرانو (په  نكاح  يې مه اخلئ).]

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به دا ډول مؤمني ميرمنې د الله تعالى پدې ارشاد سره ازمويلي چې فرمايې: ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَنْ لا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئاً)) الايۍ:(الممتحنة:١٢) [اې نبي كله چې راشي تا ته موومنانې ښځې چې بيعت كوي له تا سره پردې شرط چې نه به شريكوي دوى له الله سره هيڅ شى . . . . . ]

چا به چې په همدې شرايطو اعتراف او اقرار وكړ، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به ورته وفرمايل: ځه همدا دې بيعت دى، په همدې ټكو مې بيعت درنه واخيست. او بيا به يې دا ډول ميرمنې مشركينو ته نه سپارلې. او د همدې حكم په اساس مسلمانانو خپلې كافرې ښځې طلاقې كړې. په همدې ورځ عمر (رضي الله عنه) خپلې دوې ښځې چې د شرك له زمانې ورسره وې طلاقې كړې، بيا وروسته له يوې سره معاويه واده وكړه او بله يې صفوان بن اميه نكاح كړه.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د