الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – پنځوسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د دې تړون پايلې

كه د حديبيې د سولې د تړون په هكله ژور فكر وشي، نتائجو او لاسته راوړنو ته يې په ځير وكتل شي، نو دا به په ډاګه شي چې رښتيا هم دغه تړون د مسلمانانو لپاره لويه فتحه وه. لدينه وړاندې قريشو د مسلمانانو په وجود اعتراف نه درلود، هميشه يې د دوى د كاملې تباهۍ او له مينځه وړلو هڅې كولې او د هغې ورځې راتلو ته منتظر وو چې مسلمانان پكې بالكل ختم شوي وي. له اسلامي دعوت سره يې د سختې مقابلې لاره نيولې وه، اجازه يې نه وركوله د اسلامي بلنې غږ د عربانو غوږونو ته ورسيږي. او نه يې غوښتل اسلامي دعوت په عربي جزيره كې د ديني او دنيوي مشرتابه په حيث تبارز وكړي.

له مسلمانانو سره د سولې د تړون لاسليكول په حقيقت كې د مسلمانانو په وجود او ځواك اعتراف دى. او دې تړون ته غاړه ايښودل يعنې دا چې قريش نور لدې اسلامي ځواك سره د مقابلې توان نلري. او د تړون دريمه ماده پدې دلالت كوي چې قريشو نور له خپل دنيوي او ديني مشرتابه نه لاس مينځلى دى. هغوى نور پدې فكر كې ندي، له دوى سره يوازې د خپل ژوند فكر دى، نور عربان او نورې قبيلې كه ټولې هم اسلام راوړي، د دوى ورسره كار نشته، دوى لدينه وروسته پدې مسايلو كې مداخله نه كوي، دوى يوازې د ځان خير غواړي او بس، نو آيا دا د قريشو لپاره څرګنده ماتې نده؟ او آيا همدا د مسلمانانو لپاره لويه فتحه نده؟ د مسلمانانو او مشركينو تر مينځ چې څومره خونړۍ جګړې شوې وې له هغو نه د مسلمانانو هدف  دا نه و چې د خلكو مالونه واخلي او سرونه يې قلم كړي، او يا په زور خلك په اسلام راوړلو مجبور كړي، بلكه لدې جګړو نه د مسلمانانو هدف دا و چې د خلكو لپاره ددين او عقيدې په هكله پوره آزادي وي. ددې جنګونو هدف د انسان مكمله آزادي وه، او هدف يې دا و چې هر څوك پخپله خوښه خپله لاره وټاكي او د ځان لپاره خپل دين پخپله غوره كړي.
الله تعالى فرمايي:

((فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ)). (الکهف:٢٩). ترجمه:[د چا چې زړه وي ايمان دې راوړي او د چا چې خوښه وي کافر دې شي.]

ددې سولې او تړون پواسطه همدغه هدف لاسته راغى، او همدا هيله پداسې شكل سره سرته ورسيده چې كيداى شواى د ډيرو جګړو له لارې هم نه واى ترسره شوې. خلكو ته پوره آزادي وركړل شوه چې خپل دين پخپله غوره كړي، او د همدې آزادۍ له بركته مسلمانانو ته ډيرې ګټې ورسيدې. اسلامي دعوت ډير برياليتوبونه تر لاسه كړل، له دې تړون نه مخكې د مسلمانانو شميره درې زره تنو ته رسيده خو دوه كاله وروسته د مكې د فتحې په كال همدا شميره لس زرو ته پورته شوه.
دوهمه ماده د لويې فتحې دوهمه برخه ده، د جګړې پيل د مسلمانانو له خوا و نه شو بلكه لومړى قريشو د جنګ اور بل كړ، الله تعالى فرمايي: ((وَهُمْ بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ)).(التوبة:١٣)[لومړى هغوى جګړه پيل كړه.]

د مسلمانانو له جنګي تحركاتو او ګزمو نه هدف دا و چې قريش لږ له كبر او غرور نه راكوز كړي، او له هغوى سره د عدالت او تساوي په بناء معامله وكړي، دواړه خواوې پخپل حال آزادې پريښودل شي. د لسو كلو لپاره ډزبندي او اوربند يعنې د قريشو د كبر ماتول، د هغوى له غرور سره ټكر او مقابله كول. او د اور بند بله معنې دا وه هغه چا چې لومړى جنګ پيل كړى اوس دې مرحلې ته رارسيدلي چې نور د جګړې توان نلري، هغوى اوس كمزوري شوي مجبور دي اوربند ته غاړه كيږدي، او كه بې وسي او كمزوري نه واى نو ولې پخپل لاس پيل شوى جنګ ودروي؟ د تړون لومړنۍ مادې پر مسجد حرام د قريشو واكمني پاى ته ورسوله، دا د دوى يوه بله ناكامي وه، ځكه هغوى خو مسلمانان له مسجد حرام نه منع كول غوښتل، خو پدې مادې سره له يوه كال پرته نور هغوى ددې حق نلري چې مسلمانان د مسجد حرام له زيارت نه منع كړي، كيداى شي د هغوى زړونه په همدې يوه كال منع كولو سره تسكين شوي وي.

پدې تړون قريشو مسلمانانو ته  دا درى پورته ياد شوي امتيازات وركړل، په مقابل كې يې له مسلمانانو څخه يوازې يو امتياز لاسته راوړ، کوم چې په څلورمه ماده كې ذكر شويدى. ‏(‏وعلى أنه لا يأتيك منا رجل، وإن كان على دينك إلا رددته علينا). دا هم ډير مهم امتياز ځكه ندى چې د مسلمانانو لپاره يې هيڅ ډول زيان نه درلود، څرګنده ده چې موومن له الله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) څخه تيښته نه كوي، هغه د اسلام ښار او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مدينه نه پريږدي، او تر څو يې چې دين نه وي بدل كړى، مرتد شوى نه وي تر هغې پورې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه تيښتې ته زړه نه ښه كوي. او که چيرې كوم مسلمان له خپل دين نه اوړي، نو بيا خو مسلمانان ورته هيڅ ضرورت نلري، او له اسلامي ټولنې نه يې تيښه له بقا نه غوره ده. همدې مطلب ته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اشاره كړې او فرمايلي يې دي: ‏(‏إنه من ذهب منا إليهم فأبعده الله(1) ‏)‏‏.‏ څوك چې له مونږ نه لاړل په حقيقت كې الله تعالى هغوى له مونږ نه ليرې كړل. خو هغه كسان چې په مكه كې اسلام راوړي، كه څه هم ددې مادې په اساس مدينې ته د هجرت اجازه نلري، خو د الله تعالى ځمكه پراخه ده، كولى شي بل كوم ځاى ته هجرت وكړي، لكه چې له مدينې نه مخكې مسلمانانو حبشې ته هجرت كړى و.
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همدې مسئلې ته په اشارې سره فرمايي: ‏(‏ومن جاءنا منهم سيجعل الله له فرجاً ومخرجاً‏(2))‏‏.‏  (څوك چې له دوى نه مونږ ته راتلل غواړي، الله تعالى ورته لاره برابروي او مخه يې خلاصوي.))

دا تحفظات او شرط كه څه هم په ظاهر كې د قريشو په وياړ او عزت دلالت كوي، خو په حقيقت كې داهم د دوى د معنوي ماتې، ويرې او پريشانۍ لوى دليل دى. د دوى زړونه دې  ويرې اخيستي وو چې هسې نه جاهلي او په شرك ولاړه ټولنه يې  نوره ختمه نه شي. او لكه چې پوهيدلي به وو چې دوې او ټولنه يې د نيستۍ او فنا کيدو په څنډه ولاړ دي، او له حتمي سقوط نه د ژغورنې پخاطر يې همدا ډول ضمانتونو ته پناه وړله. او دا چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا اجازه وركوي چې قريش به هغه كسان بيرته نه ورته سپاري كوم چې له مدينې نه مكې ته تښتي، دا پدې دلالت كوي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خپلې ټولنې په قوت او عظمت پوره باوري دى، د سقوط او له مينځه تللو ويره يې ورسره نشته.

د مسلمانانو خفګان او له رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د عمر (رضي الله عنه) مناقشه

ددې سولې حقيقت دا وو چې مخكې بيان شو. خو هلته دوه داسې ټكي هم وو چې د مسلمانانو د غم او خفګان سبب شول. لومړى دا چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مدينه كې ورته ويلي و چې ځو به او د بيت الله شريف طواف به كوو. پداسې حال كې چې دا خبر يې وركړى وو نو اوس ولې له طواف نه مخكې او بيله دې چې عمره ادا كړي بيرته مدينې ته ستنيږي؟ دوهمه خبره دا وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خو په حق دى، د الله رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دى. الله تعالى خو د خپل دين د غلبې وعده هم كړيده، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ولې د قريشو فشار قبلوي؟ او ولې په داسې څه راضي كيږي چې دده د عزت له مقام سره مناسب ندي؟

په همدې دوو خبرو مسلمانان خفه وو، تشويشونه او شبهات ورسره پيدا شوي وو. ډير ځوريدل تر دې حده چې د سولې د تړون د موادو او نتايجو په هكله ورسره زياتې پوښتنې پيدا شوې. كيداې شي چې عمر (رضي الله عنه) له ټولو نه زيات خفه شوى وي، صبر يې ونه شو راغى، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې عرض وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! آيا  مونږ په حق او هغوى په باطل ندي؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: (‏بلى‏)‏‏.‏ هو، مونږ په حقه او هغوى په ناروا دي. عمر (رضي الله عنه) وويل: آيا زمونږ مړي به په جنت كې او د دوى مړي به په دوزخ كې نه وي؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏بلى). هو زمونږ د مړيو ځاى جنت او د دوى د مړيو ځاى دوزخ دى. عمر (رضي الله عنه) وويل: نو ولې دا ذلت ورسره منو، او ولې بيرته ګرځو؟ تر اوسه خو الله تعالى زمونږ ترمينځ د ماتې او بري فيصله نده كړې، نو ولې بيرته ستنيږو؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏يا ابن الخطاب، إني رسول الله ولست أعصيه، وهو ناصري ولن يضيعني أبداً‏)‏‏.‏اې د خطاب زويه! زه د الله تعالى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يم، هيڅ نافرماني نه كوم، الله زما مددګار دى، هغه مې بې اسرې نه پريږدي. عمر (رضي الله عنه) ورته وايي: آيا تا نه و راته ويلي چې ځو او د بيت الله طواف كوو؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايي: هو ما دا خبره كړې وه. (فأخبرتك أنا نأتيه العام‏؟‏‏)‏ خو آيا دا مې درته ويلي وو چې همدا سږ كال به طواف كوو؟ عمر (رضي الله عنه) وايي: نه، دا كال خو دې نه و ياد كړى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايې: ‏(‏فإنك آتيه ومطوف به‏)‏‏.‏نو چې داسې ده زما خبره سيي ده، ته به حتماً بيت الله ته څې او طواف به يې كوې. پدې خبره عمر (رضي الله عنه) پاڅيد، همداسې د غوسې په حالت كې ابوبكر (رضي الله عنه) ته ورغى، او هغه ته يې هغه خبرې وكړې كومې يې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته كړې وې. او د ابوبكر (رضي الله عنه) ځوابونه  هم لكه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ځوابونو په شان وو. يوازې دا خبره يې ورته زياته كړې وه چې عمره! تر مرګه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبره ټينګه نيسه، قسم په خداى چې هغه په حق دى. وروسته دا آيتونه را نازل شول: ((إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحاً مُبِيناً)) (الفتح:١) [مونږ تاته څرګند برى در په برخه كړ. ] رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عمر (رضي الله عنه) را وغوښت او همدا مبارك آيتونه يې ورته تلاوت كړل، كله يې چې دا واوريدل نو ويې ويل: آيا همدا فتحه ده؟ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: هو همدا فتحه ده. پدې خبرې سره يې زړه خوشاله شو، طبيعت يې وغوړيد او لاړ.

وروسته عمر (رضي الله عنه) له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره پدې مناقشه سخت پښيمانه و. عمر (رضي الله عنه) وايي: د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مقابل كې د همدې تفريط او سختې مناقشې پخاطر مې ډير كارونه وكړل، ددې سهوې د جبيره كولو پخاطر تر اوسه پورې روژه نيسم، نفلونه كوم، صدقه وركوم، او غلامان آزادوم، د همدې غلطۍ د كفارې پخاطر مې ډيرې نيكۍ كړې، هيله لرم چې اوس به خداى خير راكړي.(1)

د بيوزلانو د كشالې پاى

وروسته لدينه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مدينې ته ورسيد، او هلته ځاى په ځاى شو، له مكې نه يو مسلمان له مشركينو نه خوشى شو، د هغوى له بند او شكنجو نه يې نجات وموند او مدينې ته راغى. ددغه صحابي نوم ابو بصير وو، نوموړى د قريشو له حليفې قبيلې ثقيف څخه وو. هغوى دده په لټه پسې دوه كسان مدينې ته واستول، او هلته يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وويل چې تړون بايد مات نه شي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ابو بصير همدې دوو كسانو ته وسپاره.

هغوى روان شول او كله چې ذو الحليفه ته ورسيدل، دمه يې جوړوله، كيناستل خرماوې يې خوړلې، ابو بصير له دوى نه يوه ته وويل: اې فلانيه څه ښه توره لرې! هغه توره پورته كړه او ويې ويل، هو ډيره ښه توره مې ده، دا مې ډير ځايه په كار راغلى. ابو بصير ورته وويل ته يې راكړه چې ويې ګورم! هغه توره وركړه، ابو بصير توره واخسته او په يوه كلك ګوزار سره يې هغه مړ كړ، دوهم كس وتښتيد مدينې ته يې ځان ورساوه، په منډه مسجد ته داخل شو. كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وليد ويې فرمايل: ‏(‏لقد رأى هذا ذعراً). دا سړې ويريدلى دى. او چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورسيد ويې ويل: زما ملګرى يې وواژه، ما هم وژني. په همدې  وخت كې ابو بصير هم راغى عرض يې وكړ  يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! الله تعالى خو ستا غاړه خلاصه كړه، تا خپله وعده پوره كړه، زه دې ورته وسپارلم، اوس الله تعالى زه ورنه وژغورلم. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل:‏ (‏ويل أمه، مِسْعَر حَرْبٍ لو كان له أحد‏)‏.  مور يې بوره شه، كه دې سړي څوك درلودى، نو د جنګ اورونه به يې بل كړى واى. ابو بصير چې دا خبره واوريدله پوه شو چې  بيرته مشركينو ته سپارل كيږي، همدا وه چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له حضور نه لاړ او له مدينې نه هم ووت، ځان يې د بحر ساحلي برخې ته ورساوه.

هلته ابو جندل هم له قريشو نه په تيښته بريالى كيږي، او ابو بصير ته ځان رارسوي. په همدې ترتيب  سره د مكې مسلمانان يو په بل پسې له قريشو نه راتښتي او ابو بصير ته راځي، چې پدې ترتيب له دوى نه يو ښه ګروپ جوړ شو او هر كله به چې خبر شول د قريشو كاروان شام ته روان دى، ورتلل به حمله به يې ورباندې كوله، خلك به يې وژل او مالونه به يې ورنه اخيستل.

بالاخره قريش مجبور شول چې له رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه د مرستې او مهربانۍ سوال وكړي، او پدې راضي شول چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ووايي د خداى لپاره هغه كسان چې تا ته راځي، مونږ ته يې مه سپاره له ځان سره يې وساته. هغوى ته پناه وركړه. پدې ترتيب سره قريشو پخپله دا ومنله چې هغه مسلمانان چې مدينې ته لاړل هغوى نور په امن دي، له همدې موافقې نه وروسته رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ابو بصير او ملګرو (رضي الله عنهم) ته يې احوال وليږه چې مدينې ته راشي، هغوى هم راغلل او په مدينه كې ميشته شول.(1)

د قريشو د اتلانو اسلام

د اووم هجري كال په لومړيو كې په همدې تړون پسې عمرو بن العاص، خالد بن وليد، عثمان بن طلحه (رضي الله عنهم) په اسلام مشرف شول. هغوى چې كله د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راغلل، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏إن مكـة قد ألقت إلينا أفلاذ كبدها‏)‏‏. مكې مونږ ته د خپل زړه كترې راليږلې دي(١).

كه څه هم ددې  دريو قهرمانانو د اسلام راوړلو د تاريخ په هكله څه اختلاف شته، خو ثابته دا ده چې دوى په اووم هجري كال كې مسلمان شويدي.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د