الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – یو پنځوسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

دوهمه مرحله – نوى بدلون

د حديبيې تړون  په اسلامي تاريخ كې د نوي بدلون پيلامه وه. قريش د اسلام او مسلمانانو تر ټولو سخت دښمنان وو د جګړې له ډګر نه ددې  لوى دښمن په شا تګ سره د مسلمانانو د مخالف مثلث (قريش، غطفان، يهود) يو مهم وزر مات شو. او څرنګه چې قريش د بت پرستانو او مشركانو مشران او نمايندګان وو، د دوى پدې شا تګ سره د ټولو مشركانو احساسات مړاوي او روحيات يې كمزوري شول، حوصلې يې پريوتى. ګورو چې لدينه وروسته د بنو غطفان قبيلې د اسلام په مقابل كې هيڅ د توجه وړ اقدام ندى كړى، او كه څه يې كړي هم دي، هغه يې د يهودانو د تحريك او لمسونې په سبب كړيدي.
يهودانو له مدينې نه له شړلو وروسته خيبر خپل مركز وټاكه، همدلته يې د اسلام په خلاف توطئې كولې. خيبر د يهودي مكر او فتنې په اډه بدل شوى وو، يهودانو نه يوازې پخپله د مسلمانانو په خلاف توطئې كولې بلكه نور عربان يې هم د هغوى په خلاف هڅول. زيار يې يوست مسلمانان له مينځه يوسي او زيان ور واړوي. همدا وجه وه چې له حديبيې نه وروسته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لومړنى كار د يهودي مركز او د فساد دا اډه له مينځه وړل و. د حديبيې له تړون نه وروسته مسلمانانو دا فرصت وموند چې خلكو ته د اسلام دعوت ورسوي، دعوتي پروګرام يې لا پسې ګړندى او پياوړي شو، او پدې مرحله كې د دوى دعوتي پروګرام د پوځي پروګرام په نسبت مخكې و. په همدې اساس دغه مرحله په دوو برخو ويشلى شو:

1- د دعوت او بلنې پروګرام يا مشرانو او پاچايانو ته ليكونه استول.

2- پوځي تحركات.

مخكې لدينه چې پدې مرحله كې له پوځي تحركاتو او عملياتو نه خبرې وكړو، غواړو مشرانو او پاچايانو ته د ليكونو استولو په اړه معلومات وړاندې كړو، ځكه دعوت او بلنه د اوليت حق لري. او همدا دعوت او بلنه هغه هدف دى چې مسلمانانو يې په لار كې ډيرې ستونزې ليدلى او راز راز كړاوونه يې ګاللي دي.

مشرانو او پاچايانو ته ليكونه

وروسته له هغې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هجرت په شپږم كال كې له حديبيې نه راستون شو، مختلفو مشرانو او پاچايانو ته يې ليكونه واستول، او هغوى يې اسلام ته راوبلل.

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اراده وكړه پاچايانو ته ليكونه واستوي ورته وويل شول چې د پاچايانو عادت دا دى چې بې مهره ليكونه نه مني. همدا وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ځان لپاره د سپينو زرو يو مهر جوړ كړ او پرې وليكل شول ((محمد رسول الله)) دغه مباركه كلمه په دريو كرښو كې ليكل شوې وه، له لاندې خوا نه لومړنۍكرښه ((محمد))، دوهمه ((رسول)) او دريمه ((الله)) وه.(1)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له اصحابو (رضي الله عنهم) نه يو څو هوښيار او با تجربه اصحاب (رضي الله عنهم) انتخاب كړل، پاچايانو او مشرانو ته يې واستول. علامه منصور پورې وايي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل استازي خيبر ته له تللو نه څو ورځې مخكې د (7) هجري كال د محرم په لومړۍ ورځ ليږلي دي.(2)

راځئ اوس ځينې دا ليكونه وګورو او د پايلو په هكله يې خبرې وكړو.

1- د حبشې  پاچا نجاشي ته ليك

ددغه نجاشي نوم اصحمه بن ابجر وو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د شپږم هجري كال په وروستيو او يا د اووم هجري كال په محرم مياشت كې د عمرو بن اميه الضمري په لاس ليك ورواستاوه. طبري ددې ليك متن رانقل كړيدى، خو كه دقت وشي نو دا په ډاګه كيږي چې دا هماغه ليك ندى كوم چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له حديبيې نه وروسته ورته ليكلى دى. كيداى شي دا د هغه ليك متن وي كوم چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به له مكې نه د جعفر (رضي الله عنه) په لاس حبشې ته د هجرت په وخت استولى وي، ددې ليك په وروستۍ برخه كې حبشې ته د مهاجرينو ذكر داسې راغلى دى: ‏(‏وقد بعثت إليكم ابن عمي جعفراً ومعه نفر من المسلمين، فإذا جاءك فأقرهم ودع التجبر‏)‏‏.‏
[تا ته مې خپل د تره زوى جعفر در واستاوه، له ده سره يو شمير نور مسلمانان هم ملګري دي، كله چې دوى در ورسيدل نو درناوى يې وكړه او زياتى مه ورسره كوه].

بيهقي له ابن اسحاق نه د هغه ليك متن رانقل كړيدى كوم چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نجاشي ته استولى وو او د هغه متن دادى: ‏(‏بسم الله الرحمن الرحيم‏.‏ هذا كتاب من محمد رسول الله إلى النجاشي، الأصحم عظيم الحبشة، سلام على من اتبع الهدى، وآمن بالله ورسوله، وشهد أن لا إله إلاالله وحده لا شريك له، لم يتخذ صاحبه ولا ولداً، وأن محمدًا عبده ورسوله، وأدعوك بدعاية الإسلام، فإني أنا رسوله فأسلم تسلم، ‏{‏يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوواْ إِلَى كَلَمَةٍ سَوَاء بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلاَّ اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوواْ فَقُولُواْ اشْهَدُواْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ‏}‏ فإن أبيت فعليك إثم النصارى من قومك‏)‏‏.‏(( بسم الله الرحمن الرحيم، دا ليك د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خوا د حبشې مشر نجاشي اصحمه ته دى. په هغه چا دې سلام وي چې د هدايت لاره يې نيولې، په الله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې ايمان راوړى، شاهدي وايم چې له الله پرته بل د عبادت مستحق نشته، الله واحد دى، شريك نلري، ښځه او اولاد نلري، محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د الله بنده او رسول دى، زه تا ته بلنه در كوم چې اسلام ومنې، زه د الله رسول يم، ايمان راوړه او ځان خوندي وساته،[اې د كتاب خاوندانو! راځئ هغه خبره ومنئ چې زمونږ او تاسې تر مينځ شريكه ده، راځئ دا ومنو چې له يوه الله تعالى پرته د بل چا عبادت نه كوو، له هغه سره به شريك نه نيسو، يو بل په خدايى نه نيسو، كه دا خبره يې ونه منله، نو ورته ووايئ چې مونږ مسلمانان يو] كه تا دا بلنه قبوله نكړه نو د خپل قوم د ټولو نصرانيانو ګناه ستا پر غاړه ده.))

لوى او مشهور څيړونكي دكتور حميد الله پدې وروستيو كې د همدې ليك اصلي متن لاسته راوړى دى، دغه متن هغه ته ورته دى كوم چې ابن قيم رانقل كړيدى. دوكتور حميدالله د ليك د متن په توضيح، تحقيق او برابرولو كې زيات كوشش كړيدى، له نويو وسايلو نه يې ګټه اخيستې ده، او د ليك متن دا دى:

(‏بسم الله الرحمن الرحيم‏.‏ من محمد رسول الله إلى النجاشي عظيم الحبشة، سلام على من اتبع الهدى، أما بعد‏:‏ فإني أحمد إليك الله الذي لا إله إلا هو الملك القدوس السلام المؤمن المهيمن، وأشهد أن عيسي بن مريم روح الله وكلمته ألقاها إلى مريم البتول الطيبة الحصينة، فحملت بعيسى من روحه ونفخه، كما خلق آدم بيده، وإني أدعو إلى الله وحده لا شريك له، والموالاة على طاعته، وأن تتبعني، وتؤمن بالذي جاءني، فإني رسول الله صلى الله عليه وسلم، وإني أدعوك وجنودك إلى الله عز وجل، وقد بلغت ونصحت، فاقبل نصيحتى، والسلام على من اتبع الهدى‏)‏‏.

[د محمد رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خوا د حبشې مشر نجاشي ته! په هغه چا دې سلام وي چې د هدايت لاره يې نيولې ده. زه د هغه الله ثنا وايم چې له هغه پرته بل الله نشته، هغه الملك، القدوس، السلام، الموومن، المهمين دى او شاهدي وايم چې عيسى بن مريم د الله تعالى روح او هغه كلمه ده چې سپيڅلې، پاك لمنې او بتول (پيغلې) مريم ته يي القاء کړې يا اچولې ده. د همدې روح او القاء له امله (عيسې (عليه السلام) د مريم په نس شو او الله تعالى هغه داسې پيدا كړ لكه څرنګه يې چې آدم پخپل لاس سره پيدا كړيدى. زه د هغه يوه الله تعالى لوري ته بلنه كوم چې هيڅ شريك نلري. زه بلنه دركوم چې د الله تعالى په اطاعت سره دوستي وكړو. زه بلنه دركوم چې زما اطاعت او پيروي وكړئ، او په هغه الله ايمان راوړئ چې زه يې غوره كړى يم. زه د الله رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يم. زه تا او ستا لښكرې ټول د الله لور ته رابولم ما خپله خبره درته وكړه، نصيحت مې در ورساوه، زما نصيحت قبول كړه. په هغه چا دې سلام وي چې په حق روان دى.](1)

دوكتور حميدالله وايي چې دا د هغه ليك متن دى چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له حديبيې نه وروسته نجاشي ته استولى دى. پدې كې هيڅ شك نشته چې دا متن بالكل سيي دى، خو دا ثابته نده چې دا دې حتماً د همغه ليك متن وي چې له حديبيې نه وروسته ليكل شويدى. بيهقې چې له ابن اسحاق نه كوم متن رانقل كړيدى  له هغه ليكونو سره ورته والى لري كوم چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له حديبيې نه وروسته پاچايانو او مشرانو ته استولي دي. پدې ليك كې دا آيت شريف ليكل شوى: ((يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَووا إِلَى كَلِمَةٍ))الايۍ. د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عادت همدا وو چې پدې ليكونو كې يې همدا آيت شريف ليكه. په همدې ليك كې د اصحمه نوم هم ليكل شويدى، خو هغه متن چې دوكتور حميدالله راوړى دى فكر كوم چې دا د هغه ليك متن وي كوم چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د اصحمه له مرګ  نه وروسته د هغه قايم مقام ته ليكلى وو همدا وجه ده چې پدې متن كې د اصحمه نوم هم ندى راغلى.

د ليكونو د ترتيب په هكله هم څه دليل نلرم، يوازې د ليكونو له محتوى نه دا  راته ښكاره شويده چې كيداى شي په همدې ترتيب سره استول شوي وي. د تعجب خبره خو دا ده چې دكتور حميدالله د هغه ليك په هكله چې بيهقي رانقل كړيدى وايي چې دا د هغه ليك متن دى كوم چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د اصحمه له مرګ نه وروسته د هغه خليفه ته استولى دى، پداسې حال كې چې پدې متن كې د اصحمه نوم ليكل شويدى.(١) و الله اعلم

كله چې عمرو بن اميه الضمري (رضي الله عنه) نجاشي ته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ليك وسپاره، نجاشي ليك واخيست په سترګو يې وموښه، له خپل تخت نه راكوز شو، د جعفر بن ابي طالب په لاس يې ايمان راوړ او په اسلام مشرف شو، او په ځواب كې يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته دا ليك وليكه: بسم الله الرحمن الرحيم، د نجاشي اصحمه له خوا د محمد رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته! سلام عليك يا نبي الله من الله و رحمۍ الله و بركاته، و الله الذي لا الله الا هو، اما بعد: اې د الله رسوله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! ستا ليك راورسيد، تاسو د عيسى (عليه السلام) يادونه كړې وه، د ځمكې او آسمان په رب مې دې قسم وي چې عيسى (عليه السلام) له هغه څه سره چې تا ورنه يادونه كړې د يوه ويښته په اندازه هم توپير نلري. څه دې چې مونږ ته راليږلي وو په هغه پوه شوو، ستا د تره د زوى او ستا د نورو اصحابو (رضي الله عنهم) قدر او عزت مو وكړ. زه شاهدي وايم چې ته په رښتيا سره د الله تعالى رسول يې، ما له تا سره بيعت وكړ، ستا د تره له زوى سره مې بيعت وكړ. او دده په لاس مې د الله تعالى دين ومانه او په اسلام مشرف شوم.(1)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له نجاشي نه دا غوښتنه كړې وه چې جعفر او په حبشه كې ميشته نور مهاجرين ده ته ورواستوي، نجاشي د همدې غوښتنې په اساس ټول مهاجرين په دوو كښتيو كې له عمرو بن اميه الضمري سره وروليږل.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خيبر كې تشريف درلود چې دا مهاجرين ور ورسيدل.(2) همدغه نجاشي په نهم هجري كال كې له تبوك غزا نه وروسته وفات شو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې د وفات په ورځ خپله خواشيني څرګنده كړه او په غيابت كې يې د جنازې لمونځ ادا كړ.

د اصحمه له وفات نه وروسته بل څوك دده په ځاى وټاكل شو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه ته هم ليك وليږه او د اسلام بلنه يې وركړه، خو دا ثابته نده چې دې نجاشي يا پاچا ايمان راوړى وو او كه نه.(3)

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د