نادري ناولده

نور محمد ، هغه روسی پوځي چې په افغانستان کې پاته شو

 اوسنی نورمحمد پخوانی  ( سرګي یورویچ کراسناپیراف ) هغه یوازینی روسی عسکر دی ، چې ۲۲ کاله وړاندې د سلواغې په ۲۶ مه له افغانستان څخه د ټولو روسي عسکرو له وتلو وروسته نوموړی په افغانستان کې پاته شو او تراوسه هم دلته ژوند کوي .

سرګي یورویچ  چې له مجاهدینو سره تر پیوست کیدو وروسته یې ایمان راوړی او مسلمان شوی  او مجاهدینو په نور محمد نامه  نومولی دی ،وایي چې دروسیې لخوا افغانستان ته دجګړې لپاره رالیږل شوی وو او ورته ویل شوي وو چې په افغانستان کې  سورپوځ په یوه روا جګړه بوخت دی ،

خو افغانستان ته له راتګ وروسته یي ولیدل چې  دلته سخت ظلم او بي عدالتي روانه ده ، له همدې امله دده لپاره داسخته شوه چې نور په روسي پوځ کې دندې ته دوام ورکړي ، نوځکه یوه ورځ په غور ولایت کې  له مجاهدینو سره یوځای شو .

نوموړي له مجاهدینو سره تریوځای کیدو وروسته پخوانۍ مارکسستي عقیده هم پریښودله او داسلام په مبارک دین مشرف شو ،  په جهادي صف کې یې  جهاد ته ادامه ورکړه ، او په همدې سیمه کې یې یوه افغانه میرمن هم په نکاح کړه .

نورمحمد چې اوس شپږ اولادونه لري ځان  کټ مټ افغان احساسوي ، نوموړی وایي په ما دالله تعالی ځانګړی فضل شوی چې داسې موقع یې راته برابره کړه ، نوموړی وایي په ۱۹۸۹م کال کې دروسیي دحکومت لخوا غوښتنه ترې شوې چې خپل هیواد ته ستون شي او له خپلې کورنۍ سره یوځای شي خو ده دا غوښتنه رد کړې ده .

نورمحمد  ویلي چې په افغانستان کې له ژونده راضي دی ،  او هرڅوک  ورته احترام لري ، ۲۲ کاله وړاندې دسلواغې په ۲۶ نیټه  بوریس ګروموف  هغه وروستۍ روسي پوځي بلل کیږي چې  دافغانستان له خاورې یې پښې سپکې کړې ، خو نورمحمد ددې دروسیې دڅلویښتم لښکر  هغه تن دی چې روسیې ته ستنېدو یې نټه کړې او دافغانستان هوا ښه پرې لګېدلې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x