fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – دو پنځوسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

٢- د مصر پاچا مقوقس ته ليك

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مصر او اسكندريې پاچا چې د منصور پوري په قول  يې نوم جريج بن متى او د داكتر حميد الله په قول يې نوم مقوقس وو ليك واستاوه. ددغه مبارك ليك متن په لاندې ډول دى:

‏(‏بسم الله الرحمن الرحيم من محمد عبد الله ورسوله ږلى المقوقس عظيم القبط، سلام على من اتبع الهدى، ډما بعد، فږني ډدعوك بدعايۍ الږسلام، ډسلم تسلم، وډسلم يړتك الله ډجرك مرتين، فږن توليت فږن عليك ږثم ډهل القبــط، ‏{‏يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوواْ إِلَى كَلَمَةٍ سَوَاء بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلاَّ اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوواْ فَقُولُواْ اشْهَدُواْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ‏}‏‏‏.

د الله د بنده او رسول محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خوا د قبطياتو (مصر) مشر مقوقس ته. په هغه چا دې سلام وي چې د هدايت په لار روان دى. اما بعد: زه دې اسلام ته رابولم. اسلام راوړه تر څو په امن وې، ايمان راوړه الله تعالى به دوه اجرونه دركړي، كه دې زما بلنه ونه منله نو د قبطيانو ګناه به هم ستا پر غاړه وي،[ووايه اې محمده! چې اې اهل كتابو راځئ تاسې په طرف د يوې كلمې (خبرې) چې برابره ده په منځ زمونږ او ستاسې كې (او هغه دا ده) چې عبادت به نه كوو مګر يوازې  د الله او شريك به نه نيسو په الله پورې هيڅ شى او نه به نيسې ځينې زمونږ  ځينې نور خدايان غير له الله (جل جلاله) ( لكه چې تاسې كتابيان احبار او رهبان نيسئ) نو كه وګرځيدل دوى (له توحيده) او اسلامي احكامو ته يې شا واړوله پس ووايئ تاسې (اې موومنانو  كتابيانو ته چې) شاهدان يئ تاسې پدې چې په تحقيق مونږ مسلمانان يوو (او تاسې نه يئ).] ١

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دغه ليك حاطب بن ابي بلتعه ته وركړ، هغه چې كله مقوقس ته ورغى ورته ويې ويل: له تانه مخكې دلته مصركې يوه سړي د خدايى دعوه كړې وه او ځانته يې لوى رب وايه. خو الله تعالى هغه ته په  دنيا او اخرت كې سخته سزا وركړه، انتقام يې ورنه واخيست. ته له نورو نه پند واخله، هسې نه چې نور بيا له تا نه پند واخلي.

په ځواب كې مقوقس ورته وويل  چې مونږ دين لرو او يوازې هغه وخت به يې بدلوو چې لدينه غوره دين ومومو. حاطب ورته وويل: مونږ تا د هغه دين قبلولو ته رابولو كوم چې  الله تعالى غوره كړيدى، او د نورو ټولو اديانو په ځاى يې خپلو بندګانو ته انتخاب كړيدى، د الله رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ټول خلك اسلام ته رابللي، ډير كلك مخالفت يې له قريشو نه ليدلى، او تر ټولو نه زياته دښمني يهودانو ورسره كړيده، له دوى ټولو نه نصرانيان ورته لنډ دي، قسم په خداى چې موسى (عليه السلام) د عيسى (عليه السلام) په هكله داسې زيرى وركړى دى لكه څرنګه چې عيسې (عليه السلام) د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هكله وركړى دى، مونږ تا د قرآنكريم لور ته رابولو لكه څرنګه چې تاسې د تورات خاوندان د انجيل لوري ته رابولئ، هر نبي (عليه السلام) چې له هر قوم سره ژوند كوي هغه يې امت وي، د خلكو مسوووليت دا دى چې په همدې نبي (عليه السلام) ايمان راوړي، تاسې هم د همدې نبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په زمانه كې ژوند كوئ، د مسيح (عليه السلام) له دين نه دې هم نه منع كوو، بلكه په همغه دين د عمل او منلو امر درته كوو.

مقوقس وويل: ما ددې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هكله فكر وكړ، دې نتيجې ته ورسيدم چې په كم ارزښته څيز امر نه كوي، له ښه او ګټور كار نه نهي هم نه كوي، ګمراه او شاعر هم ندى، كاهن او دروغجن هم ندى، د هغه د نبوت نښانې مې هم ليدلې هغه د پټو شيانو ښودنه كوي، او د پټو او ځانګړيو خبرو په هكله هم معلومات وركوي، خو پدې هكله نور فكر هم كوم.

بيا مقوقس د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ليك واخيست او په صندوق كې يې چې د فيل له غاښ نه جوړ شوى و كيښود، مهر يې پرې ولګاوه او يوې خادمې ته يې وركړ. ورپسې يې يو كاتب چې عربي يې زده وه راوغوښت او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې داسې وليكل:

بسم الله الرحمن الرحيم. د مصر د مشر مقوقس له خوا محمد بن عبدالله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته! سلام عليك اما بعد ستا ليك مې ولوست، په مطلب يې پوه شوم. پوه شوم چې كومې خوا ته مې بولې. پدې هم خبر وم چې يو نبي (عليه السلام) پاتې دى، ما ګمان كاوه چې دغه نبي (عليه السلام) به په شام كې ظهور كوي، ما ستا د قاصد درناوى وكړ، او تا ته مې دوې خادمانې دروليږلې. دا دواړه زموږ په وړاندې د ډير قدر درلودونكې دي، تا ته مې يوه جوړه جامې هم درواستولې، همدا راز يوه قاطره (قچره) مې هم درته اهداء كړه، و السلام عليك. يوازې همدا يې وليكل، خو ايمان يې را نه ووړ، او دغه دوې خادمانې يوه ماريه نوميده او بله سيرين، او د قاطرې نوم دلدل وو. او همدا قاطره د معاويه (رضي الله عنه) د خلافت تر زمانې ژوندۍ وه.(1)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ماريه خپل ځان سره وساتله او له همدې نه يې ابراهيم نومى زوى پيدا شو، او سيرين يې حسان بن ثابت (رضي الله عنه) ته وركړه.

3- د فارس پاچا كسرى ته ليك

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د فارس پاچا كسرى ته داسې ليك واستاوه: ‏(‏بسم الله الرحمن الرحيم‏.‏ من محمد رسول الله إلى كسرى عظيم فـارس، سـلام على من اتبع الهدى، وآمن بالله ورسوله، وشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأن محمداً عبده و رسوله، وأدعوك بدعاية الله، فإني أنا رسول الله إلى الناس كافة، لينذر من كان حياً ويحق القول على الكافرين، فأسلم تسلم، فإن أبيت فإن إثم المجوس عليك‏)‏‏.‏ بسم الله الرحمن الرحيم، ‏د محمد رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خوا د فارس مشر كسرى ته په هغه چا دې سلام وي چې د هدايت په لار روان، په الله او رسول يې ايمان راوړى وي، او دا شاهدي وايي چې له يوه الله پرته بل (د عبادت وړ) نشته. الله شريك نلري، او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د الله بنده او رسول دى. زه تا د الله لوري ته رابولم، زه د ټولو خلكو لپاره رسول راليږل شوي يم، تر څو ژوندي كسان له بد انجام نه وويرول شي، او په كفارو حقه خبره دليل وګرځي. اسلام راوړه تر څو په امن شې، كه دې اسلام رانه ووړ نو د فارسيانو ګناه به هم پر تا وي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې ليك د وړلو دنده عبدالله بن حذافه السهمي ته وسپارله. سهمي لاړ او دغه ليك يې د بحرين مشر ته وسپاره، معلومه نده چې د بحرين مشر د بل چا په لاس دا ليك وليږه او كه خپله عبدالله سهمي يووړ. په هر حال كله چې ليك كسرى ته ورسيد او ورته ولوستل شو، نو هغه ليك څيرې كړ او په ډير كبر سره يې وويل: زما د رعيت يو عادي او حقير شخص خپل نوم زما له نامه نه مخكې ليكي!! كله چې دغه خبره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورسيده نو ويې فرمايل: ‏(‏مزق الله ملكه‏)‏.  الله تعالى د هغه پاچايي خرابه كړه. او همداسې وشول لكه څرنګه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايلي و. د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ليك نه  وروسته كسرى د يمن والي باذان ته وليكل: دغه شخص ته چې په حجاز كې دى دوه چالاك سړي وليږه تر څو ما ته يې راولي. باذان هم دوه كسان غوره كړل او له يوه ليك سره يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضورته وليږل، په ليك كې يې دا ورته ليكلي و چې لدې كسانو سره كسرى ته ورشه. دا كسان چې كله مدينې ته ورسيدل او له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې ملاقات وكړ، يوه يې ويل: باذان پاچا د  کسرى شاهنشاه په امر مونږ  تا ته راليږي يوو چې تا له ځان سره كسرى ته بوزو، پدې ترڅ كې يې څه ګواښ هم وكړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: چې سبا بيا له ما سره وګورئ.

په همدې وخت كې د كسرې په كور كې د ننه كودتا شوې وه. دا وروسته له هغه چې لښكرو يې د قيصر د سپايانو په وړاندې رسوا ماتې خوړلي وه، د كسرى زوى شيرويه پاڅيدلى وو، خپل پلار يې وژلى وو او پخپله يې پاچايي اعلان كړې وه. دا كودتا د اووم هجري كال د سه شنبې په شپه د جمادي الاولى په لسمه شوې    وه(1).

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د وحي له لارې پدې پيښه خبر شو، سهار يې چې تشريف راوړ، د باذان عسكرو ته يې كيسه وكړه، هغوى ورته وويل: ته پوهيږې چې څه وايې؟ مونږ خو لدينه په وړه خبره باندې درته په غصه يوو، آيا ستا دا خبرې هم وليكو او پاچا ته يې وليږو؟ ده ورته وفرمايل: ‏(‏نعم أخبراه ذلك عني، وقولا له‏:‏ إن ديني وسلطاني سيبلغ ما بلغ كسرى ‏!‏ وينتهي إلى منتهي الخف والحافر، وقولا له‏:‏ إن أسلمت أعطيتك ما تحت يدك، وملكتك على قومك من الأبناء‏)‏.

هو، ويې ليكئ او پرې خبر يې كړئ، او دا هم ورته ورسوئ چې زما دين او واكمني به تر هغه ځايه پورې رسيږي چيرته چې اوس د كسرى واكمني ده، او زما واكمني به تر هغه ځايه رسيږي چيرته چې ستاسې د آس او اوښه پښه هلته نه شي رسيدلى، دا هم ورته ورسوي چې: كه اسلام دې راوړ نو ستا واكمني به تا ته وسپارم، او د خپل قوم مشر به دې غوره كړم.

دا دواړه كسان روان شول او خبر يې باذان ته يووړ. په همدې وخت كې لږ شيبه وروسته باذان ته دا خبر هم راورسيد چې شيرويه خپل پلار كسرى وژلى دى، په همدې ليك كې شيرويه باذان ته ليكلي وو: د هغه كس د هڅونې هڅه مه كوه كوم چې په هكله يې زما پلار درته ليكلي و اوس تر دوهم امر پورې انتظار باسه. همدا كار ددې سبب شو چې باذان او په يمن كې ميشته ټول فارسيان په اسلام مشرف شي.(2)

4- د روم پاچا (قيصر) ته ليك

امام بخاري د يوه اوږده حديث د را نقلولو په ترڅ كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هغه ليك متن راوړى دى كوم چې د روم پاچا هرقل ته يې ليږلى وو، ددغه ليك متن څه داسې دى:

(‏بسم الله الرحمن الرحيم‏.‏ من محمد عبد الله ورسوله إلى هرقل عظيم الروم، سلام على من اتبع الهدي، أسلم تسلم، أسلم يؤتك الله أجرك مرتين، فإن توليت فإن عليك إثم الأريسيين ‏{‏ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوواْ إِلَى كَلَمَةٍ سَوَاء بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلاَّ اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوواْ فَقُولُواْ اشْهَدُواْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ‏}‏‏)‏ ‏[‏آل عمران‏:‏64‏]١‏‏.

[‏د محمد بن عبدالله چې د الله تعالى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او بنده دى له خوا د روم واكمن هر قل ته. په هغه چا دې سلام وي چې د هدايت په لاره روان وي، اسلام راوړه تر څو په امن شې، په اسلام مشرف شه، الله تعالى به دوه اجرونه دركړي، كه د اسلام رانه ووړ نو د ټولو اريسيونو (پيروانو) ګناه به ستا په غاړه وي (د ايت ترجمه مخکې شويده).]

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دغه ليك د دحيه بن خليفه الكلبي په لاس وليږه او امر يې ورته وكړ چې ليك د بصرى مشر ته وسپاري تر څو هغه يې قيصر ته ورسوي. بخاري له ابن عباس (رضي الله عنهما) نه په روايت سره وايي چې ابو سفيان بن حرب وايي: هر قل د قريشو له يو شمير مشرانو سره وغوښتلم، مونږ شام ته د تجارت لپاره تللي وو. دا هغه وخت وو چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د حديبيې تړون لاسليك شوى وو. ابو سفيان وايي: مونږ هرقل ته ورغللو هغه په ايلياء (بيت المقدس) كې وو(٢) خپل دربار ته يې وبللو. ورسره د روم مشران هم ناست وو ترجمان يې راوباله او راته ويې ويل له تاسې نه كوم يو له دې شخص سره چې د نبوت دعوه يې كړيده نسبي نژديوالى لري؟ كوم يو يې ډير نژدې خپل دى؟ ابو سفيان وايي: ما ورته وويل: زه ډير ورلنډ يم. هرقل وويل: دا سړى او ملګري يې زما  خوا ته رالنډ كړئ، ملګري يې دده شاته كينوئ، بيا يې خپل ترجمان ته وويل: زه لدې سړي نه د نبوت د مدعي يعنې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هكله پوښتنې كوم، زما ملګرو ته يې وويل كه دې سړي دروغ راته وويل، نو تاسې يې راته په ګوته كړئ. ابو سفيان وايي كه له خپلو ملګرو څخه نه وى شرميدلى چې بيا به وايي دروغجن دى، نو په محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پسې به مې دروغ ويلي واى.

ابو سفيان زياتوي، د هرقل لومړنى سوال دا وو چې د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د نسب په هكله څه وايې؟ ما ورته وويل: هغه د ډير لوړ او شريف نسب خاوند دى. بيا يې وويل: له ده نه مخكې له تاسو نه چا دا ډول خبره او دعوه كړيده؟ ورته ومې ويل: نه. راته ويې ويل: له پلرونو نه يې كوم يو د واك او قدرت خاوند وو؟ ومې ويل: نه. پوښتنه يې وكړه چې اوس يې پيروان كمزوري خلك دي او كه د مال  او واك خاوندان؟ ورته ومې ويل: كمزوري خلك يې ملګري دي. ويې ويل: د پيروانو شميره يې زياتيږي كه كميږي؟ ما ورته وويل: شميره خو يې مخ په زياتيدو ده. سوال يې وكړ چې له پيروانو نه يې څوك له خپل دين نه د كركې له امله بيرته له خپل دين نه ګرزي (مرتد کيږي)؟ ومې ويل: نه. راته ويې ويل: د نبوت له دعوى نه مخكې مو له هغه نه دروغ اوريدلي؟ ومې ويل: نه. ويې ويل: ايا غدر او خيانت كوي؟ ومې ويل: نه، خو اوس مو ورسره يو تړون كړيدى وګورو چې څه كوي؟ ابو سفيان وايي لدې خبرې پرته ما ته بل هيڅ داسې مجال په لاس رانغى چې د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هكله له ځانه څه ووايم. بيايې راته وويل: ايا تاسو جګړه ورسره كړيده؟ ومې ويل: هو. ويې ويل: د جګړو نتيجې يې څه ډول وي؟ ورته ومې ويل: جنګ زمونږ او ده تر منځ داسې وو چې كله به مونږ او كله به هغه برلاسى و. پوښتنه يې وكړه چې په كومو څيزونو امر درته كوي؟ ورته ومې ويل: راته وايي: د يوه الله عبادت وكړئ، هيڅ شريك مه ورسره نيسئ، د خپلو پلرونو خبرې پريږدئ، همدا راز د لمانځه، رښتيا، خپلوۍ، دوستۍ او پاكۍ امر راته كوي.

بيايې خپل ترجمان ته وويل: دې قريشي ته ووايه چې د نسب په هكله مې پوښتنه درنه وكړه تا وويل هغه د شريف نسب درلودونكى دى، رسولان همداسې وي هغوى د نسب له پلوه هم له نورو نه لوړ وي. پوښتنه مې درنه وكړه چې له ده نه مخكې يې د قوم کوم فرد دا ډول دعوه كړيده ؟ تا راته وويل: نه، كه داسې واى چې لدينه وړاندې كوم شخص داسې دعوه كړې واى، نو ما به ويل چې كيدى شي ده به د هغه په پيروۍ سره دا ډول دعوه كړې وي. درته ومې ويل چې له پلرونو نه يې كوم يو واكمن او پاچا وو؟ تا وويل: نه ، كه فرضاً له پلرونو نه يې كوم يو پاچا او مشر تير شوى واى، نو ما به ويل چې د خپل پلار پاچايي غواړي. دا مې درته وويل چې له نبوت نه مخكې مو دروغ ورنه اوريدلي؟ تا وويل نه، نو زه په يقين سره دا ويلى شم داسې نه شي كيداى چې څوك دې انسانانو ته دروغ نه وايي خو په الله پسې دې دروغو ته زړه ښه كړي. بله مې دا خبره درته وكړه چې پيروان يې كمزوري خلك دي او كه د مال او مقام خاوندان؟ تا راته وويل: چې كمزوري خلك يې پيروان دي، حقيقت هم همداسې دى چې د رسولانو (عليهم السلام) پيروان كمزوري خلك وي. دده د پيروانو د شمير په هكله مې پوښتنه درنه وكړه، تا راته وويل چې د پيروانو شميره يې مخ په زياتيدو ده، د ايمان خاوندان همداسې وي. درته ومې ويل چې څوك چې يو ځل مسلمان شي آيا بيا بيرته له خپل دين نه د کرکې له امله له دين نه ګرزي؟ تا وويل: نه. همداسې ده ايمان چې يو ځل په زړه كې ځاى ونيسي بيا په زور هم نه شي ورنه ايستل كيدلى. پوښتنه مې درنه وكړه چې آيا هغه غدر او خيانت كوي؟ تا وويل: نه غدر نه كوي، رسولان (عليهم السلام) همداسې وي غدر او خيانت نه كوي. ددې پوښتنه مې وكړه چې په څه امر درته كوي؟ تا راته وويل: هغه امر راته كوي چې د يوه الله عبادت وكړو، شريك ورسره ونه نيسو، او د بتانو له عبادت نه مو منع كوي، د لمانځه، رښتيا ويلو او پاكۍ امر راته كوي.

كه دا ستا خبرې رښتيا وي نو همدا پيغمبر (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به ان دا زما تر پښو لاندې ځاى هم نيسي، زه خبر وم چې هغه به په همدې وخت كې مبعوثيږي، خو پدې نه پوهيدم چې هغه به له تاسې څخه وي، كه زه پدې پوهيدلى چې ده ته ورسيدى شم نو د ليدلو تكليف به مې يې ګاللى واى. او كه زه دده په حضور كې واى، نو دواړه پښې  به مې يې ور مينځلې واى. بيا يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كتاب(ليك) راوغوښت  او ويې ولوست. كله چې د ليك له لوستلو نه فارغ شو، ګڼه ګوڼه جوړه شوه خلكو شوركاوه، نو مونږ ته د وتلو امر وشو. ابو سفيان وايي كله چې مونږ ته د بيرون وتلو امر وشو، ما خپلو ملګرو ته وويل: د ابو كبشه (محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د زوى كار جوړ شو، له ده نه خو د روميانو (ژيړ پوټكو) پاچا هم ويريږي.  لدې نه وروسته زما پوخ يقين وو چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دين به حتماً بريالى كيږي، په همدې فكر كې وم تر څو په اسلام مشرف شوم.(1)

په قيصر باندې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ليك دا اثر خو ابو سفيان وليد. پر هغه باندې ددې خط بل اثر دا وو چې قيصر د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) قاصد دحيه كلبي ته جامې او تحفې وركړې، خو كله چې دحيه بيرته مدينې ته روان وو په حسمى نومې سيمه كې د جذام قبيلې څو كسانو ډاكه ورباندې واچوله او ټول شيان يې ورنه يووړل، مدينې ته له رسيدو وروسته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خدمت ته حاضر شو د خپل سفر راپور يې وركړ. ورپسې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زيد بن حارثه (رضي الله عنه) حسمى ته واستاوه، چې ورسره پنځه سوه وسله وال نور هم وو، لاړ او په حسمى كې يې چې د وادي قرى شا ته پرته وه په جذام قبيله بريد وكړ، ډير كسان يې ورنه ووژل، سل ښځې او ماشومان يې اسيران كړل، زر اوښان او پنځه زره پسونه يې هم په  غنيمت ونيول. د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او جذام قبيلې تر منځ اور بند هم شوى وو لدې پيښې نه وروسته د جذام يوه مشر زيد بن رافعه راغى او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې احتجاج وكړ. نوموړې په اسلام مشرف شوى وو، له دحيه سره يې مرسته هم كړې وه، په همدې اساس رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دده احتجاج قبول كړ او امر يې وكړ چې اولادونه، ښځې او مالونه يې بيرته وركړل شي.

زياتره سيرت ليكونكي دا سريه له حديبيې نه مخكې ذكر كوي، پداسې حال كې چې دا سيي نده ځكه قيصر ته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ليك له حديبيې نه وروسته استول شوى وو. ابن قيم هم وايي دغه سريه له حديبيې نه وروسته واقع شويده.(2)

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د