fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – څلور پنځوسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

له حديبيه صلحې نه وروسته پوځي تحركات

د غابه يا ذي قرد غزا

د بني فزاره قبيلې يوې ډلې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خلاف د يوه اقدام په نتيجه كې د مسلمانانو په يو شمير څارويو ډاكه واچوله، غلا يې كړل. همدې ډاكوانو ته د سزا وركولو پخاطر دا غزا پيښه شوې وه. له حديبيې نه وروسته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لومړنۍ غزا همدا وه، كه څه هم ځينې روايتونه وايي چې لومړنۍ غزا يې خيبر وه. امام بخاري ددې باب په مقدمه كې وايي چې د غابه غزا له خيبر نه درى ورځې مخكې واقع شويده. مسلم هم همدا خبره له سلمه بن اكوع نه په روايت سره نقل كړيده. د سيرت ليكونكو زياترو دا ويلي چې دغه غزا له حديبيه سولې نه مخكې وه، خو د بخاري روايت د تاريخ ليكونو له قول نه زيات صحيح دى.(1)

ددې غزا قهرمان سلمه بن اكوع دى. سيرت ليكونكي روايتونه ټول له ده نه نقلوي او وايي چې: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپلې شيدې وركونكې اوښانې له خپل شپانه او غلام رباح سره څړ ځاى ته ليږلې وې، سلمه وايي زه هم ورسره وم او د طلحه آس مې له ځان سره بوولى و، سهار ناڅاپه عبدالرحمن فزاري پر اوښانو حمله وكړه، ټول يې وتښتول، شپون يې په قتل ورساوه. ما رباح ته وويل چې لاړ شه، دا آس طلحه ته ورسوه، او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له پيښې خبر كړه. زه په يوه هسك ځاى ودريدم مخ مې د مدينې په لور كړ او درى ځلې مې په لوړ آواز چيغه وكړه يا صباحاه!! بيا په غلو پسې روان شوم، په غشو مې ويشتل او دا شعر مې زمزمه كاوه:

انـا ابـن الاكـوع = واليـوم يـوم الرضـع

زه د اكوع زوى يم، نن ورځ د شيدو رودلو ورځ ده. يعنې نن به معلوم شي چې چا د خپلې مور شيدې رودلي دي.

ابن اكوع وايي ما په مسلسله توګه كفار په غشو ويشتل، كه له هغوى نه به يو راپسې راغى نو زه به د ونې بيخ ته ورته كيناستلم او له همغه ځاى نه به مې وويشت او ټپې به شو، تر څو هغوى د غرونو په منځ كې تنګې درې ته ننوتل. زه غره ته وختلم او د غره له سر نه مې تيږې پرې راغورځولې همداسې په هغوى پسې وم، تر څو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ټول اوښان مې شاته پاتې شول. هغوى دا ټول را ته خوشي كړل او لاړل. كه څه هم هغوى د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ټول اوښان راته خوشي كړل، خو بيا هم زه ورپسې وم په غشو مې ويشتل، چې مجبور شول ديرش چادر او ديرش نيزې ورغورځوي، دا د دې پخاطر چې بار يې سپك شي. دوى به چې هر څه پريښودل ما به د نښانې په توګه تيږې ورباندې اچولې تر څو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحاب (رضي الله عنهم) ورته متوجه شي او ويې پيژني. زه ورپسې وم هغوى د يوې غونډۍ په يوه تنګه لاره كې د غرمې ډوډۍ ته كيناستل، زه له دوى نه پاس وختلم او ورته ګورم له دوى نه څلور كسان ماته راوختل. ما ورته وويل: آيا ما پيژنئ چې زه څوك يم؟ دوى دومره را لنډ شوي وو چې زما غږ يې ښه اوريده، ما ورته وويل زه سلمه بن اكوع يم، زه چې په چا پسې روان شوم هغه به حتماً رانيسم، او كه څوك ما پسې شي او زما د نيولو هڅه وكړي نو كله به مې هم ونه نيسي، هغوى چې زما خبرې واوريدلې څلور واړه بيرته ستانه شول.

زه پخپل ځاى ناست وم، په همدې وخت كې مې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پوځيان وليدل چې د ونو په مينځ كې راروان دي، مخكې يې اخرم روان وو، ورپسې ابو قتاده، ورپسې مقداد بن اسود وو. حضرت اخرم له عبدالرحمن سره مخامخ شو، سره ونښتل د عبدالرحمن آس زخمي شو، خو عبدالرحمن وتوانيد اخرم په شهادت ورسوي ، بيا يې آس ورنه واخيست ورباندې سپور شو، خو قتاده ورپسې راورسيد او عبدالرحمن يې همدلته وواژه، نو مشركين په تيښته شول. زه هم ورپسې په منډه شوم، لماښام ته نژدې هغوى ډير وږي وو غوښتل يې لږ اوبه وڅښي خو ما اجازه ورنكړه چې له چينې نه اوبه وڅښي، يو څاڅكى يې هم ترخولې نكړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او لښكر يې لماسختن راپسې راورسيد ما عرض وكړ يا رسول الله ! دا خلك تږي دي، كه له ماسره سل كسان وليږې ،نو زه به د دوى ټول آسونه ورنه واخلم، او دوى به هم ټول لاس تړلي درته راولم. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏:‏ ‏(‏يا بن الأكوع‏.‏ ملكت فأسجح‏)‏. اې د اكوع زويه! برلاسى شوې يې، نو لږ نرمي وكړه. بيايې وفرمايل: ‏(‏إنهم ليقرون الآن في غطفان‏)‏‏.‏ چې اوس دوى ته په بنو غطفان كې ميلمستيا كيږي يعنې دوى به اوس د هغوى ميلمانه وي.

بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏خير فرساننا اليوم أبو قتادة، وخير رجالتنا سلمة‏)‏‏.‏  نن ورځ زمونږ تر ټولو غوره شهسوار ابو قتاده دى، او له ټولو نه غوره پلى مو سلمه دى. سلمه وايي چې بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دوې برخې راته راكړې يوه برخه د پلي  او بله د سواره، او بيا يې زه پخپله عضباء نومې اوښه ورسره سپوره كړم او مدينې ته راستانه شوو. پدې غزا كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ابن ام مكتوم خليفه ټاكلى وو، او د غزا بيرغ يې مقداد بن عمرو ته وركړى وو.(1)

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د