fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – پنځه پنځوسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د خيبر غزا

د 7 كال د محرم مياشت

خيبر لوى ښار وو، ښه فصلونه او مضبوط برجونه يې درلودل، د مدينې منورې شمال ته 60 يا 80 ميله ليرې پروت وو، اوس د يوه كلي حيثيت لري، هوا يې هم ډيره ښه نده.

د خيبر غزا سبب

د حديبيې له سولې نه وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مخالف مثلث له لوى قوت (قريشو) نه بې غمه شو، د هغوى له اړخه يې زړه جمع شو، نو نيت يې وكړ چې ددې مثلث له دوو نورو اضلاعو يا برخو سره حساب تصفيه كړي. او دايې ضروري وګڼله چې په سيمه كې د امن او امنيت ټينګولو پخاطر د يهودو او نجد د نورو قبايلو خطر هم له مينځه يووړل شي، ترڅو مسلمانانو له جګړې نه فارغ او د الهي دين دعوت ته وزګار شي.

څرنګه چې خيبر د مسلمانانو په خلاف د ټولو توطئو، او سازشونو داسې مركز وو چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ضد ټول جنګونه او فعاليتونه له همدې ځايه تنظيميدل نو مسلمانانو ته په كار وه چې لومړى همدا شيطاني ځاله ورانه كړي.

د يادونې وړ ده چې د خيبر يهودانو د احزاب په غزا كې د مسلمانانو په خلاف ټولې عربي قبيلې راوپارلې، بني قريظه يې ديته اړ كړل چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره غدر او خيانت وكړي. هغوى پدې هم بسنه ونكړه بلكه په مدينه كې د ننه يې هم له منافقينو سره اړيكې ټينګې كړې، له غطفان او په صحرا كې ميشته كوچيانو سره يې تماسونه ونيول، پخپله يې هم د جګړې تياري  نيوله، په همدې اساس مسلمانان له سختو مشكلاتو سره مخ وو. يهودانو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ترور توطئه جوړه كړه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مجبور شو ددې شرارتونو د مخنيوي پخاطر پوځي تحركات ولري، او د يهودي لښكر ځينې شيطان مشران لكه سلام بن ابي حقيق، او اسير بن رزام له مينځه يوسي.

خو خبره پدې هم پاى ته نه رسيدله، د يهودانو خطر لوى وو، او ددې خطر له مينځه وړلو يوه لوى او جدي اقدام ته ضرورت درلود. مسلمانانو تر هغې پورې ددې فرصت نه درلود چې له يهودانو سره مقابله وكړي تر څو پورې يې چې له لوې دښمن (قريشو) سره د سولې تړون نه وو كړى، او كله چې مسلمانان د قريشو له شر نه بې غمه شول نو د يهودانو مقابلې ته يې وخت وموند.

د خيبر په لور

ابن اسحاق وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له حديبيې نه راستون شو، ذي الحجه او د محرم مياشتې څو ورځې يې همدلته مدينه كې تيرې كړې، او بيا په همدې محرم مياشت كې د خيبر په لور روان شو. مفسرين وايي چې خيبر هغه وعده وه چې الله تعالى پدې آيت كې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره كړې وه:

((وَعَدَكُمْ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَذِهِ)) (الفتح: 20)
[الله تعالى له تاسو سره د ډيرو غنائمو او ولجو وعده كړيده چې وا به يې خلئ تاسې، نو الله تعالى ژر دركړل دا غنائم.]

اسلامي لښكر

منافقان او د كمزوري ايمان خاوندان د حديبيې په غزا كې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره نه وو تللي، سستي يې كړې وه، الله تعالى د دوى په هكله خپل رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته داسې امر وفرمايه:

((سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انطَلَقْتُمْ إِلَى مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ يُرِيدُونَ أَنْ يُبَدِّلُوا كَلامَ اللَّهِ قُلْ لَنْ تَتَّبِعُونَا كَذَلِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِنْ قَبْلُ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا بَلْ كَانُوا لا يَفْقَهُونَ إِلاَّ قَلِيلاً)) (15:48)

[ژر به ووايي (تاته وروسته پاتې كيدونكي (خلك) كله چې روان شئ تاسې غنيمتونو (د خيبر ته) د پاره ددې) چې واخلئ تاسې هغه غنائم، پرې ږدئ مونږ چې په تاسې پسې درشو اراده لري دوى چې بدل كړي حكم د الله. ووايه اې محمده! چې له سره به متابعت ونكړئ تاسې زمونږ، همداسې فرمايلي وو الله پخوا بيا به ووايي چې كينه كوئ ستاسې له مونږ سره بلكه دوى نه پوهيدل مګر لږ.]

همدا وه كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خيبر په لور روانيده، نو اعلان يې وكړ چې يوازې هغه كسان به ورسره ځي چې په جهاد كې برخه اخيستل غواړي. پدې ترتيب سره له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يوازې تر ونې لاندې بيعت كوونكي چې شميره يې 1400 تنه وو روان شول.

په مدينه كې يې سباع بن عرفطه غفاري خليفه وټاكه. ابن اسحاق وايي چې نميله بن عبدالله ليثي يې خليفه ټاكلى وو، خو محققين وايي چې لومړنى روايت قوي دى.(1)

په همدې وخت كې ابوهريره (رضي الله عنه) پداسې حال کې مدينې ته هجرت وكړ چې په اسلام مشرف شوى وو، د سهار په لمانځه كې يې په سباع بن عرفطه پسې اقتدا وكړه. او كله چې له لمانځه نه فارغ شو سباع ته ورغى، هغه څه توښه وركړه او روان شو په رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پسې ور ورسيد.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې په هكله له مسلمانانو سره خبره وكړه او هغوى پخپلو غنيمتونو كې هغه (ابو هريره) او ملګري يې ورسره شريك كړل.

له يهودانو سره د منافقانو تماس

منافقانو د يهودانو په ګټه كار كاوه، د منافقانو رئيس عبدالله بن ابي بن سلول د خيبر يهودانو ته احوال وليږه چې متوجه اوسئ محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ستاسې  په لور در روان شويدى، متوجه اوسئ، خپل تدابير ونيسئ، ګورئ همت له لاسه ورنكړئ، ورنه ونه ويريږئ، تاسې د شمير او وسايلو له پلوه له هغه نه پياوړي ياست، د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) قوم ډير لږ دى، هغوى تش لاسي هم دي، وسلې نلري.

يهودانو ته چې د ابن ابي خبر ورسيد كنانه بن ابي حقيق او هوذه بن قيس يې غطفان قبيلې ته واستول او د كمك غوښتنه يې ورنه وكړه.

بني غطفان قبيله د يهودانو ملګرې وه او د مسلمانانو په خلاف يې له دوى سره مرسته كوله. پدې غوښتنې سره يهودانو دا وړانديز هم وكړ كه دوى پر مسلمانانو بريالي شول نو د خيبر د ميوو نيمه برخه به بنو غطفان ته وركوي.

د خيبر لار

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خيبر ته د رسيدو پخاطر لومړى د عصر نومي غره په لور لاړ، بيا له صهباء نومې سيمې نه تير شو، ورپسې رجيع ته ورسيد هغه چې له غطفان نه يې د يوې شپى، ورځې مزل درلود. د غطفان قبيلې خلكو تياري نيولې وه او د خيبر په لور وخوځيدل تر څو د يهودانو مرسته وكړي، دوى لا خيبر ته نه وو رسيدلي چې له شا نه يې شور او ځوږ تر غوږو شو، ګمان يې وكړ لكه چې مسلمانانو يې پر اولادونو او مالونو حمله كړې، همدا وه چې بيرته ستانه شول، او د خيبر يهودان يې يوازې پريښودل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه دوه لارښوونكي راوغوښتل كوم چې مسلمانانو ته يې لاره ښووله، له دوى نه د يوه نوم حسيل وو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل چې داسې لار راوښيئ چې خيبر ته د شمال يعنې شام له لوري ورتاو شو، تر څو شام ته د يهودانو د تيښتې لاره بند كړو، او همدا راز د دوى او غطفان تر مينځ لاره هم غوڅه شي.

له لارښوونكو نه يوه وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا لار زه درته ښيم! روان شو تر څو يوې څلور لارې ته ورسيد هلته يې عرض وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! له دې ټولو لارو نه خپل مقصد ته رسيدلى شو، اوس ستا خوښه  په كومه لاړ شو؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر ورته وكړ چې د هرې يوې لارې نوم ورته واخلي. هغه وويل: دا لار حزن نوميږي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: دا دې وي، پدې نه ځو. هغه بيا وويل ددې بلې لارې نوم شاش دى. د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا هم خوښه نه شوه. هغه وويل دريمه لار د حاطب په نامه ياديږي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه هم خوښه نكړه. پدې وخت كې حسيل وويل: چې اوس يوازې يوه لاره پاتې ده: عمر (رضي الله عنه) وويل: د هغې نوم څه دى؟ هغه وويل: نوم يې مرحب دى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په همدې مرحب نومې لار باندې تګ خوښ كړ.

 د لارې په اوږدو كې واقع شوې ځنې پيښې

1- سلمه بن اكوع (رضي الله عنه) وايي: له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د خيبر په لور روان وو، د شپې مو مزل كاوه چې يوه كس عامر ته وويل: څه خو راته واوروه، عامر شاعر وو، راكوز شو پيل يې وكړ داسې بدلې يې بللې:

اللهم لولا انت ما اهتدينا                          و لا تصـدقنا ولا صلينا
فاغفر فداء لـك ما اتقينا                      و ثبت الاقدام ان لاقينا
والـقين ســكينة علينا                      انا اذا صيح بنــا ابينا
و بالصـياح عـولوا علينا

[اې الله! كه ته نه واى نو مونږ به هدايت نه واى موندلى، نه به مو صدقه وركړى واى او نه به مو لمونځ ادا كړى واى، خدايه! مونږ له تا قربان، بښنه راته وكړې، چې تقوى غوره كړو او كه له دښمن سره مخامخ شوو ثبات را په برخه كړې او سكون راباندې نازل كړې مونږ ته چې آواز وشي نو مونږ ځواب نه وايو، غرور كوو، او د چيغو په ډګر كې خلك باور راباندې لري.]

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د آواز په اوريدو سره وويل : ‏(‏من هذا السائق‏)‏.  دا آواز ويونكى څوك دى؟ ورته وويل شول چې دا عامر بن اكوع دى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏يرحمه الله‏)‏‏.[الله تعالى دې رحم پرې وكړي.]

له اصحابو (رضي الله عنهم) نه يوه كس وويل: ستاسو دعا د هغه په حق كې لازمه شوه، اوس د هغه شهادت واجب شو، تاسو ولې مونږ د هغه له وجود نه  لا زيات نه برخمن كولو؟! يعنې كاشكې د عمر د اوږدوالي دعا مو ورته كړې واى .

اصحاب (رضي الله عنهم) پدې پوهيدل چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د جنګ په وخت كې چاته په ځانګړې توګه دعا وكړي نو هغه حتماً په شهادت رسيدونكى دى.(2)

د خيبر په غزا كې هم همداسې وشول او حضرت عامر (رضي الله عنه) شهيد شو. همدا وجه وه چې  اصحابو (رضي الله عنهم) رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته عرض وكړ چې ولې يې هغه ته د اوږده عمر دعا ونكړه تر څو دوى له ده نه نور هم مستفيد شوى واى.

2- رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خيبر سره نژدې د صهباء په وادي كې د لمازديګر لمونځ ادا كړ. بيا يې توښې راوغوښتلې، ټولو خپلې خپلې توښې راوړې چې ټول ميده شوي غنم وو، امر يې وكړ چې ټول دلته واچوي، واچول شول. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو (رضي الله عنهم) ورنه وخوړل. بيا د ماښام لمانځه ته پورته شو، مباركه خوله يې ومينځله، اصحابو (رضي الله عنهم) هم خپلې خولې ومينځلې او په زاړه اوداسه يې لمونځ ادا كړ، ورپسې يې د ماخستن لمونځ هم وكړ.(١)

اسلامي لښكر د خيبر په لمنو كې

هغه شپه چې په سهار يې جګړه پيل شوه مسلمانانو خيبر ته نژدې تيره كړه، يهودان نه وو ورباندې خبر. د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عادت وو چې كوم قوم ته به د شپې ورسيد، نو تر سهاره به نه ورنژدې كيده، حمله به يې نه ورباندې كوله، دا شپه يې هم همداسې وكړل. سهار وختي پاڅيد د سهار لمونځ يې په تياره كې ادا كړ مسلمانان روان شول د خيبر په لور يې  مخه كړه، هلته يهودان د ناخبرۍ په حالت كې له بيلچو، ټسكورو او تبرونو سره د خپلو ځمكو او پټيو په لور روان وو، كله يې چې اسلامې لښكر وليد ويې ويل: قسم په خداى چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راغلى، منډې يې كړل بيرته خپل ښارته ننوتل. په همدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏الله أكبر، خربت خيبر، الله أكبر، خربت خيبر، إنا إذا نزلنا بساحة قوم فساء صباح المنذرين‏)‏‏.‏ الله اكبر، خيبر وران شو، الله اكبر خيبر وران شو، مونږ چې د كوم قوم ساحې ته ورشو نو د ګواښل شويو خلكو سهار خراب وي.(٢)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خپل لښكر لپاره يو ځاى غوره كړ. حباب بن منذر (رضي الله عنه) ورته راغى عرض يې وكړ: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا ځاى دې د الله په امر غوره كړيدى، او كه تا خپله د جنګي تاكتيك په توګه انتخاب كړيدى؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: دا زما شخصي نظر دى. منذر ورته وويل: دغه ځاى له نطاه برجونو سره ډير نژدې دى د يهودانو ټول جنګيالي په همدې برج كې دي، هغوى زمونږ په احوال خبر دي، مونږ  ګوري، پداسې حال كې چې مونږ نه دوى وينو او نه يې په هكله پوره معلومات لرو. د هغوى غشي مونږ ته رارسيږي، خو زمونږ غشي دوى ته نه رسيږي، دلته مونږ د هغوى له شبخون نه هم په امن نه يو. بله دا چې دا ځاى د خرما د ونو په منځ كې واقع دى، ژور هم دى، ځمكه يې هم خرابه ده، غوره به وي چې بل مناسب ځاى وټاكې. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: سيي خبره دې وكړه، ورپسې يې د لښكر لپاره بل ځاى غوره كړ.
كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خيبر ته نژدى شو ويې فرمايل: ‏(‏قفوا‏)‏. فوقــف الجيش، فــقال‏:‏ ‏(‏اللهم رب السموات السبع وما أظللن، ورب الأرضين السبع وما أقللن، ورب الشياطين وما أضللن، ورب الرياح وما أذرين، فإنا نسألك خير هذه القرية، وخير أهلها، وخير ما فيها، ونعوذ بك من شر هذه القرية، وشر أهلها، وشر ما فيها، أقدموا، بسم الله‏)‏‏.‏ ودريږئ، ټول لښكر ودريد، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: اې د اوو آسمانونو او تر آسمانو لاندې د ټولو مخلوقاتو لويه ربه! اې د اوو ځمكو او پكې د ټولو موجوداتو ربه! اې د شيطانانو او د دوى له خوا د ګمراه شويو ربه! مونږ له تا نه ددې كلي خير غواړو، ددې كلي د اوسيدونكو او ټولو له شر نه تا ته پناه در وړو. بيا يې وفرمايل: روان شئ، مخ په وړاندې د خداى په نامه سره.(١)

د جنګ تياري او د خيبر برجونه

پر خيبر له حملې نه مخكې شپه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: (‏لأعطين الراية غدًا رجلاً يحب الله ورسوله ويحبه الله ورسوله، ‏[‏يفتح الله على يديه ‏]‏‏)‏ فلما أصبح الناس غدوا على رسول الله صلى الله عليه وسلم، كلهم يرجو أن يعطاها، فقال‏:‏ ‏(‏أين علي بن أبي طالب‏؟‏‏)‏ فقالوا‏:‏ يا رسول الله، هو يشتكي عينيه، قال‏:‏ ‏(‏فأرسلوا إليه‏)‏، فأتي به فبصق رسول الله صلى الله عليه وسلم في عينيه، ودعا له، فبرئ، كأن لم يكن به وجع، فأعطاه الراية، فقال‏:‏ يا رسول الله، أقاتلهم حتى يكونوا مثلنا، قال‏:‏ ‏(‏انفذ على رسلك، حتى تنزل بساحتهم، ثم ادعهم إلى الإسلام، وأخبرهم بما يجب عليهم من حق الله فيه، فوالله، لأن يهدي الله بك رجلا واحدًا خير لك من أن يكون لك حمر النعم‏)‏‏.‏

سهار به بيرغ داسې شخص ته وركوم چې له الله تعالى او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره محبت لري، الله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم ورسره مينه لري. كله چې سهار شو، اصحاب (رضي الله عنهم) ټول د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورتلل هر يوه دا تمه لرله چې بيرغ به ده ته وركړل شي. پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: علي (رضي الله عنه) چيرته دى؟ اصحابو (رضي الله عنهم) ورته وويل: هغه خو د سترګو تكليف لري.(١) ويې فرمايل: را ويې غواړئ. څوك لاړل او علي (رضي الله عنه) يې  راووست. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې سترګې پخپلو مباركو لاړو ورلمدې كړې، دعا يې ورته وكړه او سترګې يې داسې جوړې شوې لكه چې هيڅ مرض نه وو پكې، بيايې بيرغ وركړ. علي (رضي الله عنه) عرض وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! تر هغې پورې به ورسره جنګيږم تر څو هغوى زمونږ په شان مسلمانان شي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: په اطمينان سره لاړ شه تر څو د دوى ساحې ته  ورسيږې، هلته هغوى ته د اسلام بلنه وركړه، د الله تعالى حقوق ورته بيان كړه، قسم په خداى كه الله تعالى ستا په لاس يوه سړي ته هدايت وكړي،  نو دا له سرو اوښانو نه درته غوره دى.(٢)

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د