الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – شپږ پنځوسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

خيبر په دوو برخو ويشل شوى و

په لومړنۍ برخه كې يې دا پنځه برجونه وو:

1- د ناعم برج. 2- د صعب بن معاذ برج. 3-  د قلعه زبير برج. 4- د ابي برج. 5- د نزار برج.

لومړي درى برجونه په نطاه نومې سيمه او دوه نور په شق نومې سيمه كې پراته وو.

د خيبر په دوهمه برخه كې چې په كتيبه سره يې شهرت درلود درى برجونه پراته وو چې نومونه يې دا دي:

1- د قموص برج دا د بني نضير د مشر ابي حقيق برج وو. 2- د وطيح برج. 3 – د سلالم برج. په خيبر كې لدې آتو برجونو نه علاوه نور برجونه او كلا ګانې هم وې، خو هغه نورې ددې آتو په شان لويې او مضبوطې نه وې.

د جګړې زيات شدت د خيبر په لومړنۍ برخه كې وو، دوهمه برخه كه څه هم جنګيالان پكې ډير وو خو ټول بيله جګړې تسليم شول.

د جګړې پيل او د ناعم برج فتح كيدل

مسلمانانو لومړى پر ناعم برج حمله وكړه، همدلته د يهودو لومړنۍ دفاعي كرښه هم وه. دې برج كه له يوې خوا زيات استراتيژيك اهميت درلود له بل پلوه د يهودانو مشهور قهرمان مرحب هغه چې په زرو شمار وو هم همدلته اوسيده.

علي (رضي الله عنه) مسلمانان د همدې برج په لوري مرش كړل، هلته يې يهودانو ته د اسلام بلنه وركړه خو هغوى اسلام و نه مانه، د خپل مشر مرحب تر مشرۍ لاندې د مسلمانانو مقابلې ته راووتل. مرحب را وړاندې شو او مسلمانانو ته يې د مقابلې چيلنج وركړ. سلمه بن اكوع وايي: په خيبر كې د هغوى مشر مرحب د جګړې ميدان ته راوړاندې شو، توره يې په لاس كې وه او دا شعر يې وايه:

قد علمت خيبر اني مرحب                    شاكي السلاح بطل مجرب
اذا الحروب اقبلت تلهب

[د خيبر خلك پدې پوه دي چې زه مرحب يم، مسلح يم، د جنګ او جګړې په دوران كې تجربه كار اتل يم.
سلمه وايي دده مقابلې ته زما تره (عامر) ورووت او ويې ويل:

قد علمت خيبر اني عامر             شاكي السلاح بطل مغامر
[خيبر وال پدې خبر دي چې زه عامر يم، بيباكه، وسله په لاس اتل يم.]

دواړو يو پر بل د ګوزار هڅه وكړه، د مرحب توره زما د تره عامر په ډال ولګيده، عامر هڅه وكړه چې له لاندې نه په مرحب ګوزار وكړي، خو توره يې لنډه وه، كه څه هم غوښتل يېد يهودي په پنډۍ ګوزار وكړي خو توره يې پخپله ګونډه برابره شوه، سخت زخمي شو، او بيا له همدې ټپ نه وفات شو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دده په هكله فرمايلي: ‏(‏إن له لأجرين ـ وجمع بين أصبعيه ـ إنه لجَاهِدٌ مُجَاهِد، قَلَّ عربي مَشَي بها مِثْلَه‏)‏‏.‏ دده (عامر) لپاره دوه اجرونه دي او پخپلو دوو مباركو ګوتو يې اشاره وكړه، ده داسې جهاد وكړ چې په عربو كې به دده په شان مجاهد كم وموندل شي(١).

داسې ښكاري چې مرحب به بيا د مقابلې غږ كړى وي، او هماغه خپل شعر به يې وايه او په ميدان كې به تاويده. همدا وه چې دا ځل يې د مقابلې لپاره علي (رضي الله عنه) ووت، او دا شعر يې ووايه:

انا الذي سمتني امي حيدره             كليث غابات كريه المنظره
اوفيهم بالصاع كيل السندره

[زه هغه څوك يم چې مور مې حيدر (زمرى) نوم راباندې ايښى دى، زه لكه د ځنګل د پاچا (زمري) په شان هيبتناك يم. زه د ټولو د نيزو پوره حساب وركوم.]

علي (رضي الله عنه) دا شعر زمزمه كړ او په مرحب يې داسې ګوزار وكړ چې ځاى په ځاى يې نسكور كړ، ورپسې د همده په لاس خيبر فتح شو.(٢)

كله چې علي (رضي الله عنه) د يهودانو برجونو ته ورلنډ شو، يوه يهودي له برج نه راوكتل او ويې ويل: ته څوك يې؟ ده ځواب وركړ چې زه علي بن ابي طالب (کرم الله وجهه) يم. يهودي وويل: قسم په هغه كتاب چې پر موسى (عليه السلام) نازل شويدى چې تاسې برلاسي شوئ. بيا د مرحب ورور ياسر راووت او ويې ويل: څوك راسره مقابله كوي؟ له مسلمانانو نه زبير (رضي الله عنه) مقابلې ته ور وړاندې شو، مور يې صفيه (رضي الله عنها) وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! هسې نه چې زوى مې مړ نه شي؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏بل ابنك يقتله‏)‏.نه، بلكه ستا زوى به هغه وژني. همغه وه چې زبير (رضي الله عنه) پدې وتوانيد چې يهودى (ياسر) ووژني.

د ناعم برج په شاو خوا كې سختې جګړې وشوې، يو شمير وتلي يهودان پكې مړه شول، د نورو يهودانو روحيات كمزوري شول، د مسلمانانو د مقابلې توان يې له لاسه وركړ. ځينې مصادر وايي چې دا جګړه څو ورځې  روانه وه، مسلمانان له سخت مقاومت سره مخ وو، په پاى كې يهودان بې وسه شول، د مقابلې توان يې بايلود، او له همدې برج نه صعب نومي برج  ته واوښتل، او مسلمانانو د ناعم برج فتحه كړ.

د صعب بن معاذ د برج فتحه كول

په ناعم نومي برج پسې دوهم مهم برج د صعب په نامه ياديده. پر دې برج د بريد قومانده د حباب بن منذر انصاري په غاړه وه، مسلمانانو برج  درې ورځې كلا بند كړ، په دريمه ورځ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې برج د فتحې لپاره خاصه دعا وكړه.

ابن اسحاق روايت كوي چې د اسلم قبيلې بني سهم كورنۍ مسلمانان د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راغلل عرض يې وكړ: مونږ ستړي شوي يوو، هيڅ مو په لاس كې نشته. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏اللهم إنك قد عرفت حالهم، وأن ليست بهم قوة، وأن ليس بيدي شيء أعطيهم إياه، فافتح عليهم أعظم حصونها عنهم غَنَاء، وأكثرها طعامًا ووَدَكًا‏)‏‏.خدايه ته د دوى په حال خبر يې، دوى وس نلري، زه هم څه نلرم چې وريې كړم، خدايه! ته د دوى په لاس تر ټولو لوى برج فتحه كړې تر څو څه شى يې لاسته ورشي، هغه برج د دوى په لاس فتح كړې چې ډيره غله او ډير غوړي وي پكې. كله چې سهار شو، الله تعالى د دوى په لاس د صعب بن معاذ برج فتحه كړ. او پدې برج كې له ټولو برجو نه   زيات خواړه او وازدې يعنې غوړي وو.(١)

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اصحاب (رضي الله عنهم) پر برج باندې د حملې لپاره استول، نو د بني اسلم قبيلې كسان له نورو نه مخكې وو. د برج مخې ته مقابله او جګړه وشوه، په پاى كې په همدې ورځ له لمر لويدو نه مخكې برج فتحه شو. مسلمانانو پدې لوى برج كې د هغه زمانې يو شمير توپونه او ټانكونه هم په غنيمت ونيول.

د ابن اسحاق په روايت پدې ورځو كې مسلمانان له سختې لوږې سره مخ شوي وو، او له ډيرې لوږې يې خره ذبح كړي وو او د همدې خرو غوښې يې په ديګونو كې بار كړې وې. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې له مسئلې خبر شو د اهلي خره د غوښې له خوړولو نه يې نهي وكړه، او داديګونه واړول شول.

د زبير د كلا فتح

د ناعم او صعب برجونو له فتح كولو وروسته يهودان ټول د زبير كلا ته لاړل. دغه يوه ډيره مضبوط كلا وه، موقعيت يې هم داسې و چې آسونه او پياده ځواكونه نه شواى ورباندې ورختلى. همدا وجه وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) محاصره كړه، محاصره درى ورځې اوږده شوه. يو يهودي راغى او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې عرض وكړ چې يا ابا القاسم! كه ته يوه مياشت هم محاصرې ته ادامه وركړې يهودانو ته څه مشكل نشته ځكه چې له دوى سره خواړه شته د اوبو مشكل يې هم نشته، د شپې له خوا د خپل ضرورت وړ اوبه اخلي او بيرته پخپله كلا كې ځاى نيسي، خو كه تا اوبه ورباندې بندې كړې، نو دوى به مجبور شي  چې بيرون ته  راووزي. همدا وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اوبه ورباندې بندې كړې، دوى راووتل او سخته جګړه يې وكړه. يو شمير مسلمانان شهيدان شول، لس كسه يهودان هم ولګيدل، بالاخره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بريالى شو او دا كلا يې هم فتحه كړه.

د اُبي د كلا فتحه

كله چې د زبير كلا هم د مسلمانانو په لاس فتحه شوه، يهودان د ابي كلا ته لاړل او هلته يې سنګر ونيو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا كلا هم محاصره كړه، د محاصرې په دوران كې دوه يهودي اتلان يو په بل پسې راووتل او د مقابلې ټټر يې وواهه. مقابله وشوه دواړه د مسلمانانو په لاس ووژل شول. لدې دوو يهودى جنګياليو نه يو د مشهور مسلمان اتل د سرې لنګۍ خاوند ابو دجانه سماك بن خرشه انصاري په لاس ووژل شو. كله چې ابو دجانه دغه يهودى وواژه نو د كلا په لور يې مخه كړه، مسلمانان هم ورپسې ورغلل ګرمه جګړه ونښته، مسلمانان كلا ته ورد ننه شول، يهودان په تيښته بريالي شول او ځانونه يې د نزار برج ته ورسول.

د نزار برج فتحه

د خيبر پدې برخه كې نزار تر ټولو زيات مضبوط برج وو، يهودانو باور درلود چې مسلمانان به په هيڅصورت كې هم دغه برج ونه شي نيولى، دوى پدې برج دومره زړه تړلى و چې خپل اولادونه او ښځې يې هم همدلته ورسره ساتلي وو.

مسلمانانو هم دغه برج كلك كلا بند كړ، په يهودو يې سخت فشار راووست، خو څرنګه چې برج د غره په څوكه كې پروت وو، ورننوتل ګران وو. يهودانو هم دا جرائت نه درلود چې له برج نه د باندې راووزي، خو د برج له درز نه يې د غشو او ډبرو په ويشتلو سره سخت مقاومت وكړ. كله چې د نزار برج محاصره اوږده شوه، مسلمانان ونه توانيدل  برج ونيسي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر وكړ چې د هغه وخت توپونه ورته نصب شي، داسې ښكاري چې مسلمانانو به هم د توپ څه ډزې كړې وي او په همدې ګوليو سره يې د برج په ديوالونو كې درزونه پيدا كړل، او له همدې لارې نه د ننه ور داخل شول. په برج كې د ننه سخته جګړه ونښته چې په نتيجه كې يې يهودانو ماتې وخوړه، ډير تلفات يې وركړل پدې هم ونه توانيدل چې د پخوا په شان بل برج ته پناه يوسي، بلكه څوك چې په تيښته بريالي شول هغوى خپل اولادونه او ښځې مسلمانانو ته پريښودلى. او پدې ترتيب او ددې برج په فتحې سره د خيبر د لومړنۍ برخې (نطاه او شق) ټول برجونه فتحه شول، كه څه هم پدې برخه كې يو شمير نور واړه برجونه هم وو، خو د نزار برج له سقوط نه وروسته يهودانو پخپله هغه واړه برجونه خوشي كړل او ټول د خيبر دوهمې برخې ته منتقل شول.

د خيبر د دوهمې برخې فتحه

د نطاه او شق له فتحې نه وروسته، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د بني نضير قبيلې د نورو برجونو چې په كتيبه كې پراته او وطيح، قموص او سلالم نوميدل، په لور توجه وكړه، چيرته چې ټول يهودان راټول شوي وو.

سيرت ليكونكي پدې برجونو كې د جګړې د پيښيدو په هكله اختلاف لري. د ابن اسحاق له روايت نه داسې ښكاري چې د قموص برج د فتح كيدو په وخت كې جګړه شوې وي، او دا برج په جګړې سره فتحه شوى نه د خبرو له لارې(1).

واقدى وايي چې: د خيبر دغه برخه د خبرو له لارې فتحه شوې، خو دا هم كيداى شي چې د قموص برج په شاو خوا كې لومړى جګړه شوې وي او بيا د خبرو له لارې تسليم شوې وي. او پاته دوه نور برجونه بيله جګړې تسليم شويدي. په هر حال رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دې برخې (كتيبه) ته له راتګ نه وروسته يهودان كلا بند كړل، چې پوره 14 ورځې محاصره وو. په پاى كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اراده وكړه چې دا برجونه هم په توپونو وولي، خو كله چې يهودان پوه شول چې نور وژل كيږي نو د سولې او خبرو وړانديز يې وكړ.

خبرې او مذاكرات

ابن ابي حقيق د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته څوك واستول او ورته ويې ويل: آيا خوښه دې ده چې خبرې سره وكړو؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا وړانديز ومانه، هغه راغى خبرې پيل شوې، او پدې سره جوړ شول چې په برجونو كې موجود يهودي جنګيالان به ټول په امن وي، د يهودانو اولادونه به د دوى وي، اسيران كيږي به نه، خو هغوى به ټول له خيبر نه وزي، خپلې ځمكې، مالونه، سره او سپين به ټول رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته سپاري، خپل آسونه، وسلې، نيزې او نور ټول به پريږدي، يوازې هغه څه به ورسره وړى شي چې په غاړه يې وي لكه جامې.  خو د ابو داود په يوه روايت كې راځي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا ورسره ومنله چې يهودان به له خيبر نه د وتلو په وخت د دومره مال د وړلو اجازه لري چې اوښ يې وړى شي.١ په همدې اتفاق وشو او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وويل: ‏(‏وبرئت منكم ذمة الله وذمة رسوله إن كتمتموني شيئا‏)٢‏.
كه څه مو پټ كړل، نو الله ته به يې ځواب وركوئ. د الله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ذمه درنه خلاصه ده. پدې ترتيب سره تړون وشو او خيبر د مسلمانانو په لاس فتحه شو. او برجونه ورته وسپارل شول.

د ابي حقيق د دوو زامنو وژل كيدل

سره لدې چې دا تړون وشو، خو د حقيق زامنو ډير مالونه پټ كړل، هغه ژي يي هم پټ كړل چې د حيي بن اخطب بې شميره دارايي او ګاڼې وې پكې کومې چې د بني نضير د شړلو په وخت يې له ځان سره خيبر ته راوړې وې.

ابن اسحاق روايت كوي: كنانه بن ابي حقيق (الربيع) چې د بني نضير خزانې وې ورسره، د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راوستل شو، پوښتنه يې ورنه وكړه چې د بنو نضير خزانې چيرته دي؟ ده سره لدې چې د خزانې ساتونكى وو انكار وكړ، پدې وخت كې يو بل يهودى راغى او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې وويل چې ما به هر سهار كنانه ليده چې دغې مخروبې ځمكې ته به راته. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كنانه ته وويل: ‏(‏أرأيت إن وجدناه عندك أأقتلك‏؟‏‏)‏ګوره كه چيرته دغه خزانه له تاسره پيدا شوه نو آيا بيا دې ووژنو؟ كنانه وويل: هو، كه له ما سره وموندل شوه نو ومې وژنئ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر وكړ چې دغه خرابه وكيندل شي. له كيندلو وروسته څه اندازه مالونه لاسته راغلل، بيا له كنانه نه پوښتنه وشوه چې نور مالونه چيرته دي؟ هغه بيا هم انكار وكړ، همدا وه چې زبير (رضي الله عنه) ته وظيفه وركړل شوه چې كنانه تعذيب كړي تر څو د خزانې ځاى په ګوته كړي.

زبير (رضي الله عنه) په چقماق باندې په سينه سينه كې واهه تر څو مرګ حال شو، وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) محمد بن مسلمه (رضي الله عنه) ته وسپاره، او هغه يې د خپل ورور محمود په بدل كې سر پرې كړ. (محمود د مسلمه زوى چې د محمد ورور وو د ناعم برج  تر څنګ ناست وو چې يهودانو د ميچنې تيږه ورباندې غورځولې او په شهادت يې رسولى وو.)

ابن قيم وايي چې: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ابي حقيق د دواړو زامنو د وژلو امركړى وو، او په دوى باندې د كنانه د تره زوى شاهدي ويلې وه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د حيي بن اخطب لور صفيه هم په اسارت ونيوله، صفيه پدغه وخت كې د كنانه بن ابي حقيق په نكاح كې وه.

د غنيمتونو ويش

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فيصله  وكړه چې يهودان له خيبر نه وشړي، خو هغوى ورته  راغلل عرض يې وكړ چې مونږ ددې ځمكې په هكله له تاسې نه زيات معلومات او تجربه لرو، مونږ همدلته پريږدئ دا ځمكې به درته كاله كوو. له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو (رضي الله عنهم) سره نه دومره وخت او فرصت و او نه هم دومره كسان  وو ورسره چې دلته په ځمكه كار وكړي، همدا وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فيصله وكړه  چې يهودان به پدې ځمكو كار  كوي په بدل كې به يې د ټولو حاصلاتو او ميوو نيمه برخه دوى ته وركول كيږي. او دا فيصله به تر هغې پورې عملي وي تر څو پورې چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خوښه وي. يهودان همدلته پاتې شول او عبدالله بن رواحه (رضي الله عنه) به د حاصلاتو په اړه د تخمين په اساس فيصله كوله يعنې تخميني اندازه به يې معلوموله. همدا راز رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خيبر ځمكې په 36 برخو وويشلې، بيا هره برخه په سلو برخو مشتمله وه پدې حساب سره ټولې درې زره شپږ سوه برخې وې. د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او مسلمانانو حصه نيمه يعنى 1800 برخې وې، شخصاً د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يوه برخه وه او هغه هم لكه د بل هر مسلمان د برخې په اندازه، او پاتې نيمه بله برخه چې (1800) نورې برخې كيدلې هغه يې د خاصو حالاتو، ځان او مسلمانانو د مشكلاتو يا ټولنيزو ستونزو لپاره وساتله. او دا نيمه برخه ځمكه يې لدې امله په 1800 برخو وويشله چې دا په حقيقت كې د الله له طرفه د حديبيې د ټولو غازيانو  حاضر وو كه غائب لپاره يو نعمت، روزي او بدله وه. د حديبيې غازيان 1400كسان وو، دوه سوه آسونه هم ورسره وو، د هر آس لپاره دوې برخې وې، پدې حساب ټولې برخې يو زر اته سوه شوې چې د سواره لپاره درى او د پلي لپاره يوازې يوه برخه وه.(1)

د خيبر غنيمتونه بې حسابه وو، بخاري له ابن عمر (رضي الله عنهما) نه روايت كوي چې وايي: د خيبر تر فتحې پورې مونږ په نس نه وو ماړه شوي، همدا راز عائشه (رضي الله عنها) وايي: كله چى خيبر فتحه شو نو مونږ وويل اوس به په خرماوو ماړه شو.(2)

او كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خيبر نه بيرته مدينې ته تشريف راوړ، نو ټولو مهاجرينو هغه باغونه بيرته خپلو انصارو وروڼو ته وركړل چې دوى ته يې د مرستې په دود وركړي وو، ځكه اوس خو مهاجرين هم په خيبر كې د مال، باغ اوخرما خاوندان شوي وو.(3)

د جعفر بن ابي طالب او اشعريانو(رضي الله عنهم) راتګ

د خيبر د غزا په دوران كې  د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  د تره زوى جعفر بن ابي طالب (رضي الله عنه) او ملګري يې له ابو موسى اشعري او ملګرو سره يې راورسيدل. ابو موسى (رضي الله عنه) وايي: مونږ په يمن كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د وتلو خبر واوريد، همدا وه چې زه او دوه وروڼه مې له څو پنځوس كسانو سره يو ځاى د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په لور د هجرت سفر پيل كړ، په كښتۍ كې سپاره شوو، خو كښتۍ د حبشې په لور يووړو، هلته مو له جعفر او ملګرو سره يې ملاقات وشو، هغوى راته وويل: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مونږ دلته راليږلي يوو او همدلته يې د پاتې كيدو امر راته كړيدى، تاسى هم راسره پاتې شئ، نو ورسره پاتې شوو. تر څو وروسته روان شوو او پداسې وخت كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورسيدو چې خيبر يې فتحه كړى و، مونږ چې ور ورسيدو نو مونږ ته يې هم په غنيمت كې برخه راكړه. غايبانو ته يې(هغه چې په غزا کې نه وو ورسره) د خيبر له غنيمتونو نه څه ورنكړل، يوازې مونږ د جعفر ملګرو ته يې برخه راكړه او بس (1).

كله چې جعفر (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورسيد هركلى يې ورته ووايه، ښكل يې كړ او ويې فرمايل: ‏(‏والله ما أدري بأيهما أفرح‏؟‏ بفتح خيبر أم بقدوم جعفر‏)‏‏.‏  والله كه پوهيږم په كومه خوشالۍخوښي وكړم، د خيبر په فتحه او كه د جعفر په راتګ(2)؟

جعفر (رضي الله عنه) او ملګري يې وروسته له هغې راغلي وو چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نجاشي ته عمرو بن اميه الضمري ليږلئ او د مسلمانانو د بيرته  ليږلو خبره يې ورته كړې وه، نو نجاشي هغوى په دوو كښتيو كې ورواستول. د جعفر (رضي الله عنه) ملګري 16 نارينه وو، ښځې او اولادونه يې هم ورسره وو. او نور مسلمانان مخكې له حبشى نه مدينې ته راغلي وو.(3)

له صفيه (رضي الله عنها) سره د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) واده

مخكې مو وويل چې د صفيه (رضي الله عنها) ميړه كنانه بن ابي حقيق د غدر په سزا كې ووژل شو، نو صفيه (رضي الله عنها) په اسارت ونيول شوه. كله چې اسيرانې ښځې ټولې راغونډې شوې، دحيه بن خليفه كلبي راغى او له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه يې د يوى وينځې سوال وكړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: لاړ شه او له اسيرو ښځو نه يوه واخله. دحيه لاړ او په صفيه بنت حيي يې لاس كيښود، پدې وخت كې يو صحابي د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راغى او ورته ويې ويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! تا دحيه ته د بنو نضير او بنو قريظه قبيلې سرداره يعنى صفيه وركړه! دغه ميرمن خويوازې ستاسې له شان سره ښايي! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: احوال وركړئ چې هغه راولي. دحيه سره له صفيې راغى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وكتل او ويې ويل: ددې په بدل كې بله اسيره واخله. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) صفيه (رضي الله عنها) اسلام ته راوبلله، هغې اسلام ومانه، په اسلام مشرف شوه، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) آزاده كړه او په نكاح يې كړه، او مهر يې همدا آزادي وه. د مدينې په لار چې د سد صهباء سيمې ته ورسيدل صفيه (رضي الله عنها) له حيض نه پاكه شوه، نو ام سليم ورته جوړه كړه، د شپې يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته واستوله، او پدې ترتيب سره دا واده تر سره شو. سهار يې د خرما، ميده شويو اوړو او غوړيو نه تياره شوې شوروا وليمه وركړه، درى ورځې يې د لارې په اوږدو كې د واده د شپو په توګه ورسره تيرې كړې.(١)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د صفيه (رضي الله عنها) په مخ كې شين والى وليد ورته ويې ويل چې دا څه دي؟ دې وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! ما ستا له راتګ نه مخكې خوب وليد چې سپوږمۍ له خپل ځاى نه بيځايه شوه او زما په غيږ كې راولويده. پدې وخت كې مې ستا په هكله هيڅ معلومات نه درلودل، دغه كيسه او خوب مې خپل ميړه ته ووايه، هغه په مخ ووهلم او راته ويې ويل لكه چې د هغه پاچا هيله لرې چې په مدينه كې دى.(٢)

په زهرو ككړ پسه

د خيبر له فتحې نه وروسته پداسې حال كې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د فاتح لارښود په حيث دلته ځاى په ځاى شوى وو د سلام بن مشكم ښځې زينب بنت حارث يو كباب شوى پسه ورته راوړ. نوموړې پوښتنه كړې وه چې د پسه كوم غړى د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ډير خوښيږي، ورته ويلى شوي وو چې لاس يا مخكينۍ پښې.  نو په همدې پښه كې يې ډير زهر ورته واچول بيا يې ټول پسه په زهروككړكړ، بيا يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته راووړ او مخې ته يې ورته كيښود. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همدا پښه چې ډير زهر پكې وو راونيوله، غوښه يې ورنه بيله كړه ويې ژووله خو تيره يې نه شوه، بيرته يې تپ كړه. ويې فرمايل: ‏(‏إن هذا العظم ليخبرني أنه مسموم‏)‏.‏دا هډوكى راته وايي چې زهر پکې ګډ شويدي. بيا يې هغه ښځه راوغوښتله، ورته وويې ويل : (‏ما حملك على ذلك‏؟‏‏)‏ ولې دې دا كار كړئ؟ ښځې اعتراف وکړ ويې ويل: ما ويل كه محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پاچا وي، نو پدې سره به ورنه بې غمه شو، او كه رسول وي، نو حتماً به خبر وركړل شي او دا غوښه به ونه خوري. وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عفوه ورته وكړه. د غوښې خوړلو په وخت كې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره بشر بن البراء بن معرور هم وو هغه يوه اندازه غوښه وخوړله چې له امله يې مړ شو.

دې ښځې ته د عفوې په اړه مختلف روايتونه رانقل شويدي، ځينې وايي عفوه ورته وشوه او نور وايي چې ووژل شوه، خو اتفاق بيا پدې شويدى چې لومړى رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عفوه ورته وكړه، خو كله چې بشر مړ شو، نو دغه ښځه يې ورباندې قصاص كړه.(1)

د خيبر په غزا كې د شهيدانو او مشركينو د مړيو شميره

په خيبر غزا كې 16 مسلمانان په شهادت ورسيدل، څلور قريشان، يو له اشجع قبيلې، يو له اسلم قبيلې يو د خيبر له خلكو او نور انصار (رضي الله عنهم) وو.
بل روايت وايي چې ددې غزا د شهيدانو شميره 18 تنه وه. منصور پوري دغه شمير 19 تنه ښوودلى او وايي : سيرت ليكونكو د خيبر شهيدانو شميره پنځلس ښودلې ده، خو ما له ډيرې څيړنې وروسته 23 نومونه موندلي، چې يو نوم رنيف بن حبيب يوازې په طبري كې، بل رنيف بن وائله يوازې په واقدي كې راغلى دى، يو (بشر بن براء) په زهرو لړلي پسه له امله مړ شو، يو بل كس (بشر بن عبدالمنذر) داسې دى چې ځنې وايي په خيبر كې شهيد شوى او نور وايي چې په بدر كې په شهادت رسيدلى دى، خو صحيح روايت دا دى چې په بدر كې شهيد شويدى.(١)  له يهودانو نه پدې غزا كې93 كسه وژل شويدي.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د