fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اوه پنځوسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

فدك

خيبر ته له رسيدو نه وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) محيصه بن مسعود (رضي الله عنه) د فدك يهودانو ته واستاوه، تر څو هغوى اسلام ته راوبولي، خو هغوى خبره اوږده كړه.

خو كله چې خيبر فتح شو، نو الله تعالى يې په زړونو كې رعب واچاوه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې د سولې وړانديز وكړ او ويې ويل چې: د خيبر د يهودانو په شان دوى هم د فدك په نيمايي حاصلاتو سره سولې ته تيار دي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دوى وړانديز ومانه، د فدك سيمه ټوله خاص د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لپاره وه. ځكه دلته مسلمانانو هيڅ ډول جنګ او جدل نه و كړى.(٢)

وادي القِرى

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خيبر له فتحې نه فارغ شو، نو د وادي القرى په لور يې مخه كړه، هلته يو شمير يهودان چې څه عربان هم ورسره وو اوسيدل.

دې سيمې ته له رسيدو سره سم د يهودانو له لوري پر مسلمانانو د غشو باران وشو، د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يو غلام (مدعم) هم ووژل شو. خلكو وويل: جنت يې دې مبارك وي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏كلا، والذي نفسي بيده، إن الشَّمْلَة التي أخذها يوم خيبر من المغانم، لم تصبها المقاسم، لتشتعل عليه نارًا‏)‏، فلما سمع بذلك الناس جاء رجل إلى النبي صلى الله عليه وسلم بشِرَاك أو شراكين، فقال النبي صلى الله عليه وسلم‏:‏ ‏(‏شراك من نار أو شراكان من نار‏)‏‏.‏  نه داسې نده، قسم په هغه ذات چې زما ژوند يې په واك كې دى، هغه شمله (يو ډول پراخه جامه ده) به چې له ويش نه مخكې يې د خيبر له ولجو نه اخيستې وه په ده باندې اور بلوي. اصحابو (رضي الله عنهم) چې دا خبره واوريدله، نو هر يو لاړ چا يوه او چا به دوې تسمې رانيولې وې راوړلې به يې. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايل: د اور يوه تسمه د اور دوې تسمې .(١)

بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل لښكر د مقابلې لپاره تيار كړ، په ليكو يې برابر كړل، عمومي بيرغ يې سعد بن عباده ته وركړ. يو جنډه يې حباب بن منذر، بله يې سهل بن حنيف، دريمه يې عباد بن بشر ته وركړه. ورپسې يې يهودانو ته د اسلام بلنه وركړه خو هغوى اسلام ونه مانه، يو كس يې مقابلې ته راووت، مخې ته زبير بن عوام ورغى او هغه يې رانسكور كړ. ورپسې بل راوړاندې شو هغه يې هم وواژه. ورپسې دريم د مقابلې ميدان ته راغى، د مسلمانانو له اړخه علي (رضي الله عنه) ورمخې ته شو او هغه يې ځاى په ځاى كړ. پدې ترتيب سره مقابله روانه وه تر څو له يهودانو نه 11 تنه ووژل شول. هر كله به چې يو ورنه وژل كيده نور به اسلام ته رابلل كيدل. پدې ورځ به د لمانځه په وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لمونځ په جماعت ادا كړ، بيا به يې يهودانو ته د اسلام بلنه وركوله، هغوى  به اسلام نه مانه، پدې ترتيب سره تر لماسختن پورې جګړه روانه وه، ورپسې سهار شو، لمر د نيزې په اندازه هسك شوى وو چې يهودان په زور سره تسليم شول مالونه يې ټول ولجه شول. مسلمانانو ته ډير مالونه او سامانونه په لاس ورغلل، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همدلته د قرى په وادي (سيمه) كې څلور ورځې پاتې شو، غنيمتونه يې په اصحابو وويشل، خو ونې، ځمكې او باغونه يې لكه د خيبر د ځمكو په شان له يهودانو سره پريښودل.(٢)

تيماء

د تيماء يهودان چې د خيبر، فدك او وادي قرى له فتحې نه خبر شول، فورا يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته د سولې وړانديز وكړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم د دوى وړانديز ومانه سوله يې ورسره وكړه، او خپل مالونه يې همدوى ته پريښودل(١).

او داسې تړون يې ورسره وليكه: دا د بني عاديا لپاره د محمد رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تړون دى، دوى به محفوظ او خوندي وي، جزيه به وركوي، دښمني به نه ورسره كيږي او نه به له خپلې خاورې نه شړل كيږي، دا تړون به هميشنى وي. تړون ليك د خالد بن سعيد په لاس وليكل شو(٢).

د مدينې په لور

پدې پسې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مدينې په لور روان شو. د سفر په جريان کې خلک يوې درې ته ورسيدل په لوړ آواز يې الله الکبر، الله اکبر، لا اله الا الله، ويل، رسول (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل: ‏(‏أربعوا على أنفسكم، إنكم لا تدعون أصَمَّ ولا غائبا، إنكم تدعون سميعا قريبا‏)‏‏.

[له ځان سره ‏لږ نرمي وکړئ، تاسو خو کوم کاڼه ياغائب ته دعا نه کوئ، بلکه تاسو هغه ذات ته فرياد کوئ چې اوريدونکى او نژدې دى.]

يوه شپه يې مزل وكړ، د شپې په وروستۍ برخه كې يې د لارې په اوږدو كې واړول، ويده شو، خو له ويده كيدو نه مخكې يې بلال ته وويل: بيدار اوسه، چې د سهار لمانځه ته مو راويښ كړې.

بلال (رضي الله عنه) خپل پيټي ته ډډه وهلې او خوب وړى و. او كله چې لمر ښه تود شو، راويښ شول. لومړى او تر ټولو د مخه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راويښ شو. بيا لدې وادي (درې) نه ووت، لږ مخكې لاړ، او هلته يې د سهار لمونځ په جماعت سره ادا كړ. په بل روايت كې راغلي چې دغه كيسه په بل سفر كې پيښه شوې وه.(٣)

د خيبر غزا له حوادثو نه دا څرګنديږي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د 7 ه كال د صفر په وروستۍ برخه او يا ربيع الاول په مياشت كې مدينې ته ستون شويدى.

د ابان بن سعيد سريه

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د يوه ماهر قوماندان په حيث پدې ښه پوهيده چې له حرامو مياشتو نه اخوا د مدينې خوشي او خالي پريښودل په ځاى عمل ندى، ځكه د مدينې شا و خوا پراته اعراب د مناسب فرصت انتظار باسي، او پدې تمه دي چې په غلچكي بريد سره مسلمانانو ته زيان واړوي مالونه  يې لوټ او غلا كړي.

همدا وجه وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ابان بن سعيد په مشرۍ يوه سريه نجد ته وليږله تر څو اعراب وويروي. ددې سريې سره همزمان خپله رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خيبر په لور روان شو. ابان بن سعيد د خپلې دندې له سرته رسولو نه وروسته بيرته راستون، او په خيبر كې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره پداسې وخت كې يو ځاى شو چې خيبر فتحه شوى و. موثق روايت دا دى چې دغه سريه د 7 ه كال د صفر په مياشت كې وه، ددې سريې كيسه بخاري هم رانقل كړيده.(1)
ابن حجر وايي: زه ددې سريې په هكله معلومات نلرم.(2)

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د